• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

ملګري ملتونه: شخړې او بې‌ثباتي د مېندواره ښځو ژوند ته جدي ګواښونه پېښوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي، چې په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته هېوادونو کې د مېندواره ښځو د مړینې کچه د نورو هېوادونو پرتله پنځه برابره لوړه ده او شاوخوا دوه پر درېیمه برخه د ټولې نړۍ مېرمنې د مېندوارۍ پرمهال په دغه سیمو کې مري.

څېړنې ښيي، چې په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته هېوادونو کې د روغتیايي نظام کمزورتیا د مېندواره ښځو د مړینې اصلي لامل دی. د راپور پربنسټ؛ یوازې په ۲۰۲۳کال کې په دغه سیمو کې شاوخوا ۱۶۰زره ښځې د مخنیوي وړ مېندوارۍ ستونزو له امله مړې شوې، چې دا د نړۍ د ټولو مېرمنو د مړینې شاوخوا ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

په جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د مړینې کچه ۵۰۴ ته رسېږي، په داسې حال کې چې په ټولنیز او ادارتي لحاظ بې‌ثباته هېوادونو کې دغه کچه ۳۶۸ ده او په باثباته هېوادونو کې یوازې ۹۹ ته رسېږي.

د یاد سازمان په خبره؛ د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او لومړني روغتیايي خدماتو پانګونه په ځانګړي ډول په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته سیمو کې د مېندواره ښځو د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي اهمیت لري. دارنګه د معلوماتو راټولول او د روغتیايي نظامونو انعطاف منونکی جوړښت کولی شي د مړینې د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړي، حتی په تر ټولو ننګونکو چاپېریالونو کې.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

علیمه خان: د عمران خان په درملنه کې پر دولتي روغتونونو او ډاکټرانو باور نه‌لرو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان کورنۍ د هغه د روانې درملنې پر څرنګوالي نیوکه لري او غوښتنه کوي، چې کورنۍ ته دې د درملنې په بهیر کې د ګډون او څار اجازه ورکړل شي.

د عمران خان خور علیمه خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی په هېڅ دولتي روغتون او یا هم هغو ډاکټرانو چې له حکومتي بنسټونو سره تړاو لري؛ باور نه‌لري. هغې ټینګار کړی، سره له دې چې هغوی خپل کورني ډاکټران ور پېژندلي وو؛ خو اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د عمران خان درملنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، له څو ورځو راهیسې دا خبرې کېږي چې ګواکې عمران خان به روغتون ته ولېږدول شي. د هغې په وینا؛ تر دې وړاندې هم ویل شوي و، چې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه به یو راپور خپور شي؛ خو خپور شوی راپور «ناسم» دی، ځکه په راپور کې د درملنې واضح پلان نه‌دی ذکر شوی.

علیمه خان پوښتنه کړې، که مسوولین باور لري چې د عمران خان درملنه په سمه توګه روانه ده؛ نو ولې یې جزییات له خلکو پټ ساتي؟ هغې د عمران خان له پلویانو غوښتي، چې سړکونو ته راووځي او د هغه د مناسبې او شفافې درملنې لپاره غږ پورته کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم د عمران خان د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. همداراز د هغه وکیل ویلي و، چې د عمران خان ښۍ سترګه د ړندېدو له جدي ګواښ سره مخ ده.

امریکا وایي تهران د اټومي وسلو په اړه د ټرمپ شرطونه نه‌دي منلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس وایي، واشنګټن غواړي د ایران موضوع د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي؛ خو د اړتیا په صورت کې به امریکا له پوځي ځواک هم کار واخلي.

هغه له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا حکومت هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام مسله د خبرو له لارې حل کړي؛ خو ټول انتخابونه لاهم پر مېز دي. نوموړي زیاته کړې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران لپاره روښانه سرې کرښې ټاکلې چې تر ټولو مهمه یې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی دی.

د هغه په وینا؛ ایران لاتراوسه چمتو نه‌دی چې دغه شرایط ومني. وېنس ویلي، په جېنوا کې له ایران سره شوې خبرې «له یوه اړخه مثبتې» وې او دواړو لوریو هوکړه کړې چې بیا به سره وګوري؛ خو دا هم څرګنده وه چې تهران لا د امریکا ټاکلې کرښې نه‌دي منلي.

د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری ورکړی، که ایران اټومي وسلو ته ورسېږي؛ نور هېوادونه به هم د ورته وسلې د ترلاسه کولو هڅه وکړي، چې دا به د امریکا او سیمې لپاره «ناورین» وي.

هغه ټینګار وکړ، امریکا پیاوړی پوځ لري او ولسمشر ټرمپ ښودلې چې د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواک کار اخلي؛ خو ورته مهال د ډیپلوماسۍ له لارې د حل لپاره هم جدي چمتووالی لري.

