• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني هغو ۷۹ افغان پناه‌غوښتونکو ته چې طالبان یې پر مېلمستون ورغلي وو ویزه ورنه‌کړه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۰

جرمني هغو ۷۹ افغان پناه‌غوښتونکو ته چې شاوخوا ۳ اونۍ مخکې د کابل په یوه میلمستون کې د طالبانو له لوري تر پوښتنو لاندې نیول شوي وو، ویزه ورنه‌کړه. افغانستان انټرنشنل د مرغومي ۲۹مه راپور ورکړ، دغه کسان چې جرمني ته د لېږد په تمه وو، له پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل په یاد راپور کې راغلي وو، چې یادو کسانو د جرمني له لوري د منل کېدو ژمنه درلوده او په دې تمه یې په پاکستان کې شپې او ورځې تېرولې چې ګوندې ژر تر ژره جرمني ته ولېږدول شي.

طالبانو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو مېلمستون پلټلی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه کسان چې په‌کې ښځې، نارینه، ماشومان او ان ترانس‌جندر شامل وو، شاوخوا دوه میاشتې مخکې په پاکستان کې د ویزې مودې د پایته رسېدو له امله د پاکستاني پولیسو له لوري په زوره افغانستان ته ولېږدول شول او بیا د کابل په یوه میلمستون کې ځای پر ځای شول.

طالبانو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو د مېلمستون څارنه سخته کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه کسان د جرمني سیمه‌ییز کارکوونکي او تر ګواښ لاندې کسان دي.

د جرمني دولت اعلان کړی، چې د طالبانو له تحقیقاتو سره سره د یادو ۷۹ افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت «ګواښوونکی» نه‌ګڼي او هېڅ داسې دلیل هم نه‌ګوري چې یادو کسانو ته د منل کېدو بیاځلي وعده ورکړي او لومړی یې پاکستان او له هغه ځایه یې بیا جرمني ته ولېږدوي.

د جرمني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، دغه هېواد په ټوله کې د منل کېدو د ژمنو شاوخوا نیمايي یې لغو او یا هم بې‌اعتباره کړي دي. دوی په ډاګه کړې، دغه ژمنې حقوقي الزامیت نه‌لري او د یادو کسانو د منلو په برخه «سیاسي ګټې» نشته.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه ډول کسانو کې امنیتي اندېښنې ډېرې محدودې وې، ځکه په څه باندې ۵۴۰۰ شویو مرکو کې یوازې شاوخوا ۳ سلنه امنیتي پېښې مطرح شوې وې.

په جرمني کې د چپي ګوند استازي کلارا بونګر دغه شمېر «د کډوالۍ فډرالې ادارې پر مخ درنه سپېړه» بللې ده. هغه ویلي، په کابل کې د یادو پناه‌غوښتونکو پر مېلمستون د طالبانو له یرغل وروسته دغه کسان په مشخص ډول تر ګواښ لاندې دي او په ټينګار سره یې څرګنده کړې چې، د جرمني دولت د هغوی د برخلیک مسوول دی.

د بشري حقونو فعالین هم د جرمني پر دولت په نیوکو سره وايي، یو شمېر افغانانو ته د منلو د وعدې له ورکړې سربېره لا هم یاد افغانان په بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د امربالمعروف وزارت: د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د یوناما راپور بې‌اساسه دی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري سرغړونو په اړه د یوناما وروستی راپور بې‌بنسټه دی او له خلکو یې غوښتي چې پر دغه ډول راپورونو باور ونه‌کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا «یوناما» له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د درې میاشتني راپور په ردولو سره ویلي، چې د ښځو او نارینه‌وو پر وړاندې د خپل سرو نېونو او تاوریخوالي هېڅ اقدام نه‌دی ترسره شوی.

سیف السلام خیبر زیاته کړې: «هېڅ داسې اقدام نه‌دی تر شوی او نه به چاته اجازه ورکول شي، چې په هغه کې د ښځو او نارینه‌وو پر وړاندې خپل سري نیونې، تاوتریخوالی او یا هم ناوړه چلند ترسره شوی وي».

نوموړي له خلکو غوښتنه کړې، چې د یوناما او نورو بنسټونو په دغه ډول راپورونو دې باور نه‌کوي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له لومړۍ نیټې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د طالبانو له لوري لږ تر لږه ۱۴ پخواني نظامیان وژل شوي دي.

همدارنګه یوناما په خپل راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د کړنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما د راپور له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له اکټوبر څخه تر ډسمبر پورې، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبانو لږ تر لږه ۵۲۰ کسان په «خپل سري ډول» نیولي دي او په همدې موده کې د ښځو او نارینه‌وو پر وړاندې د بد چلندۍ لږ تر لږه ۵۰ پېښې ثبت شوي، چې ډېری یې د ږیرې یا ویښتانو لویدیځ سټایل جوړول، د موسیقۍ غږولو یا اورېدو او د حجاب د مقرراتو نه مراعتولو په تړاو دي.

