د یاد سازمان د ارزونو له مخې، د شدیدو بارانونو ډېروالی، د هوا د تودوخې لوړېدل او اوږده، ګرم اوړي د انوفل غوماشو د تکثر لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی، چې ورسره د ملاریا د پېښو کچه هم لوړه شوې ده.
روغتیايي کارپوهان وایي، اقلیمي بدلونونه اوس په مستقیم ډول ساري ناروغۍ ډېروي.
د دغه سازمان شمېرې ښيي چې که څه هم د ۲۰۱۸او ۲۰۲۱کلونو ترمنځ د ملاریا پېښې نسبي راکمې شوې وې، خو په ۲۰۲۲کال کې بېرته ډېرې شوې دي، په ۲۰۲۴کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او په ۲۰۲۵کال کې هم دا ناروغي په لوړه کچه پاتې ده.
یاد سازمان په ننگرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې وضعیت لا جدي بللی دي.
دا هغه سیمې دي چې ډېری کورنۍ هر اوړی د ملاریا له تکراري پېښو سره مخ کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازی اډوین سالواډور ویلي، دا ناروغي نه یوازې روغتیايي ستونزه ده، بلکې د ماشومانو پر زده کړو، د کورنیو پر عوایدو او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو پر لاسرسي هم منفي اغېز کوي.
روغتیايي مسوولان ټینګار کوي چې که وقایوي پروګرامونه، د درملنې اسانتیاوې او د شریکو بنسټونو ترمنځ همغږي پیاوړې شي، د ملاریا د خپرېدو مخه نیول کېدای شي، په ځانګړي ډول د انتقال د اوج په موسم کې.
د یادولو وړ ده، چې ملاریا د انوفل غوماشي د چیچلو له لارې انسانانو ته انتقالېږي.
د دې ناروغۍ مهمې نښې تبه، لړزه او شدیده بدني کمزوري ده. روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې د غوماشو ضد جالیو کارول، د کورونو دننه درمل شیندل، او د محافظتي جامو اغوستل کولی شي د ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.