روسیې د اوکراین پر ځانګړو ځواکونو د توغندیز برید خبر ورکړی

روسیې اعلان کړی په خارکیف ښار د توغندیز برید په ترڅ کې یې د اوکراین یو شمېر ځانګړي ځواکونه وژلي دي. روسیې ویلي، په دې برید کې د اوکراین ځینې پوځي تجهیزات هم له منځه تللي دي.

روسیې اعلان کړی په خارکیف ښار د توغندیز برید په ترڅ کې یې د اوکراین یو شمېر ځانګړي ځواکونه وژلي دي. روسیې ویلي، په دې برید کې د اوکراین ځینې پوځي تجهیزات هم له منځه تللي دي.
ددغه برید په تړاو اوکرایني چارواکو تر اوسه څه ندي ویلي.
بل پلو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه هېواد یوازې د جنورۍ په میاشت کې له شپږ زره بېپیلوټه الوتکو، څه باندې ۱۵۰ توغندیو او تر پنځه زره ډېر رهبري شویو بمونو سره چې د روسیې له لوري توغول شوي، مقابله کړې ده.


نن د فبرورۍ ۱۵مه، د شوروي پر وړاندې د افغانانو د ملي مقاومت او ازادۍ ورځ ده، دا ورځ د شاوخوا ۱۰ کلنې جګړې پای ته رسېدو نښه ده چې نږدې دوه میلیونه ملکي کسان پکې قرباني شوي.
هر کال د فبرورۍ په ۱۵مه د افغانستان د ازادۍ ورځ نمانځل کېږي، چې د ۱۹۸۹ کال په همدې ورځ د شوروي ځواکونو د افغانستان د وروستي وتلو یادونه کوي.
په دې ورځ د شاوخوا ۱۰ کلنه شوروي-افغان جګړه پای ته ورسېده، چې پکې نږدې دوه میلیونه ملکیان وژل شوي او شاوخوا اووه میلیونه افغانان د هېواد دننه بېځایه شوي یا کډوال شوي دي.
د ازادۍ ورځې تاریخ د ۱۹۷۸ کال د سور انقلاب سره تړاو لري، کله چې ولسمشر محمد داوود خان له واکه غورځېد او د خلکو ډېموکراټیک ګوند (PDPA) واک ته ورسېد. د دې ګوند له سختو اصلاحاتو وروسته په هېواد کې جګړه پیل شوه او په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد پوځونه افغانستان ته داخل شول. د نږدې ۹ کلونو جګړې وروسته، د ۱۹۸۸ کال د مې په ۱۵مه د شوروي ځواکونو وتل پیل شول او تر ۱۹۸۹ کال فبرورۍ پورې ټول ځواکونه له افغانستانه ووتل.
تاریخ پوهان دا جګړه د شوروي اتحاد د کمزورۍ او د نړۍ په نړیوالو چارو کې د بدلونونو یوه مهمه څپه ګڼي، چې د ۲۰۰۱ کال د امریکا جګړې لپاره یې هم زمینه برابره کړه.
د ازادۍ ورځ د افغانانو لپاره نه یوازې د شوروي پوځ د وتلو ورځ ده، بلکې د مقاومت، زیار او قربانۍ یوه نښه هم ګڼل کېږي.

د ازبکستان د ولسمشر مرستیال سلاکار او ډیپلوماتجاولون وخابوف ویلي چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم رکن ګرځېدلی او دا مهال په ازبکستان کې ۶۳۶ هغه شرکتونه فعالیت کوي چې د افغان پانګې په مرسته جوړ شوي.
دغه څرګندونې، جاولون وخابوف کابل ته د خپل سفر پر مهال کړي. نوموړي په دغه سفر کې له افغان سوداګرو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پیاوړتیا ناستې او خبرې کړې دي.
وخابوف په ایکس لیکلي چې په دې ناسته کې د سرحدي سوداګرۍ شته ننګونې او نهکارول شوي فرصتونه وڅېړل شول. د هغه په وینا، دا مهال په ازبکستان کې ۶۳۶ هغه شرکتونه فعالیت لري چې د افغان پانګې په مرسته جوړ شوي، چې له ډلې یې ۵۶۲ په بشپړه توګه د افغانانو ملکیت دي.
نوموړي زیاته کړې چې په کرنه، خوراکي توکو پروسس، ساختماني موادو، نساجۍ او ګرځندوی برخو کې ګډې پروژې روانې دي، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د زیاتېدونکې همکارۍ ښکارندویي کوي.

