• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

د اسلام اباد چاودنې د پیښې ځینې اړخونه

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

اسلام اباد کې پر جومات د چاودنې او بلوچستان بریدونه د منځني ختیځ په تړاو د پاکستان ډیپلوماسي ګواښي، ځکه پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي تړون لري او د خلیج له نورو هېوادونو سره هم د پوځي همکاریو په اړه خبرې کوي، چې پاکستانی پوځ به د خلیج هېوادونه له بهرنیو بریدونو ساتي.

د فبرورۍ په شپږمه نېټه د جمعې په ورځ، په اسلام اباد کې د اهل تشیع په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال یو ځانمرګي تروریستي برید وشو، چې پکې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او په شلګونو نور ټپیان شول.

د یوې مطبوعاتي اعلامیې له لارې داعش خراسان د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست او د ځانمرګي بریدګر نوم یې سیف الله انصاري ښود. هغه د پېښور اوسیدونکی و.

پاکستاني پولیسو او استخباراتو ډېر ژر د ځانمرګي ترهګر د کورنۍ غړي او همکاران هم کشف کړل، او په نوښار کې یې له لنډې وسله والې نښتې وروسته هغوی ونیول.

د اسلام اباد تروریستي برید په داسې حساس وخت کې وشو، چې د ازبکستان ولسمشر پاکستان ته د یوه رسمي سفر پر مهال په پلازمېنه کې موجود و.

په پاکستاني رسنیو کې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د ځانمرګي ترهګر اصلي هدف د ازبکستان او پاکستان د مشرانو غونډه وه، خو د پاکستان رسمي دولتي سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.

په پاکستان کې اوس معمول ګرځېدلی، چې د هر تروریستي برید څه ناڅه تړاو د افغانستان سره ښودل کېږي. ادعا کېږي چې په ټولو تروریستي پېښو کې د افغانانو لاس دی او ګواکې افغانان او هنديان په ګډه د تخریبي عملیاتو لپاره کار کوي.

که څه هم د اسلام اباد برید ځانمرګي بریدګر د پېښور اوسېدونکی و، خو څېړونکو څرګنده کړې چې سیف الله څه وخت وړاندې افغانستان ته سفر کړی و. د دې غیر مستقیم مطلب دا دی چې ګواکې د اسلام اباد برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.

په ترورستي فعالیتونو کې د طالبانو ککړتیا او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نړیوالو تروریستي شبکو موجودیت هیڅ شک نه لري او ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو موسسو دا په وار وار تایید کړې ده. خو کله چې خبره داعش ته راځي، د دې سازمان د پاکستان په مختلفو سیمو کې موجودیت په اړه ډېر ځله خبرونه خپاره شوي دي.

د پاکستان امنیتي موسسو په تېرو څو کلونو کې څو ځله د داعش لوړپوړي غړي په پاکستان کې نیولي او امریکا، ترکیې او نورو هېوادونو ته یې سپارلي، لکه څنګه چې د القاعدې غړي نیول شوي دي.

نو د طالبانو په څېر، پاکستان هم په دغسې فعالیتونو کې بوخت پاتې شوي دي. پاکستان کې د تروریزم د اوږدې مودې شتون او د امنیتي ادارو دوه مخیز سیاستونه هم څرګند دي.

په اسلام اباد کې دغه تازه چاودنه به د پاکستان پر سیاست، اقتصاد او نړیوال پرستیژ ته مهم اغېز ولري. د پاکستان پوځي او سیاسي مشرانو په تېرو دوه کلونو کې په تکرار ویلي، چې دوی غواړي پاکستان په ځواکمن، کلک او مضبوط مملکت بدل کړي.

په ځانګړې توګه تیر کال د مې په میاشت کې د هند سره د الوتکو او توغندیو په لنډو نښتو کې د بریا ادعا وشوه، خو په بلوچستان او پښتونخوا کې د پراخو وینې تویوونکو جګړو دوام د دغو ادعاوو پر وړاندې د واقعیت څرګندونه کوي.

وروستۍ بېلګه یې لږې ورځې وړاندې د بلوچ بیلتون غوښتونکو له خوا په دیارلسو ضلعو کې شوي پراخ پوځي عملیات او بریدونه دي. بلوچستان د قیمتي معدنونو خاوره ده، نو په داسې ناامنه شرایطو کې به بهرنیان څنګه په بلوچستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي؟

همدا راز شرایط په پښتونخوا کې هم موجود دي، چې تحریک طالبان پاکستان هره ورځ په بریدونو کې عام خلک، پولیس او پوځیان وژني ځکه چې پوځ د ټي ټي پي پر ضد عملیات کوي، زرګونه کورنۍ د خیبر د تیرا او د کورمې د منځنۍ سیمې څخه کډه کولو ته اړې شوي دي.

خو د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د جمعې د ورځې چاودنې د امنیت د تامین او ترهګرو پر وړاندې د ماتو ورکولو په اړه د دولت ادعاوې غلطې ثابتوي.

دغه امنیتي چیلنج د منځني ختیځ لپاره د پاکستان د ډیپلوماسۍ لپاره هم ستونزې رامنځته کوي، ځکه پاکستان د سعودي عربستان سره دفاعي تړون لري او د خلیج د نورو هېوادونو سره هم د پوځي همکاریو په اړه خبرې کوي، چې پاکستانی پوځ به د خلیج هېوادونه د بهرنیو بریدونو نه ساتي.

خو که یو هېواد خپله پلازمینه د ترهګرو بریدونو نه ونه ساتي، نور هېوادونه به یې څنګه وساتي؟

د پاکستان او سیمې سیاست پوهان وايي، د ترهګرۍ ستونزې تر ټولو مهم لامل د پاکستان د دولت اوږدمهاله سیاستونه دي.

په پاکستان کې د تعلیمي نظام نصابونه د جنرال ضیا الحق د دیکتاتورۍ د دورې نه د افراطی موادو نه ډک شوي دي.

د کال ۱۹۸۰ او وروسته جوړېدونکو دیني مدرسو کې هم د افراطیت د تولید لپاره ذهنونه وینځل شوي دي. په پاکستان کې له غیر دولتي سازمانونو سره تړلي سلګونه زره کسان د ترهګرۍ او جګړه مارۍ روزنه اخلي.

په افغانستان کې د تېرو ۴۵ کلونو جګړو کې هم دغه عناصر جنګیدلي دي. پاکستان تر اوسه دغه پالیسۍ په قاطع ډول نه دي بدلې کړې او د نړیوالو قدرتونو له ګټو د برخمنېدو لپاره افراطی عناصر صادروي، نو ځکه د جګړې اور دوام لري.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د تهران سیاسي محاسبه؛ د ایران له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل څه بدلولی شي؟

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
د تهران سیاسي محاسبه؛ د ایران له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل څه بدلولی شي؟
100%

ایران له امریکا سره د کړکېچ په ترڅ کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې تکل کړی. په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست وایي: «هېڅ خنډ نه شته» او تهران ډېر ژر پرېکړه اعلانوي. د دواړو لوریو پراخې اپرایتفي اړیکې، سیاسي نږدېوالی او پرله‌پسې لیدنې ښيي چې دا به د رسمیت یو نوی پړاو وي.

خو اصلي پوښتنه دا ده: که ایران د طالبانو حکومت په رسمیت ومني، پټ قیمت یې څوک پرې کوي؟

ځواب ډېر روښانه دی: افغانان.

ایران او امریکا په سیمه کې د پراخ کړکېچ په حالت کې دي، له عراقه تر سوریې، له یمنه تر هرمز پورې د دواړو لوري ټکرونه دوام لري. د ایران لپاره طالبان د یوه فرصت په توګه مطرح کېږي؛ یو حکومت چې پېچلي نړۍوال شرایط لري، منزوی دی او د هر ډول سیمه‌يیز ملاتړ تږی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي څو ځله کابل ته سفر کړی او ټینګار یې کړی چې ایران غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي، که څه هم طالبانو ته یې تر اوسه رسمي رسمیت نه دی ورکړی.
خو د ایران چارواکو تل ویلي چې له طالبانو سره تعامل “مهم” دی، حتا هغه مهال چې د رسمیت خبره ردوي.