د نورالحق انور ادعا؛ د تېر حکومت په ملي اردو کې بې‌علمه او بې‌احساسه کسان ګومارل کېدل

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې د تېر جمهوري نظام د ملي اردو په لیکو کې «نالوستي، بې‌احساسه، دیني احساس نه لرونکي او د مړه ضمیر» کسان پر دندو ګومارل کېدل.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یادې ډلې د اردو سرتېرو فراغت غونډه کې د تېر جمهوري نظام په ملي اردو کې د ګومارل کېدو په اړه ادعا کړې: «د تېر نظام په ملي اردو کې کوښښ دا کېده، چې بې‌تعلیمه، د وطني احساس نه لروونکي، دیني احساس نه لرونکي او مړ ضمیر لرونکي کسان پر دندو وګومارل شي».

نوموړي همداراز ادعا کړې، چې تېر جمهوري نظام ته د هېواد ساتلو ارزښت نه درلود، بلکې بمبارونه یې کول.

یاد طالب چارواکي د تېر جمهوري نظام د پخواني ملي اردو په اړه دغه ادعا پر داسې مهال کړې، چې د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د عقیدتي او سیاسي چارو لوی ریاست له لوري، سرتېرو ته د دیني مسایلو، ملي روحیې او هېواد پالنې زده‌کړې ورکول کېدلې.

د یاد ریاست اړوند د پخواني ملي اردو په هره قول اردو، لوا او کنډک کې دیني عالمان ګومارل شوي وو، چې سرتېرو ته د عقیدې او احکامو په اړه زده کړې ورکړي او همدارنګه په کابل کې د ملي دفاع پوهنتون او نورو پوځي اکاډمیو کې د «ثقافت اسلامي» مضمون هم تدریس کېده.

په ننګرهار او سمنګان کې د ټرافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۰

په ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. لومړۍ پېښه په سمنګان کې تېره شپه او دویمه پېښه نن شپه په ننګرهار کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن شپه (یکشنبه د سلواغې ۱۹مه) شاوخوا ۸نیمې بجې د تورخم- جلال‌اباد پر لویه لاره په ثمرخېلو سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې پېښه کې چې د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.

له دې سربېره تېره شپه (شنبه د سلواغې ۱۸مه) د سمنګان په رباطک کوتل کې د ورته ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر: موسسې دې د بشري مرستو ترڅنګ پر پراختیايي پروژو هم تمرکز وکړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د کاتولیکانو خیریه خدمتونو ادارې له مشر سره د لېدنې پر مهال له افغانان سره د نړۍوالو بشري مرستو د دوام او اغېزمنتیا په اړه خبرې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د بشري مرستو تر څنګ دې پر پراختیايي پروژو هم تمرکز وکړي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د کاتولیکانو خیریه خدمتونو ادارې له مشر باشان کلاهان سره د لېدنې پر مهال د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاتولیکانو خیریه خدمتونو ادارې مسوولینو له طالب وزیر سره په بلخ او کندوز کې د کرنې او مالدارۍ، نغدي مرستو او د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کوچنیو کاروبارونو په تړاو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړي دي.

طالبانو ویلي، چې یادې خیریه ادارې د افغانستان نورو ولایتونو ته د خپلو فعالیتونو د غځولو او د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

په ورته مهال د طالبانو د اقتصاد وزیر له موسسو او خیریه بسټونو غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو د دوام تر څنګ دې پر پراختیايي پروژو هم تمرکز وکړي.

حنیف ویلي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره یې ۲۵ ښارګوټي جوړ کړي، خو یاد ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو، د کورونو جوړولو، روغتونونو، ښوونځيو او نورو خدماتو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې خیریه موسسې دې په یادو برخو کې خپلې همکارۍزیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې لسګونه بهرنۍ موسسې او خیریه بنسټونه په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي، خو اړمن کسان بیا وايي، چې یادې مرستې ورته بسنه نه‌کوي او د ډېرو او پر ځای مرستو هیله لري. له دې سره سم، موسسې سملاسي مرستو ته لومړیتوب ورکوي او پراختیايي پروژو ته چندانې پام نه‌لري.

طالبانو په ننګرهار کې ۴ کسان د مردارو چرګانو د پلور په تور نیولي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، په جلال‌اباد ښار کې یې ۴ کسان د مردارو چرګانو د پلور په تور نیولي دي. د دوی په وینا، دغو کسانو یاد مردار چرګان پر خلکو او هوټلونو پلورل.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) وویل، دغه کسان د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د زاړه ګمرک ترڅنګ په یوه کباړخونه کې په داسې حال کې نیول شوي، چې خلکو او ځینو هوټلونو ته یې مردار شوي چرګان د پلور لپاره برابرول.

د نوموړي په وینا، له یادو کسانو شاوخوا ۱۸۰۰ مردار چرګان هم ترلاسه شوي دي.

ویل کېږي یادو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف کړی او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.