د قزاقستان استازي ويلي، چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد نظر بدل شوی دی. د ازبکستان استازي هم له افغانستان سره د سوداګريزو راکړو ورکړو د پام وړ زياتوالي خبره وکړه او زياته يې کړه، چې تېر کال له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱.۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده.
د مرکزي اسيا د هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې فوقالعاده غونډه د سلواغې په ۲۷مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې سوداګري، اقتصادي اړيکې، ټرانزيتي مسايل او د افغانستان په اړه د سيمهييزو تګلارو همغږي د اجنډا په سر کې وو. د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د استانه ټايمز د راپور لهمخې، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي يرکين توکوموف وويل، چې د غونډې اجنډا هم د محتوا له پلوه بډايه وه او هم ستراتيژيک ارزښت لري.
هغه زياته کړه: «دا ډول غونډې د دې لپاره کېږي چې د مرکزي اسيا هېوادونو سره مرسته وشي څو ګډ دريځ جوړ کړي. زموږ اجنډا سوداګريزې او اقتصادي اړيکې او ټرانزيتي مسايل رانغاړي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان په اړه خپل چلند همغږي کړو».
توکوموف يادونه وکړه، چې قزاقستان لکه د نړۍوالې ټولنې ډېری هېوادونه تر اوسه د طالبانو اداره په رسميت نه ده پېژندلې، خو بيا هم له افغانستان سره په سوداګريزو، اقتصادي او بشردوستانه برخو کې تعامل لري.
د هغه په وينا، بشردوستانه مرستې د استانه لپاره ځانګړی ارزښت لري او قزاقستان د بېړنيو حالاتو پر مهال افغانستان ته اوړه، خیمې او خوراکي توکي لېږلي دي.
هغه همداراز د ښوونې او بشردوستانه همکاریو د پراخېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې افغان زدهکوونکي د قزاقستان په پوهنتونونو کې منل شوي او تېر کال د لومړي ځل لپاره افغانستان ته طبي مرستې هم لېږل شوې دي.
د قزاقستان ځانګړي استازي افغانستان چې شاوخوا ۴۵ ميليونه نفوس لري، يو «هېلهبخښونکی» بازار وباله او د دې هېواد د ټرانزيتي دهلېز په توګه يې پر ارزښت ټينګار وکړ.
خو هغه وويل، چې په افغانستان کې د اورګاډي اغېزمنې شبکې نشتوالی له سترو خنډونو څخه دي او زياته يې کړه، چې يوازې د اورګاډي يوه لنډه کرښه چې ترمز له مزارشريف سره نښلوي فعاله ده. هغه وويل: «له اورګاډي پرته رښتينی اتصال نهشته».
دغه لوړپوړي ډيپلومات زياته کړه، چې مرکزي اسيا د هند سمندر او د هند بندرونو ته خوندي لاسرسي ته اړتيا لري. توکوموف د ګاونډيو بازارونو نفوس ته په اشارې وويل، چې هند او پاکستان په ګډه نږدې دوه ميليارده وګړي لري او افغانستان هم شاوخوا ۴۵ ميليونه نفوس لري؛ هغه هېوادونه چې ټول د مرکزي اسيا څخه يوازې د يو يا دوو ساعتونو د الوتنې واټن لري.
د هغه په وينا، له دغه ستر ظرفيت سره سره له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه لا هم ټيټه ده.
توکوموف ټينګار وکړ، چې افغانستان بايد يوازې له يوې زاويې ونه کتل شي. د هغه په خبره، دغه هېواد له نږدې پنځو لسيزو جګړو وروسته د مسلکي بشري ځواک له کمښت او ډېرې کمزورې بنسټيزې زېربنا سره مخ دی.
هغه وويل، د افغانستان په اړه د قزاقستان نظر بدلېږي: «پخوا موږ افغانستان ته يوازې د ګواښ له نظره کاته، خو نن د ګواښونو ترڅنګ فرصتونه هم پهکې وینو.» خو هغه ټينګار وکړ، چې خطرونه لا هم شته او بايد د احتمالي ګټو ترڅنګ وارزول شي.
په افغانستان کې د قرغزستان سفير تورداکون سيدیکوف هم وويل، چې هېواد يې د استانه غونډه او د تماس ډلې منظمې خبرې د افغانستان اړوند مسايلو د حل لپاره ډېرې مهمې بولي.
هغه وويل: «اصلي تمرکز پر سوداګريزو، اقتصادي او ټرانسپورتي پروژو دی. د دغو پروژو پلي کېدل د افغانستان او ټولې سيمې د يو سولهييز او باثباته راتلونکي لپاره مهم شرط ګڼل کېږي».
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي اسماعيلالله ارګاشف وويل، چې د مرکزي اسيا هېوادونه ښايي ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو د پلي کولو پر لور حرکت وکړي. هغه افغانستان د مرکزي او سوېلي اسيا تر منځ يو احتمالي پُل وباله.
هغه د اقتصادي تعاملاتو د زياتوالي په يادولو وويل، چې تېر کال له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۱.۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده. د هغه په خبره، قزاقستان او ازبکستان د دغو پروژو په عملي کېدو سره افغانستان خپل له مهمو سوداګريزو شريکانو څخه ګرځولی دی.
ارګاشف زياته کړه: «موږ ټول له شته ننګونو خبر يو او له همدې امله غواړو خپل نظرونه سره تبادله کړو او د سيمې د امنيت د ساتنې لپاره يو له بل سره همکاري وکړو.»
هغه د تماس ډلې رول مهم وباله او ويې ويل، چې دا بهير د هغو پراخو ستراتيژيکو هوکړو سره سمون لري چې د مرکزي اسيا مشرانو ورباندې موافقه کړې ده.