د دې سفرونو او خبرو اترو لړۍ د یوې لویې پریکړې لپاره زمینه برابروي: رسمیت پېژندنه.

که ایران طالبان په رسمیت وپېژني، دا به طالبانو ته یوه ستره سیاسي بریا وي، خو افغان ولس ته به درانه زیانونه ورسوي.

لومړی، سیمه ییز فشارونه چې د ښځو د زده کړو د بندیز، د بیان پر محدودیتونو او د خلکو پر سرغړونو پورې تړلي دي، د طالبانو د رسمیت نه‌پېژندلو پر بنسټ ولاړ دي. هغه هېوادونه چې رسمیت ورکوي، دا فشار کموي.

ایران به طالبانو ته دا پیغام ورسوي:
“ورو - ورو نړۍوال فشار کمېږي، خپلې لایحې په ارام عملي کړئ.”
دویم، ایران چې تر درې میلیونه ډېر افغان کډوال لري، مخکې هم د جبري شړلو، اعدامونو او سختو محدودیتونو تور پرې لګېدلی. که طالبان رسمي شي، تهران به خپل فشار لا زیات کړي، ځکه طالبان به د خپلو خلکو د دفاع لپاره د ایران مخې ته کمزوري او محتاج وي.

نړۍوال عکس‌العمل

ایران او امریکا د سیمه‌يیزو او نړۍوالو شخړو په اوج کې دي. که ایران طالبان په رسمیت وپېژني، امریکا به دا چاره یو سیاسي چلنج وبولي او د طالبانو پر وړاندې به خپل دریځ لا سخت کړي.

په اوسني حالت کې هم نړۍوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د ۲۰۲۵ تر نیمایي پورې یوازې روسیې په رسمیت پېژندلي وو.

ایران که طالبانو ته رسمیت ورکړي، د لویدیځ عکس‌العمل به ډېر چټک وي او بشري مرستې به نورې هم محدودې کړي، پر طالبانو د نویو بندیزونو امکان به لا زیات شي، د ملګرو ملتونو نظارت به لا سخت شي، اروپا او امریکا به پر نورو هېوادونو فشار زیات کړي چې طالبانو ته مشروعیت ورنه کړي.

که په ساده ژبه یې ووایو، طالبان سیاسي امتیاز ترلاسه کوي، خو افغان ولس د لوږې، بې‌وزلۍ او اقتصادي سقوط بیه پرې کوي.

ایران څه غواړي؟

ایران نه غواړي چې د امریکا نفوذ بېرته افغانستان ته په غیر مستقیم ډول ستون شي. طالبان د ایران لپاره د یو “بفر زون” په توګه کار ورکولی شي، داسې ځواک چې امریکا ورسره په ښکاره ډول په نسبي ټکر کې ده او د تهران د سیمه‌يیزو محاسبو لپاره ګټوره ډله ده.

د ایران اقتصاد تر بندیزونو لاندې دی. که څه هم له طالبانو سره د غیرډېپلوماتیک عرف په اساس سوداګریزې اړیکې لري، خو د طالبانو په رسمیت پېژندل د ایران لپاره یوه تازه سوداګریزه رسمي دروازه پرانیزي، چې له مخې به د ایران تېل، غنم، انرژي، درمل او ټرانزیټ لپاره رسمي اسانتیا رامنځته شي.

یوه بله حساسه مساله دا ده چې ایران په منځني ختیځ کې تر سختو سیاسي فشارونو لاندې دی او افغانستان هغه ځای دی چې تهران کولی شي خپل نفوذ بېرته احیا کړي.

طالبانو ته د ایران رسمیت یو مهم سیاسي ډال دی، دویم هېواد چې رسماً یې مني. دا به طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې دوی په سیمه‌ییزه کچه د قبولېدو په حال کې دي.

خو ستونزه دا ده، چې په نړۍواله کچه به طالبان لا زیات منزوي شي او د ایران رسمیت پېژندل ښايي د نړۍوالو د لا زیاتې فاصلې سبب شي.

هغه هېوادونه چې د بشري حقونو، د ښځو بندیزونو او د ترهګرۍ د خطر له کبله د طالبانو مخالف دي، دا ګام به د هغوی د سخت دریځه دریځ ملاتړ وکړي.

نتیجه:
لنډمهاله مشروعیت خو اوږدمهاله انزوا.

په بلوچستان کې نښتې؛ د بلوڅ بېلتون‌پالو په اړه څومره پوهېږو؟

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰
•
خبرخونه
په بلوچستان کې نښتې؛ د بلوڅ بېلتون‌پالو په اړه څومره پوهېږو؟
100%

بلوچستان د پاکستان د سوېل تر ټولو لوی ایالت دی او د دغه هېواد شاوخوا ۴۴ سلنه خاوره جوړوي. د دې سیمې نفوس له ۱۵ میلیونو کم دی. بلوچستان د طبیعي زېرمو له پلوه بډایه دی؛ د سرو زرو، مسو، ګاز، سکرو او نورو ارزښتناکو توکو کانونه لري خو له دغو شتمنیو سره سره خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

بلوڅ یاغیان د مرګونو او خونړیو بریدونو له امله د پاکستان د پوځ لپاره په یوه ستره ستونزه بدل شوي دي. تېره اونۍ، د بلوڅ بېلتون‌پالو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۸ کسان ووژل شول او ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

په دې مقاله کې لوستلای شئ چې د بلوچستان بېلتون‌پال څوک دي؟ د دوی نارضایتي څنګه رامنځته شوه؟ کومې ډلې او تشکیلات لرياو د هغوی موخې او غوښتنې څه دي.

په بلوچستان کې لومړنی پاڅون

د پاکستان له جوړېدو وړاندې په ۱۹۴۷ کال کې دا سیمه د «کلات» په نوم یو خپلواک دولت و، چې واکمن یې خان احمد یار خان و.

کله چې برېتانیا له هند څخه ووتله، خان احمد یار خان د خپلواکۍ اعلان وکړ او کلات د یو کال لپاره په خپلواکه توګه اداره کېده. خو په ۱۹۴۸ کال کې دا سیمه له پاکستان سره یوځای شوه. د پاکستان د حکومت مخالفین دا الحاق جبري بولي او وایي چې د کلات خان د پوځ تر فشار لاندې د تړون لاسلیک ته اړ شو، خو د پاکستان حکومت وايي چې دا الحاق په خپله خوښه او له محمد علي جناح سره له خبرو اترو وروسته شوی دی.

شهزاده عبدالکریم، چې د کلات د خان کشر ورور و، د خپل ورور دا پرېکړه ونه منله او غرونو ته ولاړ. هغه وسله‌واله مبارزه پیل کړه او دا د پاکستان پر ضد د بلوڅانو لومړنی وسله‌وال پاڅون و. عبدالکریم په ۱۹۵۰ کال کې تسلیم شو.

د کلات خان میراحمد خان له محمد علي جناح سره، ۱۹۴۸ کال
100%
د کلات خان میراحمد خان له محمد علي جناح سره، ۱۹۴۸ کال

په ۱۹۷۰ کال کېپاکستان د کلات سیمې او د بلوچستان پښتون‌میشتي سیمې سره یوځای کړې او یو واحد ایالت یې ترې جوړ کړ.

په بلوچستان کې سیاسي او ټولنیزه نارضایتي له همغه پیل څخه موجوده وه او په راتلونکو لسیزو کې یې د مدني نافرمانۍ بڼه خپله کړه. په تېرو څو لسیزو کې دا نارضایتي په وسله‌والو پاڅونونو او د بېلتون‌پالو ډلو په رامنځته کېدو بدله شوې ده.

