ریچارډ لېنډسي: خپلواکې رسنۍ د افغانستان راتلونکې لپاره ډېرې مهمې دي

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان لپاره خپلواکې رسنۍ ډېرې مهمې دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان لپاره خپلواکې رسنۍ ډېرې مهمې دي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په خپله اېکس پاڼه د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ویلي، چې راډیو د ټولنو په نښلولو او زیانمنېدونکو ته د معلوماتو رسولو په برخو کې بنسټیز رول لري.
لېنډسي زیاته کړې: «زه په ټول افغانستان کې د خلکو لپاره د راډیو حیاتي رول ته درناوی لرم؛ هغه رول چې ټولنې سره نښلوي، زیانمنېدونکو ته معلومات رسوي او ټولو ته د زدهکړو فرصتونه برابري. ازاد او خپلواک رسنیز فعالیت د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین دی».
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونو خپلواکو رسنیو د طالبانو لهخوا د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي او ګڼ مسلکي خبریالان له هېواده وتلي دي. طالبان بیا وايي، چې له تېرو څه باندې څلورو کلنونو راهیسې یې شاوخوا ۴۰ راډیوګانو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.


طالبان وایي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه څه باندې ۱۳ زره تاریخي اثار له بېلابېلو سرچینو څخه د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
د ملي موزیم د یوې برخې امر عینالدین صداقت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډيو ټلویزیون ته ویلي، چې دغه فرهنګي او تاریخي اثار د بېلابېلو دورو اړوند دي او په یاد مرکز کې ساتل کیږي.
د صداقت په وینا، په دغو اثارو کې د برونزو، کوشاني، یونان- باختري او اسلامي دورو اړوند توکي شامل دي. هغه زیاته کړه، چې د دې اثارو یوه برخه هم له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوې ده.
د ملي موزیم مسوولین وایي، پلان لري، چې د ملي موزیم انګړ کې د برونزو، یونان- باختري، کوشاني او اسلامي دورو اړوند د یادو اثارو ځانګړی نندارتون جوړ کړي.

