انتونیو جوسسیګورو د پرتګال ولسمشریزې ټاکنې په غوڅ اکثریت سره وګټلې

د منځلاري سوسیالېست ګوند نوماند انتونیو جوسسیګورو د پرتګال په ولسمشریزو ټاکنو کې د سختدریځي ښي اړخي سیال اندري وینتورا پر وړاندې بریا خپله کړه او ټاکنې یې په غوڅ اکثریت سره وګټلې.

د منځلاري سوسیالېست ګوند نوماند انتونیو جوسسیګورو د پرتګال په ولسمشریزو ټاکنو کې د سختدریځي ښي اړخي سیال اندري وینتورا پر وړاندې بریا خپله کړه او ټاکنې یې په غوڅ اکثریت سره وګټلې.
په پرتګال کې د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رسمي پایلو لهمخې، ۶۳ کلن سیګورو د نږدې ۶۷ سلنه رایو په ګټلو سره د یاد هېواد د نوي ولسمشر په توګه غوره شو.
د راپورونو لهمخې، سیګورو د ۶۶ اعشاریه ۸ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د پنځو کلونو لپاره د پرتګال ولسمشر شو. هغه په تېرو ۲۰ کلونو کې لومړنی سوسیالېست ولسمشر دی چې د محافظه کاره مارسیلو ریبیلو ډېسوزا ځای ناستی کېږي.
سیګورو خپله بریا د ازادۍ او ولسواکۍ لپاره د ولس ځواب وباله او ژمنه یې کړې چې د یوه کیڼ اړخي په توګه به د سیاسي بحرانونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پرتګال د ولسمشر په توګه د انتونیو جوسسیګورو د غوره کېدو له امله نوموړي ته مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پیاوړتیا، د ملګرتیا تړون او د فرانسې او پرتګال د خلکو تر څنګ د یوې ښې اروپا پر جوړولو ټینګار کړی دی.


امریکا غواړي د ملګرو ملتونو د میلیاردونو ډالرو پور یوه برخه پرې کړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټرز ویلي، چې پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو د پورونو لومړۍ برخه به تر راتلونکو څو اونیو ورکړل شي.
په تېره میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش خبرداری ورکړی وو، چې یاد سازمان له مالي اړخه له سخت وضعیت سره مخ دی او له غړو هېوادونو څخه یې په یوه لیک کې د خپلو پورونو د پرې کولو غوښتنه کړې وه.
له دې سره سم، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټرز له رویټرز اژانس سره په یوې ټیلیفوني مرکه کې ویلي، چې امریکا به په راتلونکو څو اونیو کې ملګرو ملتونو ته د خپلو پورونو یوه برخه ورکړي.
مایک والټرز د ملګرو ملتونو د پورونو ورکړې تګلاره «سخته مینه» بللې او ویلي یې دي، چې امریکا غواړي ملګري ملتونه بېرته د سولې او امنیت په برخه کې خپلو اساسي دندو ته وروګرځوي او له بیوکراسۍ خلاص شي.
والټرز د خپلو خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو پر تشکیلاتو هم نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده، چې ځینې ادارې له اړتیا پرته فعالیت لري.
د رویټرز د راپور لهمخې، ځینې هېوادونه له ملګرو ملتونو څخه پوروړي دي او د یادو پورونو لویه برخه پر واشنګټن پاتې ده.
د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د یاد سازمان د عادي بودجې د پورونو ۹۵ سلنه پر امریکا پاتې ده، چې د فبرورۍ تر پیل پورې ۲ اعشاریه ۱۹ میلیارده ډالره شوه.
همدارنګه امریکا ۲ اعشاریه ۴ میلیارده ډالره د اوسنیو او تېرو سوله ساتو ماموریتونو او ۴۳ اعشاریه ۶ میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو له محکمو پوروړې ده.
د راپورونو لهمخې، امریکا د تېرکال ۸۲۷ میلیونه ډالره او د ۲۰۲۶ کال ۷۶۷ میلیونه ډالره هم د ملګرو ملتونو عادي بودجې ته نهدي ورکړي.