له سیاست څخه د وسله‌والې جګړې پر لور د بلوڅانو یون

بلوڅانو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې تر ډېره سیاسي او سوله‌ییزه لاره تعقیبوله. د بلوڅانو ډېر سیاستوال د عوامي ملي ګوند غړي وو. دا یو ملتپال او کیڼ اړخی ایتلاف و چې بلوڅان او پښتانه پکې شامل وو. میرغوث‌بخش بزنجو، سردار عطاالله مینګل، نواب خیر‌بخش مري، ګل‌خان نصیر، عبدالواحد کُرد او عبدالحی بلوچ په دې ګوند کې فعال وو.

په ۲۰۰۶ کال کې نواب اکبرخان بګټي،چې یو بلوڅ ملتپال مشر و، د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو. هغه پخوا پر دولتي دندو کار کړی و، خو د ژوند په وروستیو کلونو کې د حکومت مخالف شوی و. د شنونکو په وینا، د هغه وژل کېدل د پاڅونونو د سختېدو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شول. همغه کال، بالاچ مري، چې د خیر‌بخش مري زوی و، هم د پاکستان پوځ وواژه. دغو پېښو د بلوڅانو وسله‌وال مقاومت نوي پړاو ته بوت.

پخوانی سناتور او شنونکی افراسیاب خټک په دې باور دی، چې د پاکستان د دولت په جوړښت کې د پوځ نفوذ او هغه څه چې دی یې «د سیاسي نظام پنجابي کېدل» بولي، ځینې بلوڅ وسله‌وال فعالیت ته هڅولي دي. د هغه په وینا، د پاکستان پوځ بلوڅ او پښتون ملتپالان د ځان لپاره ګواښ ګڼي او هڅه کوي د هغوی نفوذ محدود کړي.

له بلې خوا، د پاکستان دولت او پوځ د قومي ځپنې یا په سیاست کې د پوځ د مداخلې تورونه ردوي. رسمي چارواکي وايي چې د بلوڅانو وسله‌وال فعالیتونه او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې د دغه هېواد لپاره امنیتي ګواښ دی او حکومت یې له قانوني او امنیتي لارو پر ضد اقدام کوي.

په ټوله کې، که څه هم د بلوڅ شنونکو او د پاکستان د رسمي سرچینو لیدلوري سره توپیر لري، خو حقیقت دا دی چې له سیاسي فعالیت څخه وسله‌وال پاڅون ته د بلوڅانو حرکت د ګڼو عواملو تر اغېز لاندې دی، چې کورنی سیاست، امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز بدلونونه پکې شامل دي.

میر غوث بزنجو د نشنل عوامي ګوند غونډې ته وینا کوي. دغه مهال بلوڅان د اې این پي برخه وو
100%
میر غوث بزنجو د نشنل عوامي ګوند غونډې ته وینا کوي. دغه مهال بلوڅان د اې این پي برخه وو

مختلفې ډلې د بلوڅانو د وسله والې جګړې مشري کوي

بلوڅان د پاکستان د حکومت پر ضد یو واحد او منسجم وسله‌وال مخالف ګروپ نه دی. د هغوی د وسله‌والو ځواکونو جوړښت پېچلی او متحرک دیاو د وخت په تېرېدو سره بېلابېلې ډلې رامنځته شوې، سره یوځای شوې او ځینې وخت بېرته له منځه تللې دي.

ځینې شنونکي چې د بلوچستان وضعیت له نږدې څاري، وايي چې بلوڅ یاغیان په شپږو ډلو وېشل کېږي. دا ډلې تر ډېره ورته هدفونه لري او د خپلو وسله‌والو فعالیتونو د توجیه لپاره له ورته ادبیاتو کار اخلي: «د خپلواکۍ ترلاسه کول او پر خپلو سرچینو او خاوره واکمنېدل».

د سیمې د چارو شنونکیافراسیاب خټکوایي: «له مهمو فعالو وسله‌والو ډلو څخه د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA)، د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) او جمهوري‌پال ساتونکي یادولای شو».

شخړې څنګه زیاتې شوې؟

د ۱۹۷۰یمو کلونو دوره په بلوچستان کې د محدود وسله‌وال مقاومت پیل و. خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د ۲۰۰۰مو کلونو په ترڅ کېد یوې اغیزناکې وسله‌والې بېلتون‌پالې ډلې په توګه راڅرګند شو چې د بلوڅ وسله‌وال غورځنګ له بېلابېلو څانګو جوړ شوی.

د «بلوچستان د ازادۍ پوځ» وروسته پر څو څانګو ووېشل شو. یوه څانګه د هربیار مري تر مشرتابه لاندې وه، چې په بریتانیا کې اوسېږي. د بلې څانګې مشري اسلم اچو کوله، چې په ۲۰۱۸ کال کې په کندهار کې ووژل شو. دغه راز، د ځانمرګو بریدونو کنډک «مجید بریګېډ» د بلوچستان د ازادۍ پوځ سره تړاو لري او د دې ډلې له مهمو عملیاتي برخو ګڼل کېږي.

«د بلوچستان د ازادۍ پوځ» د پاکستان لپاره یو جدي امنیتي ګواښ بلل کېږي. دا ډله او څو نورې بلوڅ وسله‌والې ډلې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل شوې دي.

د تېرو اونیو همغږي بریدونه، چې څو ښارونه یې د لنډ وخت لپاره ولړزول، تر ډېره د همدې ډلې له خوا شوي وو.

ځینې څارونکي او شنونکي وایي چې په وروستیو کلونو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دغو ډلو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده. د دوی په باور، د طالبانو بري د بلوڅ وسله‌والو مبارزو ته نوې روحيه ورکړې او دا تصور یې پیاوړی کړی چې بدلون شونی دی.

د شنونکو په وینا، که څه هم دا ډلې جلا جلا فعالیت کوي، خو ګډ هدف یې «خپلواکي» ده.

د بېلتون‌پالو مشران او تشکیلات

بالاچ مري د بلوچستان د ازادۍ پوځ له لومړنیو مشرانو څخه و، چې په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شو. تر هغه وروسته اسلم بلوچ تر ۲۰۱۸ پورې ددې ډلې مشري پر غاړه درلوده او وروسته بشیر زیب د دې ډلې مشر شو.

اسلم بلوچ، چې د بالاچ مري له وژل کېدو وروسته یې د ډلې مشري پرغاړه واخېسته
100%
اسلم بلوچ، چې د بالاچ مري له وژل کېدو وروسته یې د ډلې مشري پرغاړه واخېسته

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بلوچستان ایالت او د کویټې، ګوادر، نوشکي او مکران په څېر سیمو کې فعال دی. دې ډلې څو ځله د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، د اورګاډي پر پټلیو او اقتصادي پروژو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ مهم واحدونه:

  • مجید بریګېډ: د ځانمرګو بریدونو مسوولیت لري او د دې ډلې تر ټولو پېژندل شوی واحد دی.
  • فاتح واحد: د ځانګړو عملیاتو او چټکو بریدونو لپاره کارول کېږي.
  • د ځانګړو تاکتیکي عملیاتو واحد (STOS): لوړپوړي، هدفمند او پېچلي عملیات کوي.
  • زراب استخباراتي او څار واحد: استخباراتي او څارنیز فعالیتونه پر مخ وړي او د اهدافو په پېژندنه کې مهم رول لري.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ډېرو نورو بلوڅ ډلو لپاره د فکري او تشکیلاتي بنسټ رول لوبوي.

متحده ایالات او بریتانیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

نورې ډلې…

د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF)

دا جبهه د الله‌نظر بلوچ په نوم د یوه ډاکټر تر مشرتابه لاندې ده، چې له پاکستان څخه د بلوچستان د بېلتون لپاره مبارزه کوي. الله‌نظر بلوچ د ۲۰۰۰مې لسیزې له پیله د دې ډلې مشري کوي. دا جبهه په مکران، تُربت او د جنوبي بلوچستان په نورو سیمو کې نفوذ لري.