د طالبانو لهخوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره د راډیو په نړۍواله ورځ په کابل کې د «ادې» په نوم یوې خصوصي راډیو په فعالیت پیل وکړ.
د «ادې» راډیو مرستیال فضل لېوال وايي، چې د «ادې» راډیو پیل یوازې د یوې نوې راډیويي څپې اضافه کېدل نه، بلکې د یوې باوري او پوهاوي محوره غږ راڅرګندېدل او د ټولنې د اړتیاوو انعکاسول دي.
لېوال ویلي، چې یاده رسنۍ د تعلیمي، خبري او عامه پوهاوي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې: «موږ باور لرو چې رسنۍ باید د خلکو باور وساتي، رښتیني او کره معلومات وړاندې کړي او د سالم فکر او اعتدال فرهنګ پیاوړی کړي. ادې راډیو به د همدې اصل پر بنسټ خپرونې وکړي».
د «ادې» راډیو مسوولینو ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به د خپلو اورېدونکو لپاره خبري، تحلیلي، تعلیمي، دیني، فرهنګي او عامه پوهاوي برخو کې بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي او د ښځو، ماشومانو او ځوانانو اړوند موضوعاتو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
یادې خصوصي راډیو پر داسې مهال پر فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمهییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوي او تړل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي، چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین یې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې پیل کړی او سږکال به د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شي.
طالبانو د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین سږ کال د ننګرهار له پچیراګام ولسوالۍ څخه پیل کړ.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس مطیعالحق خالص د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) وویل، د نیالګیو کېنولو یاد کمپاین به د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د نوموړي په وینا، سږکال به په ټول هېواد کې څه باندې ۱۷ میلیونه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي.
مطیعالحق خالص زیاته کړې: «شپږ زره نیالګي چې ۲۰۰۰ یې بې ثمره او نور یې ثمر لرونکي دي، د هغې د کینولو پیل دی. دا په ټول هېواد کې د ۱۴۰۵ کال د نیالګیو د کېنولو پیل دی او ۳۴ ولایتونو ته به دغه کمپاین وغځول شي».
په ورته وخت کې طالب چارواکو له خلکو غوښتي، چې د تازه کېنول کېدونکو نیالګیو ساتنه اوپالنه وکړي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مالي او اداري رییس احمد حمزه ویلي: «دا ډېره مهمه ده.د دې نیالګیو ساتنه ستاسو مسوولیت دی، مشران به یې درته کېنوي او تطبیق به یې کړي، خو تاسو یې باید په ښه ډول پالنه وکړئ».
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې په میلیونونه مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول کېږي، خو د مسوولینو او عامو خلکو د نهپاملرنې له امله ډیری یې وچېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې راهیسې تر اوسه له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۵،۴ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دوی ویلي، چې د راستنېدونکو او بېځایه شوو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده
د دې ادارې په وینا، یوازې د روان ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر ۱۵۰ زرو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راغلي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې هره ورځ د زرګونو کسانو راستنېدل د مرستو بهیر له سخت فشار سره مخ کړی او موجود ظرفیتونه تر پوښتنې لاندې دي.
یادې کمېشنرۍ ویلي چې د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو کسانو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۸ سلنه بودیجه برابره شوې ده. د دوی په خبره، که اضافي مالي ملاتړ برابر نه شي، د مرستو رسولو بهیر به لا ډېر زیانمن شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د راستنېدو چټکتیا او پراخوالی افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهي. هغه زیاته کړې چې د میلیونونو افغانانو ناڅاپي بېرته راتګ، چې شاوخوا ۱۲ سلنه نفوس جوړوي، هېواد یې «د ناتوانۍ تر پولې رسولی دی.»
افغانستان دا مهال د لوږې له مخ پر زیاتېدونکي بحران سره مخ دی؛ هغه وضعیت چې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د پراخو اخراجونو، د بهرنیو مرستو کمېدو او اقتصادي رکود له امله نور هم سخت شوی دی.
د تازه راپور له مخې چې د نړیوال بانک له خوا خپور شوی، له راستنېدونکو سره د نفوس چټک زیاتوالی په ۲۰۲۵ کال کې د سړي سر ناخالص کورني تولید ۴ سلنه کمښت رامنځته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د نوې سروې موندنې ښيي چې له نیمايي څخه زیاتې راستنېدونکې کورنۍ هېڅ ډول هویتي اسناد نه لري او له ۹۰ سلنې ډېر یې په ورځ کې له ۵ ډالرو څخه په کمو عوایدو ژوند کوي.
سربېره پر دې، ۵ سلنه راستنېدونکو ویلي چې غواړي بېرته له افغانستانه ووځي او له ۱۰ سلنې ډېرې کورنۍ وايي چې د دوی خپلوان یا د ټولنې غړي تر راستنېدو وروسته بیا له هېواده وتلي دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د خراب بشري وضعیت او د نفوس د چټک زیاتوالي له امله په ۲۰۲۶ کال کې بېړنۍ اړتیا ده چې نړیواله ټولنه خپل ملاتړ پراخ کړي، څو هم بیړنۍ مرستې زیاتې شي او هم د راستنېدونکو د بیا ادغام په بهیر کې پانګونه وشي.

د ترکیې په ادرنه ښار کې سرحدي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸افغان کډوال نیولي، چې د اروپا پر لور یې د غیرقانوني تګ هڅه کوله. د معلوماتو له مخې دغه نیول شوي افغانان وروسته له اداري چارو بشپړولو، د اړوند ښار د کډوالو ادارې ته د اخراج لپاره سپارل شوي دي.
ادرنه ښار د ترکیې له هغو مهمو سرحدي لارو څخه دی چې کډوال یې د اروپا د تګ لپاره کاروي. ډیری کډوال هڅه کوي چې د دې لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.
د ترکیې پولیس وایي چې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي څارنې عملیات په دوامداره توګه روان دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په تیر یوه کال کې شاوخوا ۱۵۲زره بې اسنادو کډوال ونیول شول، چې له دې ډلې ۴۲زره افغان کډوال وو. یوازې د جدی میاشتې په جریان کې ۳,۰۵۳افغان کډوال ونیول شول.