• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر دولت په خپلو رسمي اعلامیو کې د طالبانو حکومت «سرپرست حکومت» بولي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۰

قطر هغه هېواددی چې له طالبانو سره یې له انزوا څخه تر واکمنۍ پورې پراخه همکاري وکړه، خو لا هم د دغې ډلې حکومت 'سرپرست' بولي او دا هغه دریځ دی، چې د دوحې د تېرو ۱۲ کلونو د بې‌ساري امتیازاتو او اوسني ډیپلوماتیک احتیاط ترمنځ ژور تضاد په ډاګه کوي.

قطر چې په شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان په چارو او په ځانګړې توګه طالبانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې ښکېل پاتې شوی، خو لا هم د طالبانو حکومت «سرپرست حکومت» ګڼي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په کاپیسا کې د غره ښویېدو د پېښې له امله چې څلور کسان په‌کې مړه او شپږ نور ټپیان شوي، خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ خو په خپره شوې اعلامیه کې یې د طالبانو ادارې ته د «سرپرست حکومت» خطاب کړی دی.

کاپیسا کې د غره ښویېدو له امله څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت د قطر دولت له لوري د قربانیانو له کورنیو، د سرپرست حکومت او د افغانستان له خلکو سره غمشریکي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي».

قطر د ۱۳۹۲کال د غبرګولي په ۲۸مه (۲۰۱۳- جون- ۱۸) کې د دوحې په یوې څنډه کې یوه ودانۍ طالبانو ته د «سیاسي دفتر» په نوم وسپارله او طالبانو هم په رسمي توګه په‌کې خپل دفتر پرانېست.

قطر له دې سربېره د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو کوربه هم پاتې شوی دی. په دغه هېواد کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ لومړی پړاو خبرې د ۲۰۱۸کال د اکتوبر پر ۱۲مه پیل شوې او ۱۸میاشتې یې دوام وموند.

قطر همداراز د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړې د لاسلیک کېدو کوربه هم پاتې شوی دی. د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ له ۱۸میاشتنیو مذاکراتو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د مخکېني استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مخکېني مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ د سولې هوکړه هم د ۱۳۹۸کال د کب پر لسمه (۲۰۲۰- فبروري-۲۹) د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له واکمنېدو وروسته خپله کابینه اعلان کړه او په لومړیو څلورو کلونو کې یې خپلو وزیرانو او ادارو ته د «سرپرست» خطاب کاوه، خو د بیا واکمنېدو په څلورمه کالیزه کې د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده د سرپرست حکومت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

سره له دې چې طالبانو څو میاشتې وړاندې د خپل حکومت د سرپرستۍ د پای ته رسېدو اعلان وکړ، خو قطر لا هم د دې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني او له نږدې اړیکو سره سره ورته اوس هم «سرپرست حکومت» وايي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

په لندن کې د یوه جومات امام پر ښځو او نجونو د جنسي تېري په ۲۱ قضیو کې مجرم وپېژندل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۰

د لندن د 'سنرزبروک' شاهي محکمې یو ۵۴ کلن امام پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري او جنسي ځورونې په ۲۱ قضیو کې مجرم وپېژانده. دا جرمونه د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ شوي دي او د اوو قربانیانو له ډلې درې یې د پېښې پر مهال تنکۍ او نابالغې نجونې وې.

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې عبدالحلیم خان د ختیځ لندن په یوه جومات کې امام و او له خپل مذهبي نفوذ څخه په استفادې یې پر اوو ښځو جنسي تېری کړی دی، چې د دغو قربانیانو له ډلې درې یې د پېښې پر مهال تنکۍ نجونې وې.

د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، ټولې اووه واړه ښځې مسلمانې وې او یاد امام دوی اړې کړې وې چې په پټو ځایونو کې ورسره وګوري او هغوی ته یې ویلي وو، چې د خپل "جادويي ځواک" له لارې کولای شي هغوی له بدو پېښو څخه وساتي.

د څارنوالۍ د معلوماتو له‌مخې، دغه امام خپلې قربانیانې داسې ډارولې وې چې ګواکې هغه «جادویي ځواک» لري او که د ده خبره ونه مني، له بدې پیښې سره به مخ شي.

  • څارنوالۍ ویلي، چې قربانیان د یاد امام د تور جادو له لارې د زیان رسولو له ډاره ان جرئت نه درلود، چې د دې کړنې په اړه خپلو کورنیو یا ملګرو سره معلومات شریک کړي.

د جومات د امام یادې کړنې د ۲۰۱۸ کال په فبروۍ میاشت کې وروسته له هغه ښکاره شوې، چې د جنسي تېري تر ټولو کوچنۍ قرباني خپله کیسه له خپل یوه ښوونکي سره شریکه کړه او وروسته د میټروپولیټین پولیسو په دې اړه له ۵۰ کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې وکړې.

یاد امام د جمعې په ورځ په محکمه کې د جنسي تېري په ۹ قضیو، د جنسي ځورنې په ۴ قضیو، د تنکیو نجونو د جنسي ځورنې په ۲ قضیو، پر ماشومانو د جنسي تېري په ۵ قضیو او د جنسي ځورونې په یوه بله قضیه کې محکوم شوی.

د جومات پر امام د حکم له صادرېدو وروسته یوې قرباني وویل: «هغه ځورونه مې چې په ماشومتوب کې ګاللی، زما پر ژوند یې ژوره او تلپاتې اغېزه کړې ده».