د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر رييس مورګان مکسوییني د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) په واشنګټن کې د بریتانیا د سفیر په توګه د پیټر مندلسون له انتصاب کېدو د ملاتړ له امله له خپلې دندې لاس په سر شو.
د هغه استعفا وروسته له هغې ده، چې د روان کال په وږي میاشت کې مندلسون د بد نامه امریکايي پانګوال جېفري اپسټین په دوسیه کې د ښکېلتیا له امله له خپلې دندې ګوښه شو.
۴۸ کلن سیاستوال مکسوییني چې واک ته د کېېر استارمر په رسېدو کې مهم نقش درلود په یوې اعلامیه کې ویلي: «د پيټر مندلسون انتصاب یوه تېروتنه وه. هغه زموږ ګوند، هېواد او پر سیاست اعتماد ته زیان رسولی دی». هغه زیاته کړې: «کله چې له ما نظر وغوښتل شو، لومړي وزیر ته مې سپارښتنه وکړه، چې دغه چاره ترسره کړي او اوس د یادې سپارښتنې ټول مسوولیت منم».
د ځانساتي یا محافظه کاره ګوند مشر کمي بیدناک بیا ویلي، دغه چاره ډېر په ځنډ سره شوې او استارمر باید د «ناورین زېږوونکو» پرېکړو مسوولیت ومني. ښي اړخي افراطي «اصلاحاتو» ګوند مشر نایجل فراژ هم ویلي، د کېېر استارمر دوران به ډېر ژر پایته ورسېږي.
د ترسره شویو نظر پوښتنو پر بنسټ، د رای ورکوونکو په منځ کې د کېېر استارمر محبوبیت مخ په راکمېدو دی. لا تر اوسه روښانه نهده، چې د مک سوییني استعفا به د هغه د منتقدینو لپاره کافي وي که څنګه؟
مورګان مکسوییني د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر رييس وو. لا تر اوسه مشخصه شوې نهده چې ځای ناستی به یې څوک وي.
د اپسټین قضیې اړوند د اسنادو په بربنډېدو سره رسنیو د پيټر مندلسون برېښنالیکونه خپاره کړي چې پر بنسټ یې، هغه د اپسټين قضیې ته د رسېدنې په جریان کې په ۲۰۰۸ کال کې د هغه لومړنی محکومیت «ناسم» بللی وو او سپارښتنه یې کړه وه، چې د هغه د ازادېدو لپاره باید په بېړه حقوقي اقدامات وشي.
د امریکا د عدلیې وزارت له لوري په خپرو شویو اسنادو کې لیدل کېږي، چې مندلسون د خپلو لومړنیو خبرو پر خلاف، له ډېر وخت راهیسې له یاد بدنامه مجرم سره په اړیکه کې وو.

د ایران د قضایه قوې مشر غلام حسین محسني ویلي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو ناکراریو او لاریونونو اړوند تورن او محکوم کسان د عمومي بښنې په نوملړ کې شامل نهدي. په یادو لاریونونو او اعتراضونو کې لسګونه زره اعتراض کوونکي هم وژل شوي دي.
د ایران فارس خبري اژانس د یاد هېواد د قضایه قوې د مشر غلام حسین محسني له قوله راپور ورکړی، هغه کسان به ونه بښل شې چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې تورن او محکوم شوي دي.
نوموړي ویلي: «رامنځته شوي وضعیت او وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو ته په کتو مې لارښوونه کړې چې د هغو ټولو محکوم کړل شویو کسان نومونه د بښنې له نوملړ څخه لرې کړي، چې له هر ډول امنیتي مسایلو سره تړاو لري».
د نوموړي د یادې لارښوونې لهمخې به هغه کسان چې په وروستیو میاشتو کې د لاریونونو، ناامنیو او امنیتي قضیو په تور نیول شوي یا محکوم شوي د ایران د حکومت لهخوا به د بښنې له ځانګړو امتیازونو څخه بې برخې وي.
د راپورونو لهمخې، د ایران په وروستیو لاریونونو او اعتراضونو کې لسګونه معترضین هم وژل شوي او داسې راپورونه هم شته چې ډېری دغه پېښې د ایراني ځواکونو له لوري رامنځته شوې دي.

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره د سرحدي همکاریو د دوام او پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریبابادي د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سرحدي اسنادو او نښو پر بیارغونې او نوي کولو ټینګار کړی دی.
یاد طالب او ایراني چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په تړاو د ګډو تخنیکي او حقوقي ناستو پر دوام او چټکتیا هم هوکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو لورو د هوکړې لهمخې به د ایران او طالبانو د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکې ناسته په ۱۴۰۵ کال کې د ایران په کوربتوب ترسره شي.
د افغانستان او ایران تر منځ سرحد شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ایران پروسږکال د دغه سرحد د تړلو لپاره د دېوال جوړولو چارې پیل کړې او ویل کېږي پر شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره یې دېوال جوړ کړی دی.
تهران د دغې چارې موخه ایران ته د «ترهګرو او نشهيي توکو د قاچاقچیانو» له ننوتلو مخنیوی په ګوته کړی او چارواکو یې ویلي، چې دا کار به په یوه اته کلنه موده کې بشپړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ هم څو ځلي نښتې هم شوي او له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د بشري حقونو د ایرانۍ فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي وکیل مصطفی نیلي ویلي، چې د مشهد محکمې د نوموړي موکله د «د راټولېدنو او جوړجاړي» او همداراز «تبلیغاتي فعالیتونو» په تړاو پر اووه نیم کاله بند محکومه کړې ده.
د نرګس محمدي وکیل ویلي، چې نوموړې د دوو کلونو لپاره له هېواد څخه له وتلو منع شوې او د دوو کلونو لپاره د خسف ښار ته تبعید شوې ده.
مصطفی نیلي زیاته کړې، چې د مشهد انقلابي محکمې د یکشنبې په ورځ د «سلواغې ۱۹مه» د نرګس محمدي قضیه وڅېړله او د هغې لپاره یې د سزا ورکولو پرېکړه وکړه.
د نرګس محمدي وکیل په ډاګه کړې، چې نوموړې په دوو جلا جلا قضیو کې په شپږ او یو نیم کال بند محکومه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د نرګس محمدي روغتیايي وضعیت ښه نهدی، هغه درې ورځې وړاندې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې، خو وروسته بېرته زندان ته اچول شوې ده.
د بشري حقونو فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ۴۶ کلن وکیل او د بشري حقونو مدافع خسرو علي کورددي په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې ونیول شوه.