امریکایي لوړپوړی چارواکی: چین په ۲۰۲۰کال کې پټه اټومي ازموینه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې، چې چین د ۲۰۲۰کال په جون میاشت کې د لوپ نور په سیمه کې تر ځمکې لاندې اټومي ازموینه ترسره کړې؛ خو چین بیا دغه تورونه رد کړي او هغه یې د دغه هېواد په چارو کې «سیاسي لاسوهنه» بللې ده.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کریسټوفر یاو ویلي، چې د ۲۰۲۰کال د جون پر ۲۲مه نېټه په قزاقستان کې د زلزلې د ارزولو یوې دستګاه د ۲.۷۵ درجې په کچه یوه چاودنه ثبت کړې چې مرکز یې د چین د لوپ نور اټومي ازموینې له سیمې شاوخوا ۷۲۰ کیلومتره لرې ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي، اضافي معلومات ښيي چې دغه پېښه نه د کان‌کېندنې له چاودنو سره سمون لري او نه هم د طبیعي زلزلې بڼه لري؛ بلکې «د اټومي ازموینې له یوې چاودنې سره ورته والی لري».

خو د اټومي ازموینو د مخنیوي نړۍوال تړون سازمان (CTBTO) ویلي، شته معلومات د دغه ادعا د تایید لپاره بسنه نه‌کوي. د دغه سازمان اجرایوي مشر رابرت فلوید په یوه بیان کې ویلي، یادې دستګاه د جون پر ۲۲مه د زلزلې دوه سوکه ټکانونه ثبت کړي چې ترمنځ یې ۱۲ ثانیې واټن و؛ خو شدت یې د هغه کچې څخه ډېر ټیټ و. چې د اټومي ازموینې د قطعي تشخیص لپاره اړین بلل کېږي.

په واشنګټن کې د چین سفارت بیا د امریکا تورونه «په بشپړه توګه بې‌بنسټه» بللي او ویلي یې دي، دغه څرګندونې د دې لپاره کېږي چې امریکا خپل اټومي ازموینې بیا پیلولو ته پلمه برابره کړي. د یاد سفارت ویاند لیو پېنګ‌یو په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې دغه ډول دریځ «د اټومي برلاسۍ د ترلاسه کولو هڅه او له خپلو نړۍوالو مسوولیتونو تېښته» ده.

چین چې د ۱۹۹۶کال د اټومي ازموینو د بندیز نړۍوال تړون لاسلیک کړی؛ خو لا یې توشیح کړی نه‌دی تر دې وړاندې هم د نوې ازموینې ترسره کول رد کړي دي. د چین وروستۍ رسمي تر ځمکې لاندې اټومي ازموینه په ۱۹۹۶کال کې شوې وه.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین فشار راوړي، چې له امریکا او روسیې سره د ستراتېژیکو اټومي وسلو د محدودیت د نوي تړون په خبرو کې ګډون وکړي. د «نیو سټارټ» تړون تر پای ته رسېدو وروسته، د نوې اټومي سیالۍ د چټکېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، چین دا مهال له ۶۰۰ډېرې فعالې اټومي سرګلولې لري او تمه کېږي چې تر ۲۰۳۰کاله پورې به دغه شمېر له ۱۰۰۰ واوړي؛ خو بیجېنګ ټینګار کوي چې د دوی اټومي زېرمه د واشنګټن او مسکو پرتله ډېره کوچنۍ ده.

د برلین په نړۍواله غونډه کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار وشو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۴ GMT+۰

د برلین په نړۍوال فورم کې یوشمېر افغان ښځینه فعالانو ګډون وکړ او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وکړي. پروانه ابراهیم خېل نجرابي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غونډې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ناوړه شرایط په ګوته شول.

د ۲۰۲۶کال د نړۍوال فورم نړۍوال کنفرانس چې د ډیموکراسۍ، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا پر راتلونکي تمرکز کوي، د فبرورۍ له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې په برلین کې ترسره شو.

په دغه پروګرام کې لسګونه پېژندل شویو سیاست‌والو ګډون کړی و، چې په‌کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلینټن، د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالانو هم برخه اخیستې وه.

د ګډونوالو په منځ کې په اترېش کې د افغانستان سفیره منیژه باختري، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر، خبریاله زهرا جویا، د ښځو د حقونو فعاله پروانه ابراهیم خېل نجرابي، د میدان وردګ پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري او یوشمېر نورې افغان ښځې شاملې وې.

پروانه ابراهیم‌خېل نجرابي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د افغانستان د ناوړه وضعیت په اړه معلومات د غونډې په بېلابېلو برخو کې وړاندې کړل. هغې وویل، چې نړۍوالې ټولنې عملا د افغانستان د ښځو له کړاو او ځپلو سترګې پټې کړې دي او «په افغانستان کې د ازادۍ او ډیموکراسۍ موضوع په بشپړه توګه هېره شوې ده».