د امریکا د بهرنیو چاررو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره یې د لیدلو پرمهال د اوکراین د امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره یې د لیدنې پرمهال د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «ولسمشر ټرمپ داسې یوه حللاره غواړي چې په اوکراین کې روانه وینه تویونه د تل لپاره پای ته ورسېږي.»
دا لیدنه پر داسې مهال ترسره کېږي، چې نړۍواله ټولنه په اوکراین کې د سولې د احتمالي طرحې په اړه د ټرمپ د ادارې راتلونکو ګامونو ته په تمه ده.

امریکايي رسنۍ 'اکسیوس' له ایران سره د تېلو پر پلور د فشار زیاتولو او د یوې احتمالي هوکړې په اړه په خپل راپور کې ویلي، امریکايي مرکچیانو ټرمپ ته ویلي چې له تهران سره د یوې 'ښې هوکړې' ترلاسه کول ستونزمن او ښايي ناشونی وي.
یادې رسنۍ د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، چې له ایران سره د اټومي مذاکراتي پلاوي مشرانو سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر دا څرګندونې د یوې هوکړې د څرنګوالي په اړه د ټرمپ د پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
دوی ویلي، چې تر دې دمه د ایران مذاکراتي پلاوي داسې دریځونه غوره کړي چې د واشنګټن له نظره د منلو وړ چوکاټ کې نه راځي.
پر همدغه مهال اکسیوس د یوه بل امریکايي چارواکي له قوله هم لیکلي، چې داسې هېڅ څرګ نه لېدل کېږي چې ایران دې د امریکا له وړاندیزونو سره هوکړه وکړي.
د لومړۍ سرچینې په وینا، کوشنر او وېټکاف ټرمپ ته ویلي چې مذاکراتو ته دوام ورکوي او د امریکا سخت دریځ به وساتي.
سرچینې زیاته کړې: «که ایراني چارواکي له داسې یوې هوکړې سره هوکړه وکړي چې د امریکا لپاره د منلو وړ وي، دوی به لازم معلومات ټرمپ ته وړاندې کړي، ترڅو هغه وروستۍ پرېکړه وکړي».
ټاکل شوې ده، چې وېټکاب او کوشنر د سېشنبې په ورځ له ایراني پلاوي سره د عمان په کوربتوب په جینوا ښار کې وګوري.

قطر هغه هېواددی چې له طالبانو سره یې له انزوا څخه تر واکمنۍ پورې پراخه همکاري وکړه، خو لا هم د دغې ډلې حکومت 'سرپرست' بولي او دا هغه دریځ دی، چې د دوحې د تېرو ۱۲ کلونو د بېساري امتیازاتو او اوسني ډیپلوماتیک احتیاط ترمنځ ژور تضاد په ډاګه کوي.
قطر چې په شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان په چارو او په ځانګړې توګه طالبانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې ښکېل پاتې شوی، خو لا هم د طالبانو حکومت «سرپرست حکومت» ګڼي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په کاپیسا کې د غره ښویېدو د پېښې له امله چې څلور کسان پهکې مړه او شپږ نور ټپیان شوي، خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ خو په خپره شوې اعلامیه کې یې د طالبانو ادارې ته د «سرپرست حکومت» خطاب کړی دی.
کاپیسا کې د غره ښویېدو له امله څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو
دغه وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت د قطر دولت له لوري د قربانیانو له کورنیو، د سرپرست حکومت او د افغانستان له خلکو سره غمشریکي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي».
قطر د ۱۳۹۲کال د غبرګولي په ۲۸مه (۲۰۱۳- جون- ۱۸) کې د دوحې په یوې څنډه کې یوه ودانۍ طالبانو ته د «سیاسي دفتر» په نوم وسپارله او طالبانو هم په رسمي توګه پهکې خپل دفتر پرانېست.
قطر له دې سربېره د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو کوربه هم پاتې شوی دی. په دغه هېواد کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ لومړی پړاو خبرې د ۲۰۱۸کال د اکتوبر پر ۱۲مه پیل شوې او ۱۸میاشتې یې دوام وموند.
قطر همداراز د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړې د لاسلیک کېدو کوربه هم پاتې شوی دی. د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ له ۱۸میاشتنیو مذاکراتو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د مخکېني استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مخکېني مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ د سولې هوکړه هم د ۱۳۹۸کال د کب پر لسمه (۲۰۲۰- فبروري-۲۹) د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له واکمنېدو وروسته خپله کابینه اعلان کړه او په لومړیو څلورو کلونو کې یې خپلو وزیرانو او ادارو ته د «سرپرست» خطاب کاوه، خو د بیا واکمنېدو په څلورمه کالیزه کې د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده د سرپرست حکومت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.
سره له دې چې طالبانو څو میاشتې وړاندې د خپل حکومت د سرپرستۍ د پای ته رسېدو اعلان وکړ، خو قطر لا هم د دې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني او له نږدې اړیکو سره سره ورته اوس هم «سرپرست حکومت» وايي.