په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو بهیر چټک شوی

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل له سیمې سرچینې وایي چې په دغه سیمه کې د افغان کډوالو پر ضد روان عملیات نور هم چټک شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل له سیمې سرچینې وایي چې په دغه سیمه کې د افغان کډوالو پر ضد روان عملیات نور هم چټک شوي دي.
د پاکستاني پولیسو په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې یې د افغان کډوالو او هغو کسانو پر ضد څلور قضیې ثبت کړي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.
پولیس وایي، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې لارې تړل شوې او امنیتي پوستې زیاتې شوي دي، څو د خلکو اسناد په دقیقه توګه وڅېړي. د دوی په خبره، هغه افغانان چې د میشتیدنې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړل شوی چې خپل هېواد ته ستانه شي.
سیمه ایزو چارواکو ویلي، که یاد کسان تر ټاکلې مودې پورې ونه وځي، قانوني چلند به ورسره وشي.
همداراز د کورونو مالکانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې که بېاسناده افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړي، د هغوی پر وړاندې به هم قانوني اقدام وشي.


د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۶۹۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۷۰۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۲۱ کورنۍ چې ۳۳۱۲تنه و، د تورخم له لارې، ۴۴کورنۍ چې ۲۶۸تنه و، د سپین بولدک له لارې، ۱۰ کورنۍ چې ۴۵تنه و، د ورېښمو پله له لارې، ۹کورنۍ چې ۳۸کسان و، د اسلامکلا له لارې او ۸ کورنۍ چې ۴۱تنه و، د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.
یادې ادارې ویلي، ډېری راستنېدنې په سختو او جبري شرایطو کې ترسره کېږي او د دې بهیر چټکتیا افغانستان له لا ژور بشري او اقتصادي بحران سره مخ کړی دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د نړیوال بانک د یو راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نفوسو ناڅاپي زیاتوالي په دغه هېواد کې سړي سر ناخالص تولید ۴ سلنه راکم کړی دی.
بلخوا د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سروې له مخې، یوازې نیمایي راستنیدونکي توانیدلي چې یو نسبي د غیر رسمي کار زمینه ځان ته برابره کړي. د دغه سروې له مخې له نیمايي ډېرې راستنېدونکې کورنۍ رسمي اسناد نه لري او تر ۹۰ سلنې زیات خلک په ورځ کې له پنځو ډالرو کم عاید لري.
د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې د دغې سروې په ترڅ کې ویلي چې ۵سلنه وګړي غواړي بیرته کډوالۍ ته مخه کړي او سروي شویو کورنیو ۱۰سلنه ویلي چې ډیری خپلوان یې بیرته له افغانستان څخه وتلي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې بیړنۍ مرستې، د کار زمینه، سرپناه او د بیا ادغام پروګرامونه حیاتي دي، څو راستنېدونکي وکولای شي خپل ژوند په عزت او ثبات سره بیا ورغوي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵،۵ میلیونه افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړل شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د مرستو سیستم له سخت فشار سره مخ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوې خبري ناستې پرمهال افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
جمال زیاته کړې: «موږ د دغو راستنېدونکو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو. د وګړو دغه ستر ټکان چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۱۲ سلنه جوړوي، موږ د سقوط تر کچې رسولي یو».
عرفات جمال د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه، چې یوازې تېر کال ۲،۹ میلیونه کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او د روان کال له پیل راهیسې هم ۱۵۰ زره کډوال په جبري توګه له یادو هېوادونو اېستل شوي دي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې دمګړۍ افغانستان له یوه نازک اقتصادي حالت سره مخ دی او له پاکستان سره د لارې بندښت، وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ویلي، چې د سږکال لپاره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه ۲۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې د ۸ سلنې بودجې په چمتو کولو بریالي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې راهیسې تر اوسه له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۵،۴ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دوی ویلي، چې د راستنېدونکو او بېځایه شوو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده
د دې ادارې په وینا، یوازې د روان ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر ۱۵۰ زرو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راغلي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې هره ورځ د زرګونو کسانو راستنېدل د مرستو بهیر له سخت فشار سره مخ کړی او موجود ظرفیتونه تر پوښتنې لاندې دي.
یادې کمېشنرۍ ویلي چې د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو کسانو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۸ سلنه بودیجه برابره شوې ده. د دوی په خبره، که اضافي مالي ملاتړ برابر نه شي، د مرستو رسولو بهیر به لا ډېر زیانمن شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د راستنېدو چټکتیا او پراخوالی افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهي. هغه زیاته کړې چې د میلیونونو افغانانو ناڅاپي بېرته راتګ، چې شاوخوا ۱۲ سلنه نفوس جوړوي، هېواد یې «د ناتوانۍ تر پولې رسولی دی.»
افغانستان دا مهال د لوږې له مخ پر زیاتېدونکي بحران سره مخ دی؛ هغه وضعیت چې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د پراخو اخراجونو، د بهرنیو مرستو کمېدو او اقتصادي رکود له امله نور هم سخت شوی دی.
د تازه راپور له مخې چې د نړیوال بانک له خوا خپور شوی، له راستنېدونکو سره د نفوس چټک زیاتوالی په ۲۰۲۵ کال کې د سړي سر ناخالص کورني تولید ۴ سلنه کمښت رامنځته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د نوې سروې موندنې ښيي چې له نیمايي څخه زیاتې راستنېدونکې کورنۍ هېڅ ډول هویتي اسناد نه لري او له ۹۰ سلنې ډېر یې په ورځ کې له ۵ ډالرو څخه په کمو عوایدو ژوند کوي.
سربېره پر دې، ۵ سلنه راستنېدونکو ویلي چې غواړي بېرته له افغانستانه ووځي او له ۱۰ سلنې ډېرې کورنۍ وايي چې د دوی خپلوان یا د ټولنې غړي تر راستنېدو وروسته بیا له هېواده وتلي دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د خراب بشري وضعیت او د نفوس د چټک زیاتوالي له امله په ۲۰۲۶ کال کې بېړنۍ اړتیا ده چې نړیواله ټولنه خپل ملاتړ پراخ کړي، څو هم بیړنۍ مرستې زیاتې شي او هم د راستنېدونکو د بیا ادغام په بهیر کې پانګونه وشي.

د امریکا د جیولوژۍ څېړنو ادارې راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ، د سلواغې ۲۴مه، د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د پاکستان د بلوچستان ایالت ځینې سیمې ولړزولې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا زلزله د خضدار له سیمې څخه شاوخوا ۷۹کیلومتره واټن کې، د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې رامنځته شوې او ژوروالی یې د ځمکې له سطحې ۱۰کیلومتره ښودل شوی دی.
تر دې مهاله د دې زلزلې له امله د مالي زیانونو یا ځاني تلفاتو په اړه رسمي راپور نه دی خپور شوی. سیمهییزو چارواکو ویلي چې د ارزونې ډلې بېلابېلو سیمو ته استول شوې دي څو د احتمالي زیانونو کچه وڅېړي، او لومړنۍ پایلې به په راتلونکو ساعتونو یا ورځو کې اعلان شي.
په تېرو کلونو کې هم د دې سیمې په شاوخوا کې ورته زلزلې ثبت شوې دي. د کارپوهانو په وینا، د فعالو ټکتونیکي درزونو د شتون له امله د بلوچستان ایالت او شااوخوا سیمې وخت ناوخت د ځمکې لړزې تجربه کوي.