دا ډله تر ډېره پهغلچکیو جګړو، کمینونو او هدفمندو بریدونو پېژندل کېږي او په جنوب او لوېدیځ بلوچستان کې فعالیت لري.

د بلوڅ جمهوري‌پال ګوند وسله‌واله څانګه

دا څانګه د برهمداغ بګټي تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، چې د نواب اکبر بګټي لمسی دی او د بګټي قبیلې د ځینو غړو ملاتړ لري. دا څانګه په ۲۰۰۶ کال کې د نواب اکبر بګټي تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوه. برهمداغ بګټي دا مهال په سویس کې اوسي، خو د سویس حکومت له وسله‌والو فعالیتونو سره د تړاو له امله د هغه د پناه غوښتنه رد کړې ده.

د بلوچستان د ازادۍ ساتونکي (BLG)

د دې ډلې مشري بختیار دنکي کوي. دا یوڅه کوچنۍ خو فعاله شبکه لري او د نورو ډلو تر څنګ په محدودو سیمو کې عملیات کوي.

متحد بلوڅ پوځ (UBA)

ددې ډلې مشري مهران مري کوي. موخه یې د بلوڅ وسله‌والو بېلابېلو عناصرو یو ځای کول دي او تر ډېره په ځینو غرنیو سیمو کې فعالیت لري.

په وروستیو کلونو کې د کوچنیو او غیرمتمرکزو بلوڅ بېلتون‌پالو ډلو شمېر زیات شوی دی. دا ډلې د مرکزي قوماندانۍ پر ځای د محلي واحدونو له لارې فعالیت کوي.د پاکستان دولت باور لري چې دا ډلې نه یوازې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، بلکې اقتصادي پروژې، د اورګاډي پټلۍ او مهمې زېربناوې هم په نښه کوي.

د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې دا ډلې مشروع سیاسي غورځنګونه نه دي، بلکې په بلوچستان کې د ناامنۍ او مرګ‌ژوبلې عاملین دي.

بلوڅان له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره وسله واله مبارزه کوي
100%
بلوڅان له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره وسله واله مبارزه کوي

له ساده غلچکیو بریدونو تر پېچلو او همغږو عملیاتو

بلوڅ بېلتون‌پال وايي چې هغوی په افغانستان کې د طالبانو له بري او د هغوی له تاکتیکونو الهام اخیستی دی. د چټکو چریکي بریدونو او خرپ او ترپ جګړې پر ځای، اوس منظم، ګډ او پېچلي عملیات کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې بلوڅ ډلو ځانمرګو بریدونو ته هم مخه کړې ده. ان ښځې هم د دغو بریدونو لپاره روزل شوې او څو عملیات یې کړي دي.

د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله، په تېرو څلورو کلونو کېنښتې او بریدونه ډېر شوي دي.په ۲۰۲۵ کال کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بلوچستان د مچ سیمې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برید وکړ.په دغه برید کې سلګونه مسافر، چې له سلو زیات یې پاکستاني پوځیان وو، یرغمل ونیول شول.دې پېښې نه یوازې د سیمې خلک، بلکې د نړۍ عامه افکار هم ځان ته واړول.

برید له ۲۴ ساعتونو زیات دوام وکړ. بلوڅ جنګیالیو په لومړۍ ورځ هغه نارینه خوشې کړل چې له ښځو او ماشومانو سره ملګري وو. تر دې وروسته، د پاکستان پوځ د چورلکو، بې‌پیلوټه الوتکو او ځمکنیو ځواکونو په کارولو سره د بلوڅ وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

سیمه غرنۍ او لرې پرته ده او حکومت خبریالانو ته د پېښې ځای ته د تلو اجازه ورنه کړه. دواړو لوریو د مقابل لوري د ګڼو تلفاتو ادعاوې وکړې، خو خپلواکو سرچینو دا ادعاوې نه دي تایید کړې.

په افغانستان کې د بلوڅانو استوګنه؛ کډوال که د پاکستان پر ضد امنیتي ګواښ؟

د افغانستان او بلوچستان د ګاونډیتوب له امله، دا دواړې سیمې تل له یو بل سره په اړیکو او همکاریو کې پاتې شوې دي.

افغانستان د بلوڅانو لپاره ځانګړی ارزښت لري. د بلوڅانو ډلې په تېرو لسیزو کې افغانستان ته تللې او بېرته راګرځېدلې دي.

په افغانستان کې د بلوڅانو حضور پلویان او مخالفان دواړه لري.پلویان یې وايي چې بلوڅان پر خپلې خاورې د پوځي فشارونو له زیاتېدو سره افغانستان ته «پناه وړي» او د کډوالۍ وړ دي، خو د پاکستان سیاستوال وايي چې افغانستان هغو بېلتون‌پالو ته پناه ور کوي، چې د پاکستان لپاره امنیتي ستونزې جوړوي.

د پولې دواړو غاړو ته د خلکو ترمنځ پر کلتوري او مذهبي یووالي هم سترګې نه شي پټېدای.

دا مهال سلګونه بلوڅ کورنۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د بلوڅانو مېشتېدل یوازې د وروستیو دوو لسیزو موضوع نه ده. هر کله چې د پاکستان پوځ په بلوچستان کې پوځي عملیات زیات کړي، بلوڅان افغانستان ته کډه شوي دي.

تاریخپوهان وايي چې د شپېتمو لمریزو کلونو په لسیزه کې د ډاکتر نجیب‌الله حکومت له بلوڅ بېلتون‌پالو څخه تر بل هر وخت زیات ملاتړ کاوه. په دې ملاتړ کې د اوسېدو اجازه، د تګ راتګ اسانتیاوې او نسبي زغم شامل و.

بلوڅ جنګیالیو په دې وروستیو کې خپل بریدونه د پاکستان پر امنیتي تاسیساتو او پوځي کاروانونو متمرکز کړي دي.
100%
بلوڅ جنګیالیو په دې وروستیو کې خپل بریدونه د پاکستان پر امنیتي تاسیساتو او پوځي کاروانونو متمرکز کړي دي.

د پاکستان د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیرجان اڅکزي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهالد بلوڅ بېلتون‌پالو مشر برهمداغ بګټي په کابل او کندهار کې په ازاد ډول فعالیت کاوه. د اڅکزي په وینا، «کرزي دا موضوع امریکايي چارواکو ته ومنله، خو هېڅ اقدام یې ونه کړ».

د بلوڅانو یوه جنګیالي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دوی مشرانو د طالبانو له تجربې الهام اخیستی دی.

د طالبانو مشران په ۲۰۱۴ کال کې د خپلو ځواکونو د مورال لوړولو لپاره پخپله د جګړې کرښې ته تلل او ان ځینو یې خپل اولادونه په ځانمرګو عملیاتو کې شامل کړل. دغه جنګیالي زیاته کړه: «زموږ مشرانو هم همدا لاره خپله کړه. د ځواکونو د هڅونې او روحیې لپاره خپله بېرته بلوچستان ته ستانه شول».

له اسلام‌اباد سره د اشرف غني د تړون پر وړاندې د بلوڅانو نارضایتي

د بلوڅ بېلتون‌پالو غورځنګونو ځینې غړي باور لري چې د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ امنیتي تړون د دوی په زیان تمام شوی او په افغانستان کې یې مهم مشران په نښه شوي دي. دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

دوی وايي چې د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال، شاوخوا ۱۵ بلوڅان په کندهار او نورو سیمو کې د بریدونو ښکار شول. په هغوی کې اسلم مري، ګلبهار او د هغه زامن، او عبدالنبي بنګلزی شامل دي چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو کې ووژل شول. بلوڅ سرچینې وايي، دا بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا شوي، خو هېڅ وسله‌والې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان د حکومت مخالفان وايي چې یو شمېر بلوڅ فعالان د افغانستان د حکومت له خوا هم نیول شوي وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته خوشې شول.