محکمې ویلي، چې عبدالحلیم خان به د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې چې د سزا وروستی حکم یې صادرېږي په زندان کې پاتې شي.

د عبدالحلیم خان د دوسیې د پلټنې مسوولې سارا یمز ویلي: «هغه اووه ښځې چې را وړاندې شوې، فوق العاده زړورتیا یې وښودله او هیله لرم چې د نورو قربانیانو لپاره الهام بښونکی وي. کهڅه هم هېڅ څه شی به دغو ښخو ته اوښتی زیان جبران نه‌کړي، خو هیله لرو چې د پرونۍ محکومیت پرېکړه به لږ تر لږه دوی ته تسلي ورکړي».

پر همدغه مهال، څارنوالې ملیسا ګارنر ویلي چې هر هغه څوک چې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي سره مخ شوې وي، خپلې پیښې دې له پولیسو سره شریکې کړې.

عاصم منیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د مونيخ غونډې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره کتلي او دواړو لوریو د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې له ګڼو چارواکو سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د پوځ مشر د یادې غونډي په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم کتلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې لیدنې پرمهال دواړو لوریو پر دوه اړخیزو ګټو، د سیمې او نړۍ پر امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې فیلډ مارشال عاصم منیر د مونيخ غونډې پرمهال د جرمني له لومړي وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د پوځ له مشر سره هم کتلي او د امنیتي ننګونو، دوه اړخیزو دفاعي همکاریو او د خبرو له لارې د نړیوالې سولي د ټینګښت په تړاو یې خبرې کړې دي.

روبیو: ټرمپ له خامنه‌يي سره لیدنې ته لېواله دی، خو دا د امتیاز ورکولو په معنا نه ده

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، که علي خامنه‌يي له ټرمپ سره د لیدني غوښتنه وکړي، ټرمپ له هغه سره لېدنې ته چمتو دی. روبیو ویلي، چې دا لیدنه له خامنه‌يي سره د هوکړې یا هغه ته د امتیاز ورکولو په معنا نه ده، بلکې ټرمپ باور لري چې د نړۍ د ستونزو حل په خبرو اترو کې دی.

مارکو روبیو د خپلو خبرو پرمهال په ټینګار سره ویلي، چې تهران به هېڅکله هم د اټومي وسلو د لرلو اجازه ونه لري.

روبیو زیاته کړې: «زه نږدې په ډاډ سره ویلای شم چې که خامنه‌يي سبا وغواړي له ولسمشر ټرمپ سره وګوري، ولسمشر به ورسره وویني؛ خو دا په دې معنا نه ده چې هغه ورسره موافق دی، بلکې له دې امله چې هغه باور لري دا د نړۍ د ستونزو د حل لار ده. ټرمپ له چا سره لیدنه، مقابل لوري ته د امتیاز ورکولو په معنا نه بولي».

روبیو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د مذاکراتو لپاره د ایران پروړاندې د امریکا زغم په ختمېدو دی وویل: «لومړی خو زه فکر کوم چې دا په بشپړه توګه روښانه نه ده چې ایران ته به هېڅکله اجازه ور نه‌کړل شي چې اټومي وسله ولري، ځکه دا نه یوازې د امریکا لپاره، بلکي د اروپا، نړۍوال امنیت او سیمي لپاره یو ستر ګواښ دی».

طالبان وايي له پاکستان څخه یې افغانستان ته د جعلي افغانیو د قاچاق مخه نیولې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وايي، د کندهار په سپین بولدک دروازه کې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۴۰۰ زره جعلي افغانو له قاچاق څخه مخنیوی کړی دی. د نوموړي په وینا، د دغه قاچاق په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، دوه کسان چې غوښتل یې د کډوالو تر پوښښ لاندې له پاکستان څخه ۴۰۰ زره جعلي افغانۍ افغانستان ته قاچاق کړي، نیول شوي دي.

هغه د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو ډېر جزییات نه‌دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې هغوی د کډوالو په نوم افغانستان ته را اوښتل.

په ورته وخت کې د افغانستان په شمال کې د حیرتان په ځمکني بندر کې هم یو کس د ۵۶۵۰ امریکايي ډالرو د قاچاق په تړاو نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

100%

د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه بهر ته هېڅوک د ډالرو او همداراز د ډېرو پیسو د لېږدولو اجازه نه‌لري او دغه چاره جرم او قاچاق ګڼل کېږي.

طالبانو په ایران کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونې وکړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰

د ایران په مشهد کې د طالبانو کونسل نور محمد متوکل په ایران کې له مېشتو افغان سوداګرو او اقتصادي فعالینو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

دغې کونسلګرۍ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نور محمد متوکل په دې کتنه کې په ایران کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل، چې افغانستان ته لاړ شي او هلته پانګونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ډېریو پانګوالو او سوداګرو له دغه هېواد څخه خپلې پانګې اېستلي دي. ځينو دغو پانګوالو د دغې چارې لامل په افغانستان کې د اقتصادي ثبات نشتوالی او همداراز پر بانکونو یې د نړۍوالو بندیزونه په ګوته کړي دي.

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ همداراز ویلي، نور محمد متوکل په ایران کې د مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یوې مشورتي شورا د جوړېدو وړاندیز وکړ او د افغان پانګوالو او سوداګرو له هر کلي سره مخ شو.