یونېسف: تر ۹۲ سلنه زیاتو افغان ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړی دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې عمر لرونکو ۹۲.۵ سلنه ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې عمر لرونکو ۹۲.۵ سلنه ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړی.
دغه سازمان لیکلي، چې د مرستندویانو په ملاتړ د یاد واکسین کمپاین پیل د افغان ماشومانو د ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کم کړی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دوامداره پانګونه عملي کار ته اړتیا لري.
یونېسف ټینګار کړی، چې د واکسین کمپاینونه د ماشومانو ژوند ژغوري. بېپولې ډاکټرانو د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د شري د پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی و.
دغه سازمان ویلي و، چې سږ کال یې په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې په خپلو روغتیايي مرکزونو کې په شري ناروغۍ د اخته نږدې ۵۰۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.
خو د طالبانو روغتیا وزارت د بېپولې ډاکټرانو دغه راپور رد کړ. دغه وزارت ټینګار وکړ، چې سږ کال به په ټول هېواد کې د ۱۶ مېلیونه ماشومانو لپاره د شري واکسین کمپاین پیل شي.


د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزي په «تاشقرغان تنګي» سیمه کې پرې شوې دي، چې له امله یې د کابل په ګډون ۱۳ ولایتونه له برېښنا بې برخې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د پنجشنبې په شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ازبکستان د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا مزې د نایباباد ـ پلخمري ترمنځ د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د تخینکي ستونزو له امله پرې شوې دي.
طالبانو ویلي، چې د برېښنا د پرچاوۍ له امله د سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونه له وارداتي برېښنا څخه بې برخې شوې دي.
د برېښنا شرکت ویلي، چې تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل په موخه سیمې ته رسېدلي دي، خو د شدید توپان له امله نه دي توانېدلي چې د برېښنا مزي وصل کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو اقداماتو په افغانستان کې کورني او بهرني پانګهوال ناهیلې کړي دي. د راپور لهمخې، بانکي محدودیتونه، کمزورې بنسټیزې اسانتیاوې او دوامداره بېثباتي د پانګونې پروړاندې ستر خنډونه دي.
په راپور کې راغلي، چې یوازې شپږ سلنه وګړي بانکي حسابونه لري. سره له دې چې د طالبانو چارواکي تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط برابر دي، خو د ملګرو ملتونو نوی راپور ښيي، چې دغه ډله د کورنیو او بهرنیو پانګونو په راجلبولو کې بریالۍ نه ده پاتې شوې.
د راپور لهمخې، اوسنیو سیاستونو نه یوازې د خلکو ژوند ښه کړی نه دی، بلکې د هېواد اقتصادي کړکېچ یې لا ژور کړی او خصوصي سکتور یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی. پېچلې اداري کړنلارې، رسمي مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، د ټرانسپورټ لوړ لګښتونه، کمزورې زېربناوې په ځانګړې توګه د برېښنا کمښت او له ګاونډیو هېوادونو سره پراخ تړاو د دې سکتور د ودې پر وړاندې بنسټیز خنډونه ګڼل کېږي.
د افغانستان صادرات تر ډېره د پاکستان له بندرونو سره تړلي دي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې د دې لامل شوې دي، چې سرحدونه وتړل شي او د افغانستان سوداګرو ته میلیونونه ډالره مالي زیان واړوي. طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان د صادراتو لپاره به بدیلې لارې ومومي، خو د راپور لهمخې دا بهیر وختنیونکی دی او له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دی.
د طالبانو چارواکو تېر کال د سلواغې میاشت کې «په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو» تر عنوان لاندې په یوه کنفرانس کې وویل، چې د پانګهوالو د هڅونې او بېرته راګرځولو لپاره یې ځانګړې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي. د همدې کنفرانس پر مهال د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر ژمنه وکړه، چې پانګهوالو شرکتونو ته به د ټولو پړاوونو پر مهال ملاتړ، اسانتیاوې او فرصتونه برابر کړي. خو له یوه کال تېرېدو وروسته لا هم د دغو اسانتیاوو او ملاتړ کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، کورني او بهرني پانګهوال له اداري پېچلتیاوو، د جوازونو د ورکړې لپاره د روښانه لارښود نشتوالي، د مالیاتو د ورکړې له مبهمو کړنلارو او د قوانینو له سلیقوي پلي کېدو شکایت لري. د راپور لهمخې، همدې ستونزو پانګهوال ناهیلې کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې تر ټولو ستره ستونزه رسمي بانکي نظام ته ډېر محدود لاسرسی دی. نړۍوالو بندیزونو افغانستان له نړۍوال بانکي نظام او بازارونو جلا کړی، چې له امله یې ډېری راکړې ورکړې د غېررسمي لارو یا د حوالې له سیستمونو ترسره کېږي. په دې لړ کې صرافان د پیسو په ګرځېدو کې مهم رول لري. د ملګرو ملتونو د راپور لهمخې، هر کال له پنځو میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې د حوالې له لارې په هېواد کې تبادله کېږي. له بلې خوا، په افغانستان کې د بانکي خدمتونو د کارولو فرهنګ ډېر کمزوری دی، ان تر دې چې یوازې شپږ سلنه وګړي بانکي حسابونه لري.
له دې سره، راپور یوه هیلهبښونکي ټکي ته هم اشاره کوي: «د افغانستان له اویا سلنې زیات وګړي ګرځنده ټلیفون ته لاسرسی لري. دا چاره کولی شي چې د نوي مالي ټېکنالوژۍ او ډیجیټلي بانکدارۍ د پراختیا لپاره مناسب بنسټ برابر کړي».