د طالبانو له بیا راتګ وروسته، د بلوڅ فعالانو هدفمندو وژنو دوام وکړ چې په کابل ښار کې د عبدالرزاق بلوچ او مشتاق کوهي ترورونه پکې شامل دي. د دې وژنو د عاملانو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د هند او افغان طالبانو د ملاتړ تورونه

پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې د بلوڅ بېلتون‌پالو او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ته یې، چې ددوی په وینا، له افغانستان نه پر پاکستان بریدونه کوي، خوندي پټنځایونه ورکړي دي. پاکستان باور لري چې طالبانو د دغو ډلو د مهارولو لپاره «اغیزناک او تصدیق وړ اقدامات» نه دي کړي او دا چاره د پاکستان امنیت ګواښي.خو بلوڅ غورځنګونه وايي چې طالبان ورسره همکاري نه کوي.

100%

د مسافر وړونکي اورګاډي د نږدې ۴۰۰ کسانو له یرغمل کېدو او د پاکستاني امنیتي ځواکونو د یو شمېر غړو تر وژل کېدو وروسته، د پاکستان د پوځ ویاند په رسمي ډول افغان طالبان د بلوڅ وسله‌والو په ملاتړ تورن کړل او ویې ویل چې هغوی ته خوندي پټنځایونه ورکول کېږي. طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هېڅ بلوڅ وسله‌وال نشته او له طالبانو سره اړیکه نه لري.

پاکستان همداراز هند د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ملاتړ په تور تورنوي، خو هند دا ادعا رد کړې ده.

د بشري حقونو سرغړونې

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر د ۱۱مې د راپور له مخې، ۳۹ کلن بلوڅ ملت‌پال فعال عبدالغفار لانګوله خپلې مېرمنې سره د کراچۍ له یوه روغتون څخه ووت، خو له دوو سپینو ټویوټا وانت موټرو سره مخ شو.شاوخوا لس تنه په ملکي جامو کې هغوی ته ورنږدې شول. له هغوی څخه یوه د تومانچې په ګوزار لانګو وواهه او هغه بې سده شو.

وروسته هغه موټر ته واچول شو او له ځان سره یې یووړ.

د عبدالغفار کورنۍ د شکایت د ثبت لپاره پولیسو ته ولاړه. پولیسو وویل چې لانګو د سیاسي فعالیتونو له امله نیول شوی، خو دا یې ونه ویل چې په کوم تور او چېرته بندي دی.

د ۲۰۱۱ کال د جولای په لومړۍ نېټه، د لانګو جسد د بلوچستان په یوه متروکه هوټل کې وموندل شو. ځایي پولیسو اعلان وکړ چې د هغه پر جسد د سختې او وحشیانه شکنجې ګڼې نښې لیدل کېږي.دا قضیه د بلوچستان د یوې عامې او تورې پدیدې بېلګه ده: جبري ورکاوی.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې دولتي چارواکي یا د هغوی استازي خلک نیسي او بیا د هغوی د برخلیک په اړه له معلوماتو انکار کوي.جبري ورکاوی د قربانیانو کورنۍ کلونه او ان لسیزې په کړاو کې ساتي. د نړیوالو قوانینو له مخې، «ورکاوی» تر هغه وخته چې کورنیو ته معلومات ورنه کړل شي، یو «دوامدار جرم» ګڼل کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې بلوڅ وسله‌والې ډلې هم د ډېرو هدفمندو وژنو مسوولې دي، چې د ښوونکو او نورو تعلیمي فعالانو وژنې پکې شاملې دي. دغه نړیوال سازمان ویلي چې وسله‌والو ډلو په وروستیو کلونو کې پر ملکي وګړو، غیر بلوڅ سوداګریزو مرکزونو او همدارنګه د ګاز او انرژۍ پر زېربناوو بریدونه کړي دي.

د ماهرنګ بلوچ په مشرۍ د بلوڅ پیوستون کمېټه د لادرکه شویو کسانو د برخلیک په تړاو سوله ییز لاریونونه کوي
100%
د ماهرنګ بلوچ په مشرۍ د بلوڅ پیوستون کمېټه د لادرکه شویو کسانو د برخلیک په تړاو سوله ییز لاریونونه کوي

د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د جبري ورکاوي لسګونه پېښې ثبت کړې، چې تر ننه دوام لري. یاد سازمان هغه مهال لیکلي وو چې د پاکستان امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول ای‌اېس‌ای، هغه قومي بلوڅان په نښه کوي چې له بلوڅ ملت‌پال غورځنګ سره د تړاو شک پرې کېږي.

هدفمندې وژنې او وسله‌وال تاوتریخوالی، شکنجه او په توقیف‌ځایونو کې ناوړه چلند، د بیان ازادۍ او سیاسي فعالیت محدودول، د اقتصادي او ټولنیزو حقونو سرغړونه، قبیلوي ځورونه، نژادي تبعیض او خپل‌سرې نیونې په بلوچستان کې د بشري حقونو نورې ستونزې دي.

ښځې او د مدني غورځنګونو مشري

په پاکستان کې د بلوڅانو مدني غورځنګونه تر ډېره د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو حقونو او د جبري ورکاوي او دولتي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د عدالت پر محور راڅرخي. دا غورځنګونه ډېری غیر وسله‌وال او مدني دي او موخې یې سیاسي اصلاحات، د سرچینو د مدیریت شفافیت او د سیاسي ځپنې پای ته رسول دي.

د بلوڅ پیوستون کمېټه، د بشري حقونو او مدني غورځنګونه او د محصلینو او ځوانانو حرکتونه په بلوچستان کې له مهمو مدني خوځښتونو دي.

افراسیاب خټکوايي چې د پاکستان د دولت د نابرابر چلند له امله، د لادرکه کړای شویو ځوانانو میندې، خويندې او ښځې میدان ته راوتلې دي. زرګونه ښځې د «بلوڅ پیوستون کمېټې» تر چتر لاندې، چې مشري یې ماهرنګ بلوچ کوي، په زړورتیا په لاریونونو کې ګډون کوي او سلګونه زره بلوڅان له دې خوځښت سره مل دي.

دا د بلوڅانو په تاریخ کې تر ټولو لوی ولسي پاڅون دی. لکه کردان، بلوڅ ښځې هم په پراخه کچه په ملي او ولسي مبارزو کې ګډون لري.

د بلوچستان مدني غورځنګ پېژندل شوې څېرې هم لري. ماهرنګ بلوچ د بشري حقونو فعاله او په پاکستان کې د بلوڅو د مدني غورځنګونو مخکښه غړې ده، چې په ځانګړي ډول د جبري ورکاوي او دولتي تاوتریخوالي د قربانیانو د کورنیو د حقونو د دفاع له امله مشهوره ده.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان راپورونه ماهرنګ بلوچ د بلوڅانو د سوله‌ییزو اعتراضونو له مشرانو ګڼي، چې له هغې ډلې د اوږده بلوڅ لاریون تنظیمول هم پکې شامل دي. ددغه لاریون موخه په بلوچستان کې د خپلسرو وژنو او جبري ورکاویو پر وړاندې د نړیوالو پام رااړول وو.

منځنۍ اسیا د خطر په درشل کې؛ داعش خراسان او د روسیې نوې محاسبه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
منځنۍ اسیا د خطر په درشل کې؛ داعش خراسان او د روسیې نوې محاسبه
100%

روسیې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. په مسکو کې د تمې فضا غالبه وه او داسې انګېرل کېده، چې د افغانستان له لوري به منځنۍ اسیا ته امنیتي ګواښونه کم شي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تازه څرګندونې ښيي، چې دا محاسبه تر ډېره ناسمه ثابته شوې ده.

