• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحریک انصاف ګوند: د عمران خان د ښي سترګې ۸۵ سلنه لید کم شوی دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یاد هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د خان د ښي سترګې ۸۵ سلنه لید کم شوی دی. دغه ګوند زیاته کړې، چې خان بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پر رسمي اېکس‌پاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) ویلي، د پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمنونکي معلومات خپاره شوي او زیاته کړې یې ده، چې د عمران خان ښي سترګې ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی دی.

د تحریک انصاف ګوند پر اېکس‌پاڼې لیکل شوي، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د درملنې په برخه کې غفلت شوی او نوموړی په زندان کې بیړنۍ طبي درملنې ته اړتیا لري.

د عمران خان پلویانو پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي توګه پر اېکس‌پاڼو پراخ کمپاین پیل کړی او له نړۍوالو بشري بنسټونو یې غوښتنه کړې، چې د خان د ژوند ژغورلو لپاره پر پاکستاني چارواکو فشار ډېر کړي.

د پاکستان اپوزیسیون د عمران خان د روغتیايي اندېښنو په اړه سبا احتجاجي پرلت کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د پاکستان اپوزیسیون اعلان کړی، چې نن د جمعې په ورځ د پاکستان د‌ پارلمان مخې ته د عمران خان د روغتیايي اندېښنو په اړه احتجاجي پرلت کوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د داعـ.ش ۲۴ افغان غړي هم له سوریې څخه عراق ته ولېږدول شول

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

شاوخوا ۵۵۰۰ داعـ.ش بندیان له سوریې څخه عراق ته لېږدول شوي او د راپورونو له‌مخې، په یاده ډله کې ۲۴ افغان داعـ.شیان هم شامل دي.

العربیه شبکې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) راپور ورکړی، چې د امریکا، عراق او سوریې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ، له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد بهیر ترسره شوی دی. د راپور له‌مخې، په یادو بندیانو کې د افغان وګړو ترڅنګ، د اروپايي هېوادونو، مرکزي اسیا، سوریې، عراق او ایران وګړي هم شامل دي.

عراقي چارواکو ویلي، چې یاد بندیان به د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې وساتل شي او دوسیې به یې د عراق په قضايي سیستم کې وڅېړل شي. د چارواکو په وینا، د ټولو بندیانو له نیمايي ډېره برخه یې سوریايي وګړي دي.

یوه عراقي چارواکي ویلي، چې د چهارشنبې تر ورځې د داعش ۵۰۴۶ بندیان د عراق خاورې ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، په یادو بندیانو کې ۳۲۴۵ تنه سوریایان او ۲۷۱ عراقیان دي، همدارنګه ۲۰۸ تنه د ټونس، ۱۶۰ تنه د ترکیې، ۱۴۲ د مراکش او ۱۰۰ تنه یې مصریان دي.

امریکا تر دې وړاندې ویلي وو، چې له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد په عملیاتو کې به د داعش شاوخوا ۷۰۰۰ غړي عراق ته ولېږدوي، څو «ډاډ ترلاسه شي چې دا کسان په خوندي زندانونو کې ساتل کېږي».

د داعش یاد غړي له تېرو څو کلونو راهیسې د سوریې په شمال ختیځ کې په هغو زندانونو او نظامي کمپونو کې ساتل کېدل چې د «سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو» له‌خوا اداره کېدل.

په راپور کې د عراق د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویل شوي، چې ټاکل شوې د یادو بندیانو لویه برخه د «ذی‌قار» ولایت په ناصریه او د بغداد هوايي ډګر ته نږدې په «کرخ» زندانونو کې وساتل شي او ځینې به یې د کردستان د سلیمانیه زندانونو ته ولېږدول شي.