د دې راپور لهمخې، د پنجشنبې په ورځ خپور شوي مالي بېثباتۍ د هېواد په اقتصاد کې د خصوصي سکټور رول کمزوری کړی دی، خو بیا هم ځینې برخې لکه د خوراکي توکو صنعت، مشروبات او فلزي تولیدات نسبتاً ښه فعالیت لري او د ودې وړتیا پهکې تر سترګو کېږي.

طالبانو ویلي، چې د ملا هبتالله د شفاهي لارښوونې پر بنسټ یې په کابل کې د بېړنیو حالاتو کمېټه جوړه کړې ده. په کابل کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، یاده کمېټه به د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو بحراني حالاتو پر مهال د خلکو ستونزو ته د بېړنۍ او پر وخت رسېدنې په موخه فعالیت کوي.
په کابل کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاده کمېټه به د کابل لپاره د طالبانو د والي امینالله عبید په مشرۍ فعالیت کوي.
طالبانو ویلي، کابل مېشتي کولای شي چې د واورو، بارانونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال په بېړنیو حالاتو کې له یادې کمېټې سره په مستقیم ډول اړیکه ونیسي او کمېټه به د بېړنیو حالاتو پرمهال له خلکو سره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هبتالله د لارښوونې پر بنسټ به د احتمالي ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د خلکو د ژغورنې په موخه د بېړنیو حالاتو کمېټه پر عمومي لارو او ولسوالیو کې سیار ګزمې هم ترسره کوي.
یاده کمېټه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په افغانستان کې د بېلابېلو بحراني حالاتو له امله ډېر خلک د بېړنیو مرستو د ناوخته رسېدو له کبله له سختو ستونزو سره مخ کېږي او سلګونه وګړي زیانمنېږي. د طالبانو په خبره، دغه کمېټه هڅه کوي چې د ناورینونو د مدیریت په برخه کې همغږي رامنځته کړي او د خلکو د ساتنې لپاره ګړندي او اغېزمن اقدامات یقیني کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په روانه اوونۍ کې یې په څلورو ولایتونو کې له ۳ زره او ۸۰۲ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غئرخوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې کړې دي.
د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرستې په کابل، بلخ، بغلان او بادغیس ولایتونو کې وېشل شوې دي. په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته خوراکي توکي، یوه خېمه، ژمنۍ کڅوړه او نغدي پیسې ورکړل شوې دي.
د طالبانو په وینا، دغه مرستې د کورنیو او نړۍوالو مرستندویه موسسو په مالي ملاتړ شوې دي.
طالبان داسې مهال له بېرته راستنېدونکو سره د مرستو خبرونه ورکوي، چې تازه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
یادې رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، د امریکا تر مرستو بندېدو وروسته افغانستان کې لوږه او بشري کړکېچ مخ په ډېرېدو دی او د روان کال په ګډون به راتلونکو کلونو کې د دغه ناورین کچه لا پسې په بېسارې توګه لوړه شي.
دې رسنۍ زیاته کړې، طالبان دومره مالي توان نه لري چې په افغانستان دننه د لوږې، بېوزلۍ، بېروزګارۍ او بشري ناورین مخه ونیسي او که نړۍواله ټولنه اقدام ونهکړي؛ نو د دغه هېواد وګړي به له لوی بشري ناورین سره مخ شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو باندې بندیز لګولی دی. د ټینیس بال یادې سیالۍ هر کال د روژې میاشت کې نږدې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.
بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدنې روزنې ولایتي مسوولینو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې د «رمضان» جام کرېکت سیالۍ به نه ترسره کوي.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، د امربالمعروف وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل د تراویح لمونځ قضا کېدل بللي دي.
سرچینو ویلي، چې د امربالمعروف وزارت لهخوا ورته ویل شوي، چې« په روژه کې وخت باید عبادت ته وقف شي او کرېکټ لوبې وخت ضایع کوي».
د ټینیس بال کرېکټ لوبې د کرېکټ بورډ اړوند کوم رسمیت نه لري، خو د سپورټ او بدنې روزنې ادارې تر څار لاندې هر کال د روژې په میاشت کې په ولایتونو کې ترسره کېږي.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «ټولو ولایتونو ته امر شوی دی چې د روژې په میاشت کې به د رمضان جام سیالۍ نه ترسره کېږي. ځکه ځوانان د لوبې له امله د تراویح لمونځ قضا کوي او عبادت ته وخت نه ورکوي».
یادو سرچینو ویلي، چې هر کال د روژې په میاشت کې د رمضان جام په نوم د ټینیس بال لوبې ترسره کېږي او له دې لارې د کرېکټ مینهوالو او لوبغاړو ته د سالم مصروفیت زمینه برابرېږي.
په کندهار ولایت د کرېکټ یو لوبغاړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «د روژې په میاشت کې د ټینیس بال د ټورنمینټ لپاره چمتوالی نیول شوی و، لوبډلې مشخصې شوې دي، خو موږ ته نن خبر راکړل شو چې دغه ټورنمینټ لغوه شوی دی».
یادې سیالۍ معمولا له روژه مات وروسته پیلېدې او د شپې تر ناوخته به یې دوام کاوه. په یادو سیالیو کې به د کرېکټ لوبغاړو په ګډون سلګونه نندارچیان هم د سیالیو نندارې ته ورتلل.
همدارنګه د هلمند، زابل او ارزګان په ګډون د ګڼو نورو ولایتونو د کرېکټ لوبغاړو د معلوماتو لهمخې، د روژې په میاشت کې د رمضان جام سیالۍ په ټولو ولایتونو کې لغوه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هر کال په ولایتونو کې د ټینیس بال رمضان جام کرېکټ سیالۍ ترسره کېدې، د یادو سیالیو مالي ملاتړ د ځینو سوداګرو او شرکتونو لهخوا تر سره کېده او اتلو لوبډلو ته به بېلابېلې ډالۍ هم ورکول کېدې.