لاوروف خبرداری ورکوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د توندلارو ډلو فعالیتونه زیات شوي او ترهګري لا هم د سیمې امنیت ته یوه جدي او پراخېدونکې ننګونه ده. هغه وایي، ترهګري لا هم د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی او دا مهال د افغانستان دننه او شاوخوا سیمو کې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي، چې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

لاوروف د بریکس له ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د منځني ختیځ په ګډون د اسیا په ځینو برخو کې هم دا ګواښ موجود دی، له همدې امله د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د بریکس لپاره مهم لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړې: « ترهګریزې پېښې په افغانستان او شاوخوا سیمو او دغه راز د هند او پاکستان، هند او افغانستان او پاکستان او افغانستان ترمنځ سیمو کې تر سترګو کېږي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د بریکس هېوادونه په ځانګړي ډول هند چې د بریکس مشري پر غاړه لري، ترهګرۍ ضد مبارزې ته جدي پاملرنه کوي او دا موضوع د دې سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغه وویل، مسکو او نوې ډیلي په ګډه هڅه کوي چې د دې ستونزو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ترهګرۍ ضد نړۍوال کنوانسیون تصویب ته لاره هواره کړي.

داعش خراسان د یو نړۍوال خطر په توګه

له ټولو ډلو څخه چې د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري، داعش خراسان تر ټولو خطرناکه ګڼل کېږي. دا ډله نه یوازې په افغانستان کې حضور لري، بلکې د یوې نړۍوالې شبکې په توګه یې فعالیتونه له پاکستان څخه تر ایران، له منځنۍ اسیا تر اروپا او ان تر مسکو پورې غځېدلي دي.

منځنۍ اسیا او مسکو ته د خطر په توګه د داعش په نوي تعریف کې باید لاندې درې مسایل په پام کې ونیول شي:

  • په ۲۰۲۲ کال کې داعش خراسان د افغانستان له خاورې پر ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه ترسره کړل.
  • په دې ډله کې د تاجکستان او ازبکستان زیات شمېر وګړي شامل دي.
  • په ۲۰۲۴ کال کې په مسکو کې خونړی برید چې لسګونه کسان په‌کې ووژل شول، د همدې ډلې کار بلل شوی و.

یاد بریدونه او په داعش ډله کې ښکېل تاجک او ازبک جنګیالي روسیې ته یو واضیح پیغام و: د افغانستان په بدلېدونکي امنیتي وضعیت کې داعش خراسان یو سیمه‌ییز ګواښ نه دی پاتې، بلکې په مستقیم ډول د روسیې د کورني امنیت لپاره ستر خطر ګرځېدلی دی.

داعش خراسان یوازې په وسله‌وال فعالیت متمرکز نه دی. دا ډله یوه پرمختللې تبلیغاتي شبکه لري چې د روسي، تاجکي او ازبکي ژبو ځانګړې څانګې پرمخ وړي. هدف یې د منځنۍ اسیا وګړي دي، هغه کسان چې وروسته په روسیه کې د کار او ژوند لپاره مېشت دي او هدف ګرځول یې اسانه دي.

نړۍوال څارونکي وایي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شویو وسلو ته داعش خراسان لاسرسی پیدا کړی، چې د دغې ډلې د بریدونو وړتیا یې لا زیاته کړې ده.

طالبان: ادعاوې او واقعیت

که څه هم طالبان ټینګار کوي، چې داعش خراسان په پاکستان کې فعاله ده او دوی یې په افغانستان کې د فعالیت مخه نیسي. خو بېلابېل شواهد ښيي، چې داعش خراسان په افغانستان کې هم پراخ حضور لري او په تېرو څلورو کلونو کې یې مرګوني بریدونه کړي دي.

له همدې امله د طالبانو ادعاوې د سیمې له امنیتي واقعیتونو سره په ټکر کې ښکاري.

تازه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیتي پېښو، وسله‌والو نښتو او جرمي فعالیتونو کچه لوړه شوې، خو دوشنبه او طالبان پر ګډه پوله د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره ګډ کار کوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین په پلازمېنې دوشنبه کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغه وضعیت له امله د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي همغږۍ اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.

د هغه په وینا، د دواړو لوریو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همکاري روانه ده، څو د سرحدي سرغړونو او ناامنۍ مخه ونیول شي.

نوموړي وویل، چې طالب چارواکو د تاجکستان اندېښنې درک کړې دي او ژمنه یې کړې، چې د سرحدي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي او د هرې پېښې په اړه به جدي څېړنې وشي.

جماعت انصارالله؛ د تاجکستان لپاره دویم تړلی خطر

د داعش ترڅنګ په افغانستان کې د تاجکستان لپاره یوه بله کوچنۍ خو خطرناکه ډله جماعت انصارالله هم فعاله ده. ښايي دا ډله د کمیت له اړخه غښتلې نه وي، خو په سرحدي سیمو کې یې فعالیت د پام وړ دی.
دا ډله چې له پخوانیو تاجک توندلارو شبکو سره تړاو لري، د افغانستان د شمال له هغو سیمو څخه فعالیت کوي، چې د تاجکستان پولې ته نږدې دي.

دوشنبه دا ډله د خپل ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼي او له همدې کبله یې له مسکو سره امنیتي همکاریو ته نوی ارزښت ورکړی دی.

خو اساسي پوښتنه دا ده، په داسې حال کې چې روسیه له یوې خوا طالبان په رسمیت پېژني او له بله خوا اندېښنې ښیي، اصلي علت یې څه دی؟

په تبلیغاتي او ستراتیژیکه کچه داعش خراسان د روسیې پر ضد د بریدونو غږ کوي او د منځنۍ اسیا وګړي د جګړې د نوې جبهې د سرتېرو په توګه کاروي.

په څو بریدونو کې د تاجکستان او ازبکستان وګړي ښکېل وو، چې دا د روسیې کورني امنیت ته یو نوی پېچلی ابعاد ورکوي.

تاجکستان او ازبکستان د خطر په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، خو د هغوی د پوله‌ساتنې سیسټمونه د سخت‌دریځو ډلو د احتمالي نفوذ پر وړاندې کمزوري دي. دا کمزوري روسیې ته مستقیم امنیتي تشویشونه پیدا کوي.

نړۍوال څارونکي وایي، چې افغانستان د ظاهري ثبات تر شا په یو ژور امنیتي بحران کې ښکېل دی، داعش خراسان ورځ تر بلې پیاوړې کېږي، القاعده خپلې شبکې بیا غښتلې کوي، جماعت انصارالله په شمالي سیمو کې فعالیتونه پراخوي او د سخت‌دریځو ډلو ترمنځ اړیکې په خاموش ډول قوي کېږي.

دا وضعیت د ټولې سیمې لپاره یو احتمالي ناورین دی.

افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان نن د خونړي راتلونکي تعریف ته نېږدې ولاړ دي. د طالبانو د رسمیت پېژندلو سره - سره، هغه خطر چې روسیه او سیمه ورسره مخ ده، په ښکاره ډول یو بل نوم لري: داعش خراسان.

د دغې شبکې پراخېدونکی نفوذ، نړۍوالې اړیکې او په روسیه، منځنۍ اسیا او د افغانستان په داخل کې د بریدونو سابقه ښيي، چې د سیمې امنیتي نقشه په چټکۍ سره د بدلېدو په حال کې ده او دا بدلون د هېچا په ګټه نه دی.

په بلوچستان کې د بلوچ جنګیالیو تازه بریدونه څه معنا لري؟

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
په بلوچستان کې د بلوچ جنګیالیو تازه بریدونه څه معنا لري؟
100%

د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په دیارلسو ضلعو کې د بلوچ ازادي غوښتونکي اردو (بی ایل اې) سلګونه جنګیالیو د پاکستان په مختلفو دولتي مراکزو پلان شوي او همغږي شوي بې ساري بریدونه وکړل.

په دغو مراکزو کې د پاکستان د پوځ او پولیسو پایګاوې، سرکاري دفترونه، بانکونه او نورې دولتي ودانۍ شاملې وې. بی ایل اې په دغو بریدونو کې د دولت سره تړاو لرونکو د دوو سوو کسانو د وژلو ادعا کړې ده، او په مختلفو سیمو کې یې د خپلو کیدونکو بریدونو عکسونه او ویډیوګانې هم په خواله رسنیو خپرې کړې دي.

