د راپورونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کریسټوفر یاو ویلي، چې د ۲۰۲۰کال د جون پر ۲۲مه نېټه په قزاقستان کې د زلزلې د ارزولو یوې دستګاه د ۲.۷۵ درجې په کچه یوه چاودنه ثبت کړې چې مرکز یې د چین د لوپ نور اټومي ازموینې له سیمې شاوخوا ۷۲۰ کیلومتره لرې ښودل شوی دی.
نوموړي ویلي، اضافي معلومات ښيي چې دغه پېښه نه د کانکېندنې له چاودنو سره سمون لري او نه هم د طبیعي زلزلې بڼه لري؛ بلکې «د اټومي ازموینې له یوې چاودنې سره ورته والی لري».
خو د اټومي ازموینو د مخنیوي نړۍوال تړون سازمان (CTBTO) ویلي، شته معلومات د دغه ادعا د تایید لپاره بسنه نهکوي. د دغه سازمان اجرایوي مشر رابرت فلوید په یوه بیان کې ویلي، یادې دستګاه د جون پر ۲۲مه د زلزلې دوه سوکه ټکانونه ثبت کړي چې ترمنځ یې ۱۲ ثانیې واټن و؛ خو شدت یې د هغه کچې څخه ډېر ټیټ و. چې د اټومي ازموینې د قطعي تشخیص لپاره اړین بلل کېږي.
په واشنګټن کې د چین سفارت بیا د امریکا تورونه «په بشپړه توګه بېبنسټه» بللي او ویلي یې دي، دغه څرګندونې د دې لپاره کېږي چې امریکا خپل اټومي ازموینې بیا پیلولو ته پلمه برابره کړي. د یاد سفارت ویاند لیو پېنګیو په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې دغه ډول دریځ «د اټومي برلاسۍ د ترلاسه کولو هڅه او له خپلو نړۍوالو مسوولیتونو تېښته» ده.
چین چې د ۱۹۹۶کال د اټومي ازموینو د بندیز نړۍوال تړون لاسلیک کړی؛ خو لا یې توشیح کړی نهدی تر دې وړاندې هم د نوې ازموینې ترسره کول رد کړي دي. د چین وروستۍ رسمي تر ځمکې لاندې اټومي ازموینه په ۱۹۹۶کال کې شوې وه.
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین فشار راوړي، چې له امریکا او روسیې سره د ستراتېژیکو اټومي وسلو د محدودیت د نوي تړون په خبرو کې ګډون وکړي. د «نیو سټارټ» تړون تر پای ته رسېدو وروسته، د نوې اټومي سیالۍ د چټکېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، چین دا مهال له ۶۰۰ډېرې فعالې اټومي سرګلولې لري او تمه کېږي چې تر ۲۰۳۰کاله پورې به دغه شمېر له ۱۰۰۰ واوړي؛ خو بیجېنګ ټینګار کوي چې د دوی اټومي زېرمه د واشنګټن او مسکو پرتله ډېره کوچنۍ ده.