عراقي چاواکو د داعش یادو غړو پر محاکمه کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ځینو بندیانو د دوسیو د پرانېستلو بهیر یې پیل کړی دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد د بحران مرکز دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد د ډله‌ییز امنیت تړون غړو هېوادونو لپاره «د امنیتي ننګونو اصلي مرکز» وباله. افغانستان له منځنۍ اسیا سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) له اینټرفکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، له پولو ها خوا د نړۍوالې ترهګرۍ، سخت‌دریځۍ، د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او سازمان شویو جرایمو پر وړاندې مبارزه د ډله‌ییز امنیت سازمان په لومړیتوبونو کې ځای لري.

روسیه د روان زېږیز کال له پیل راهیسې د «ډله‌ییز امنیت تړون سازمان» دوره‌يي مشري پر غاړه لري.

سرګي شویګو د ډله‌ییز امنیت تړون د غړو هېوادونو په لویدیځې او سویلي پولو کې د ګواښونو پر ډېرېدو له اندېښنې څرګندولو سربېره وویل: «سویلي سرحد او په ځانګړې توګه له افغانستان سره سرحد لا هم د ننګونو مرکز دی». د هغه په وینا، د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې وضعیت د یاد سازمان د امنیتي اندېښنو په سر کې ځای لري.

شویګو څرګنده کړه، چې لا هم له افغان خاورې په ناقانونه توګه ورتګ دوام لري او ځینې وختونه د تاجکستان له پوله ساتونکو سره د نښتې لامل هم کېږي.

هغه له افغان خاورې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د اقداماتو په تړوا ټینګار کړی: «زموږ اصلي ماموریت د ترهګرۍ له نفوذ او د نشه‌يي توکو له قاچاق څخه مخنیوی دی».

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړې، د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې د خوندینې پروګرام د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې تصویب شوی او اوس د عملي کېدو په درشل کې دی.

نوموړي د یاد سازمان په چوکاټ کې د افغانستان په تړاو د یوه ګډ کنفرانس د جوړېدو لپاره له هڅو خبر ورکړ او موخه یې هم د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ډله‌ییز امینت سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د همغږیو زیاتېدل په ګوته کړي دي.

د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول. له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسله‌وال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.

د تاجکستان چارواکو په وار وار ویلي، چې له افغان خاورې له امنیتي ستونزو سره مخ دي، خو طالب چارواکو دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې افغان خاوره د ګاونډیانو په ګډون د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌ده.

د یادونې وړ ده، چې د ډله‌ییز امنیت تړون یو نظامي اېتلاف دی او په ۲۰۰۲ کال کې د ګډ دفاعي بلاک په توګه جوړ شو. دغه تړون چې مشري یې روسیه کوي، تر یوه بریده د ناټو د سیال سازمان په بڼه جوړ او رامنځته شوی دی. بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي.

د پاکستان اپوزیسیون د عمران خان د روغتیايي اندېښنو په اړه سبا احتجاجي پرلت کوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون ویلي، چې سبا د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او د سمبالوونکو په وینا یې، یاد پرلت به تر هغو دوام وکړي، څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

نوموړي ویلي، چې سبا به د یاد پرلت پر مهال خپلې غوښتنې مطرح کړي او احتجاج به تر هغې دوام ومومي، چې غوښتنې یې ومنل شي.

له دې سره سم، د پاکستان په سنا کې د اپوزیسیون مشر علامه راجا ناصر هم پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د عمران خان د درملنې د ډاډ ترلاسه کولو او د هغه د روغتیا په اړه د پاکستان خلکو ته د معلوماتو ورکولو په تړاو د حکومت پر ضد احتجاجي ناسته کې ګډون کوي.

نوموړي ویلي، چې دا احتجاج به یوازې سیاسي نه، بلکې د بشري حقونو او د اساسي قانون د ټينګښت لپاره هم غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې: «له یوه پخواني لومړي وزیر سره داسې چلند کېږي، چې د هرې پرمختللې ټولنې له اصولو سره په ټکر کې دي. ډزې کول، په سلګونو دروغجنې دوسیې جوړول، د بې‌ګناه کسانو بندي کول، له وکیلانو او خپلوانو سره پر لیدنو بندیز لګول، ایا همدا عدالت دی؟ ایا دې ته ولسواکي وايي؟».