بلې خوا ته د بلوچستان ایالتي حکومت لومړی وزیر سرفراز بګټي هم په دې جګړو کې د ۱۷۰ بلوچ جنګیالیو (چې دوی یې ترهګر او د هند اجنټان بولي) د له منځه وړلو اعلان کړی دی او هغوی ته یې د ماتې ورکولو ادعا کړې ده.

که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې رسمي میډیا تر څلورویشت ساعتونو نه زیات وخت پورې ادامه لرونکو جګړو کې یوازې حکومتي اعلانونو او دعوو ته پوښښ ورکړی دی، خو په خواله رسنیو کې د بی ایل اې اعلامیه خپره شوې ده او په نړیواله میډیا کې هم د بی ایل اې بریدونو انعکاس موندلی دی او پراخې تبصرې ورباندې شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې بی ایل اې او نورو بلوچ وسله والو سازمانونو په بلوچستان کې پراخ پوځی بریدونه کړي دي. په تیرو څلورو پنځو کلونو کې بی ایل اې د جعفر ایکسپریس نومې ریل ګاډي د اختطافولو او د مچ، نوشکي، ګوادر او ځینو نورو ښارونو باندې د لویې کچې د بریدونو په کولو د بلوچستان د خلکو او د نړیوالو پام ځان ته راګرځولی دی. خو په تیر یو کال کې د پاکستان پوځ د بي ایل اې او د بلوڅو نورو وسله والو سازمانونو په ضد د بلوچستان په هر ګوټ کې عملیات وکړل، سلګونه بلوڅان یې ووژل او زرګونه نور یې تړي تم کړل. پس له هغې، پاکستاني جنرالانو ادعا وکړه چې ګویا دوی په عامه توګه د ټولو بلوچ جنګیالیو سازمانونو، او په خاصه توګه د بی ایل اې، ملا ماته کړې ده او د هغوی د لویه کچه د بریدونو کولو توان او استعداد یې له منځه وړی دی. خو د بي ایل اې تازه بریدونو وښودله چې د پاکستاني جنرالانو دغه ادعاګانې سمې نه وې.

د بلوڅو د ملي حقونو داعیه اوږد شالید لري. په کال ۱۹۴۷ کې، چې کله بریتانوي امپراتوري د هند څخه ووته، هند تجزیه شو او د هند او پاکستان په نوم دوه نوي مملکتونه منځ ته راغلل، نو د میر احمد یار خان په مشرۍ د بلوچو دولت کلات د کال ۱۹۴۷ د اګست د میاشتې په پنځلسمه نیټه استقلال اعلان کړ. دلیل یې دا و چې په نولسمه پیړۍ کې چې کله انګلیسانو هند ونیوه، نو هغه وخت کلات د هند برخه نه وه؛ هغه یو مستقل هیواد و چې وروسته بیا د انګلیسانو له خوا ونیول شو. نو ځکه د کلات خان د بریتانیا نه غوښتنه وکړه چې اوس چې بریتانیا له هند نه وځي، نو هغه دې کلات هم هغسې یو مستقل دولت ومني چې څنګه هغه د بریتانیا د اشغال نه وړاندې و. انګلیسانو دا خبره ومنله، تر دې چې وړومبې پاکستان هم د کلات استقلال منلو ته حاضر شو، او نزدې یو کال بلوچستان یو مستقل دولت پاتې شو. جالبه خبره دا وه چې کله په کال ۱۹۴۷ کې د کلات خان میر احمد یار خان په لندن کې د بریتانیا په ستره محکمه (پریوی کونسل) کې د کلات د استقلال مساله رااوچته کړه، نو د پاکستان موسس محمد علي جناح د حقوق دان او وکیل مدافع په توګه د انګلیس په محکمه کې د کلات د خان وکیل و او د کلات داعیه یې په حقه ثابتوله.

بلوچستان تر یو کال د هند او پاکستان په خوا کې یو مستقل دولت پاتې شو، خو د کال ۱۹۴۸ د مارچ په میاشت کې پاکستان بیوروکراسۍ کلات ته پوځ ورولیږلو، د کلات خان میر احمد یار خان یې توقیف کړ او هغه یې په زور مجبور کړ چې د کلات دولت په پاکستان کې ګډ کړي. په هغو مشکلو شرایطو کې هم د کلات خان د ګډون د پاره شرایط وړاندې کړل، چې هغه وخت یې د پاکستان دولت د منلو ژمنه وکړه، خو پنځه کاله وروسته یې دغه ژمنه هیره کړه. په کال ۱۹۴۸ کې د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم د خپل مشر ورور د توقیف نه پس په وسله وال قیام ګوتې پورې کړې. هغه غره ته وختو؛ دا د پاکستان د واکمنانو په ضد د بلوچانو وړومبې پاڅون و. د پاکستان حکومت شهزاده عبدالکریم په خوږو خبرو او د مذاکراتو په بهانه د غره نه راکوز کړو، محبس ته یې بوتلو او اوه کاله یې بندی وساتلو. د دې نه وروسته څلور نور پاڅونونه شوي دي، نن سبا پنځم پاڅون روان دی.

په بلوچستان کې له کال ۲۰۱۳ نه تر کال ۲۰۱۵ نیمایي پورې، د ډاکټر مالک بلوچ په مشرۍ جوړ ایالتي حکومت نه پرته، په تیرو شلو پنځویشتو کلونو کې د بلوچستان ټول ایالتي حکومتونه د پاکستان د پوځي استخباراتو لاسپوڅي حکومتونه پاتې شوي دي. د دوی په واکمنۍ کې د بلوڅو اولس او دولتي نظام ترمنځ کافي واټن ایجاد شوی دی. پوځ او دغو لاسپوڅو حکومتونو د ملي حقوقو د پاره د سوله ییزو مبارزو مخه نیولې ده، او په زرګونو بلوچ ځوانان یې تړي تم کړي، د استخباراتو په زندانونو کې یې شکنجه کړي او وژلي دي.

د خپلو تري تم شویو زامنو، پلرونو، وروڼو او میړونو د لټون او نجات لپاره بلوچانې ښځې میدان ته راوتلې او په سیاسي مبارزه یې ګوتې پورې کړې دي. د بلوچو د پیوستون د کمیټې (BYC) مشري د ماهرنګ بلوچ او نورو ښځو په لاس کې ده. په دې وخت کې بي وای سي د بلوچو تر ټولو ستر او محبوبیت لرونکی سازمان دی. د دغه سازمان مشران، ښځې او نارینه، د تیر یوه کال نه په زندان کې بندیان دي.

څومره چې دولت د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو د پاره د بلوچو د سوله ییزې مبارزې مخه نیسي، هغه هومره بلوچ ځوانان او حتا ښځې وسله والې مبارزې ته ورننوتي دي. په دې تازه نښتو کې هم درې تنو بلوڅو ښځو د پاکستان د پوځ سره په جنګ کې ځانمرګي بریدونه کړي دي. د دې سره د بلوچانو په منځ کې د پاکستان نه د بېلېدو داعیې هم زور موندلی دی.

په بلوچستان کې د پوځي استخباراتو لاسپوڅي حکومت ځکه د مسالې د سیاسي حل مخالف دی، چې که چېرې یو عادلانه حل راشي او ازاد انتخابات دایر شي، نو دغه ګوډاګي عناصر هېڅ سیاسي راتلونکې نه لري. او پاکستاني جنرالان د بهرنۍ لاس وهنې خبرې ډېرې کوي، خو د تنازعې داخلي اسباب، یعنې د بلوچانو او د نورو محکومو قومونو په اړه خپل استعماري او استثماري سیاستونه نه بدلوي. د بلوڅو جنګیالیو تازه بریدونو دا خبره په اثبات ورسوله چې د بلوچو ملي نهضت په زور ختمېدلی نه شي. د بلوچستان مساله پوځي حل نه لري. جالبه خبره دا ده چې پاکستاني جنرالانو به په افغانستان کې د جګړې په اړه تل ویل باید د طالبانو سره خبرې وشي، خو اوس خپله د بلوچو ملي ګرا سیاسيونو سره د خبرو اترو نه انکار کوي.