د هغې په وینا؛ افغان ګډونوالو په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو وغوښتل، چې د طالبانو اداره په رسمیت ونه پېژني. مېرمن نجرابي همدارنګه د ځینو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه بهیر کولای شي په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلېنټن په خپلې وینا کې خبرداری ورکړی، چې ډیموکراسي له جدي ګواښ سره مخ ده. هغې «له پولې هاخوا د استبداديانو د ټلوالې» د جوړولو په اړه خبرې وکړې، چې په اروپا او امریکا کې د ډيموکراسۍ بنسټونه کمزوري کولای شي.

کلېنټن ټينګار وکړ، چې ولاديمير پوتين د یادې پروسې ملاتړ او تمويل کوي او «په امریکا کې ډېر متحدين لري». هغې زياته کړه، هغه کسان چې د ډيموکراسۍ او د شتمنۍ د عادلانه وېش لپاره هڅې کوي بايد د ځواکمنو او منظمو دښمنانو له حضوره خبر وي.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال فورم کنفرانس د نړۍوالو ننګونو د ارزولو لپاره جوړ شوی و، چې په‌کې د مصنوعي ځیرکتیا مقررات، د دیموکراسۍ ګواښونه، بشري حقونه او د بشریت راتلونکې شامل وو. د پرانیستې مراسم یې د بېل کلېنټن او هېلري کلېنټن په ګډون ترسره شول.

هېلري کلېنټن: طالبانو افغانستان د ښځو پر وړاندې د کرکې په یوه نړۍوال سمبول بدل کړی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلېنټن په یوې نوې مقاله کې ویلي، چې په نړۍ کې د ښځو سره د کرکې او افراطیت تر ټولو سخته بېلګه نن ورځ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لیدلی شئ. هغې ویلي، چې د طالبانو یو له لومړنیو اقداماتو څخه له ټولنې د ښځو ګوښه کول وو.

د مېرمن کلېنټن مقاله «د ښځو حقونه، ډیموکراټیک حقونه دي» تر سرلیک لاندې په امریکایي فارن افیرز مجلې کې خپره شوې ده، چې په‌کې پر دیموکراسۍ او نړۍوال ثبات د ښځو د ځپلو بڼې او اغېزې څېړل شوې دي.

هېلري کلېنټن چې په امریکا کې له پیاوړو ښځو څخه ګڼل کېږي په خپلې مقالې کې لیکلي، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱کال کې یو ځل بیا د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ؛ د هغوی له لومړنیو اقداماتو څخه یو یې دا و، چې ښځې له ښکاره او عامه رولونو څخه ګوښه کړي.

هغې څرګنده کړې، چې په ډېر لنډ وخت کې نجونې له منځنۍ زده‌کړو محرومې شوې او ښځې له پوهنتونونو، دولتي دندو او له کوره بهر مسلکي فعالیتونو څخه منعه شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې ټینګار کړی، چې طالبان ادعا کوي دغه اقدامات د اسلامي ارزښتونو او ملي هویت د ساتنې لپاره ترسره کېږي؛ خو د نړۍ په ډېرو سیمو کې داسې هېوادونه شته، چې هلته اسلام او ډیموکراسي په یو وخت کې غوړېدلي دي.

د کلېنټن په وینا؛ اصلي موخه ښکاره ځپل دي: ښځې له معلوماتو، عاید او سیاسي نفوذ څخه محرومول او د ټولنې نیمه برخه له عامه ژوند څخه ګوښه کولو سره واک ټینګول دي. هغې خبرداری ورکړی، چې نور استبدادي مشران په دقت سره ګوري او زده کوي چې څنګه د ښځو په ځپلو سره لا زیات واک ترلاسه کولای شي.

هغې لیکلي، چې د ایران په څېر هېوادونو کې مذهبي چارواکي د دوی د حجاب لرې کولو لپاره ځوانې مېرمنې وهي، بندیانوي ​​او ان له تاوتریخوالي ډک چلند ورسره کوي.

مېرمن کلېنټن ټینګار کړی، استبدادي رژیمونه سره له دې چې پراخ توپیرونه لري، د ښځو د حقونو سره ګډه دښمني لري؛ سېکولر یا مذهبي، لویدیځ یا ختیځ، پرمختللي یا مخ پر ودې، هر ډول ډیکټاتوران ښځې په نښه کوي.

یادې پخوانۍ امریکایي چارواکې په خپلې مقالې کې د نړۍ د دیموکراسۍ وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اوس استبدادي نظامونه له دیموکراتیکو نظامونو زیات شوي دي.

د هغې په وینا؛ د ښځو پر حقونو او فرصتونو برید کول او په ټولنه کې د هغوی بشپړ حضور محدودول ډېری وخت له پامه غورځول کېږي؛ خو پایله یې د دیموکراسۍ چټک کمزوري کېدل دي. په داسې حالت کې بنسټونه له دننه تشېږي، مخالفتونه جرم ګڼل کېږي او واک پرته له حساب‌ورکونې د څو محدودو کسانو په لاس متمرکز کېږي. هغې ټینګار کړی، چې دغه بهیر تصادفي نه؛ بلکې په شعوري او پلان شوي ډول مخته وړل کېږي.