نوموړي ویلي، چې د عمران خان د ژوند او روغتیا په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ورته د منلو وړ نه‌دی او د جمعې ورځې احتجاج به په بشپړ ډول سوله‌ییز او قانوني وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ناروغۍ په اړه له زندان څخه راپورونه ورکړل شوي او د نوموړي پلویان وايي، چې د حکومت له‌خوا د هغه درملنې ته په سمه توګه پاملرنه نه‌کېږي.

د طالبانو د برېښنا شرکت رییس: د برېښنا انرژۍ او نورو عامه خدمتونو برخې باید سیاسي نه شي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي سره د برېښنا اړوند نېمګړو پروژو د چارو بیا پیل، د انرژۍ په برخه کې همکاریو او تر کار لاندې پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

له دغه شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا همکار په دې انلاین غونډه کې د نړیوالو تمویل کوونکو له لوري د نیمګړو پراختیايي پروژو بشپړول او د ځنډېدلو چارو بیا پیل اړین بللي او ټینګار یې کړی چې د برېښنا انرژۍ او نورو عامه خدماتو برخې باید سیاسي نه شي.

هغه له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې خپلې همکارۍ بېرته پیل او لا پراخې کړي.

نوموړي همداراز په هېواد کې د برېښنا د تولید، د تاسیساتو د جوړونې، روانو او پلان شویو پروژو د پرمختګونو، اړتیاوو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

بل خوا د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي د کاسا-۱۰۰۰پروژې په ګډون د برېښنا د تولید او بنسټیزو تاسیساتو د جوړونې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ویډیو کنفرانس کې د برېښنا شرکت مشر ټینګار کړی چې افغانان د برېښنا انرژۍ ته جدي اړتیا لري او په اوسنیو شرایطو کې، چې پر افغانستان نړیوال بندیزونه لګېدلي، د نړیوالو همکاریو دوام خورا مهم دی.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هېواد کې د برېښنا اړوند ګڼې لویې پراختیايي پروژې د نړیوالو ملاتړو د همکاریو د ځنډېدو له امله په ټپه ولاړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په وار وار د دغو پروژو د بیا پیل او بشپړولو غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو لپاره د درملنې مرکزونه ناکافي دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ( یو این او ډي سي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او درملنې سیستم د ښځو اړتیاوو ته په کافي ډول ځواب نه شي ویلی.

د دغې ادارې په راپور کې راغلي، سره له دې چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د درملنې یو شمېر مرکزونه فعال دي، خو ډېری یې یوازې نارینه‌وو ته خدمات وړاندې کوي.

اټکل کېږي چې نږدې دوه پر درېیمه برخه دغه مرکزونه د ښځو لپاره اسانتیاوې نه لري، او یوازې له درېیمې برخې لږ څه زیات روغتیايي تاسیسات ښځو ته بېل دي یا مناسب خدمات برابروي.

ملګري ملتونه وایي، د درملنې ځانګړو مرکزونو کمښت، د ښځینه متخصصینو نشتوالی، اقتصادي ستونزې او ټولنیز خنډونه هغه عوامل دي چې ښځې له درملنې محروموي.

په راپور کې ټینګار شوی، که د ښځو لپاره ځانګړي او خوندي چاپېریالونه رامنځته نه شي، د روږدو ښځو وضعیت به لا پسې کړکېچن شي.

یادې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق تر څنګ، د اعتیاد د پراخېدو ټولنیزې اغېزې هم د اندېښنې وړ دي او اړتیا ده چې د درملنې او بیا رغونې پروګرامونه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره پراخ شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په ټول هېواد کې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی، خو د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې د نشه‌یي توکو کاروونکو ښځو لپاره د ځانګړو او معیاري مرکزونو شمېر لا هم د اړتیا په پرتله کم دی.