د بلوچستان وروستي بریدونه؛ د بېلتونپالو جګړه ییز نظم او پاکستان ته ورپېښ ګواښونه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
د بلوچستان وروستي بریدونه؛ د بېلتونپالو جګړه ییز نظم او پاکستان ته ورپېښ ګواښونه
100%

په بلوچستان کې وروستۍ وسله والې حملې د سیمې د اوږدمهاله شخړې د نوي او پېچلي پړاو څرګندونه کوي. دغه بریدونه په لسګونو ښارونو کې په یو وخت ترسره شول، چې هم د تاوتریخوالي د شدت، هم د بېلتونپالو ډلو د وړتیا او هم د سیمه‌ییزو امنیتي جوړښتونو د کمزورتیا یو مهم پیغام لري.

په دې پراخو حملو کې چې د بلوچستان په شاوخوا دوولسو ښارونو ( ګوادر، کوېټه، پنجګور، دالبندین او ...) کې ترسره شوې، څو مهم پیغامونه نغښتي دي.

لومړی دا چې بېلتونپالې ډلې لا هم د منظمو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي د پراخې جغرافیاييي همغږۍ سره یوځای بریدونه وکړي او دا ښکاره کوي چې د وسله‌والو شبکې کمزورې شوې نه دي بلکې لا غښتلې شوې او هم کلکه لوژستیکي او ارتباطي وړتیا لري.

دویم، د بریدونو په ویډیوګانو کې د ښارونو په ځینو برخو کې د وسله والو ازاده تګ راتګ دا پیغام ورکوي چې په ځینو ځایونو کې د پاکستان واکمني په لنډ وخت کې ټکنۍ شوې وه؛ دا هغه څه دي چې د هرې وسله‌والې ډلې لپاره داخلي تبلیغاتي ځواک لوړوي.

دغه بریدونه له څو لسیزو شخړو وروسته یو ځل بیا دا ښيي چې د بلوچستان د شخړې اصلي ستونزې — لکه اقتصادي محرومیت، کمزوری سیمه‌ییز ګډون او د سرچینو پر وېش اختلافات — لا هم پاتې دي او د تاوتریخوالي د بیا راژوندي کېدو سبب کېږي.

د بېلابېلو راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې درې ډوله تلفات ثبت شوي دي: ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي، ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي، تر ۱۴۵ پورې وسله‌وال وژل شوي.

دا هغه شمېرې دي چې د حکومت د چارواکو او رسنیو له لوري خپرې شوې دي. د ځینو سرچینو په وینا، ټولیزه مرګ‌ژوبله نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي، چې په وروستیو کلونو کې د بلوچستان د شخړې تر ټولو خونړۍ پېښې بلل کېږي.

دا بریدونه ولې دومره منظم وو؟

د بلوچستان د شخړې په تاریخ کې وروستي بریدونه تر ټولو منظم او د همغږۍ له مخې بشپړ همغږي بریدونه وو، چې د بریدونو د منظم والي څو بنسټیز عوامل دي:

په لسو ښارونو کې د یوه وخت بریدونه د وسله والو د لوژستیکي او ستراتیژیکې همغږۍ ښکاره نښه ده. همدې همغږۍ د امنیتي ځواکونو لپاره د چټک او دقیق غبرګون ستونزمن کړی و.

په بریدونو کې ښځینه ځانمرګې هم شاملې وې، چې دا د ډلو د نوې جګړې تکتیکونو نښه ده.

لومړی برید ځانمرګی برید د بلوچستان په نوشکي کې د پاکستان د ای‌اېس‌ای پر مرکز وشو. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، دغه بریدګره «ښځه» وه.

سرچینې افغانستان انترنشنل ته وايي، په نوشکي کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز د موټر بم په وسیله ځانمرګې بریدګره «اصفه مینګل» نومېده او د نوشکي د قاضي‌اباد اوسېدونکې وه. همداراز په دغو بریدونو کې یوې بلې ۶۰ کلنې مېرمنې هم ځانمرګی برید کړی دی.

داسې بدلونونه معمولاً د یوې ډلې دنني مورال ته پیاوړتیا ورکوي او حملو ته سمبولیک وزن زیاتوي.

همدا راز وسله‌والو د کوېټې په ګډون د ځینو ښارونو د حملو ویډیوګانې خپرې کړې چې په خلاص میدان کې یې د هغوی حضور ښکاراوه. دا د یوې ډلې د اعتماد لوړتیا، د جګړې د پلان دقیقیت، او د پروپاګند ظرفیت څرګندوي.

د جګړې څو ساعته اوږدیدل، په‌ځانګړي ډول د کوېټې په څېر ښارونو کې د دې ښکارندويي کوي چې وسله والو د اوږدې مقابلې لپاره تیاري درلوده. دا اوږدې نښتې د مورال د لوړوالي یو مهم فکتور دي.

100%

دا وضعیت د څه ښکارندویي کوي؟

د دا ډول منظمو بریدونو یوه نښه دا ده چې د بلوچانو بریدونه یوازې پراخ شوي نه دي، بلکې د پراخې همغږۍ او نوي تکتیکي پرمختګونو له امله لا پېچلي شوي دي. دا د بلوچستان د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ نښه ده.

که څه هم دولت وروسته د پراخو عملیاتو ادعا وکړه، خو لومړنۍ غافلګیري د دې ښکارندویي کوي چې وسله‌والې ډلې لا هم د مهمو سیمو د ګډوډولو توان لري.

د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو شکایتونو لا حل پاتې کېدل د دې سبب شوي چې د بلوچانو او پاکستان شخړه نه یوازې دا چې پای ته رسېدلې، بلکې وخت ناوخت نوی او خطرناک رنګ اخلي.

د پاکستان حکومت ته یې کوم زیان دی؟

په دوولسو ښارونو کې د یو وخت بریدونه هغه تصویر زیانمنوي چې حکومت یې په امنیتي کنټرول کې وړاندې کوي. دا د داخلي او نړۍوال اعتماد لپاره مهم دی.

بل خوا په ګوادر کې بریدونه او ګډوډي د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو لپاره امنیتي اندېښنې زیاتوي. دا هغه سیمه ده چې پاکستان یې د ستراتیژیکو اقتصادي پروژو د زړه په توګه ګڼي.

همدا راز کله چې نړۍوالې رسنۍ د ۴۰ ساعته جګړې، ۱۴۵ وژل شویو وسله‌والو، نظامي او لسګونو ملکي تلفاتو راپور ورکوي، دا د پاکستان د داخلي ثبات په اړه پوښتنې راپورته کوي.

ځینې کورني سیاسي جریانونه دا پېښې د امنیتي کمزورۍ نښه بولي او پر حکومت نیوکې کوي چې باید د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره بېړنی او موثر سیاسي چوکاټ جوړ کړي.

که په لنډه ووایو، د بلوچستان وروستۍ خونړۍ پېښې د یوې اوږدمهاله، عمیقې او څو بعدي شخړې څرګنده نښه ده. دا پېښې نه یوازې د تاوتریخوالي د نوي پړاو خبر ورکوي، بلکې د دولت د امنیتي ظرفیت پر ارزښت، د سیمې د ټولنیزو ستونزو پر دوام او د سیمې د اقتصادي پروژو پر راتلونکي هم مستقیم اغېز لري.

که څه هم پاکستان پراخ عملیات ترسره کړل، خو بریدونو دا روښانه کړه چې د بلوچستان شخړه یوازې د پوځي اقدام له لارې نه حل کېږي، بلکې د هغې اصلي سرچینې لکه اقتصادي محرومیت، سیاسي بې‌واکي او ټولنیز نابرابري، باید په بنسټیزه او دوامداره توګه حل شي.