• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانانو شکایتونه: د کابل په تور بازار کې د پاکستان ویزې په یونیم زر ډالرو پلورل کیږي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۰

په کابل کې ځینو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان سفارت یوه ویزه په تور بازار کې له زرو ډالرو څخه تر ۱۵ سوه ډالرو پورې پلورل کیږي. ددغو افغانانو په وینا، په سفارت کې د مرکې پر وخت له ویزه اخېستونکو اقرار اخېستل کیږي چې له دوی ۱۵۰۰ افغانۍ اخیستل شوې.

یو شمیر افغانانو نن پنجشنبه، د سلواغې پر ۳۰مه وویل، چې نه یوازې دا چې په کابل کې د پاکستان سفارت وېزې په تور بازار کې په ډالرو پلورل کیږي، بلکې په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې د پاکستان د کونسلګریو ویزې هم په تور بازار کې په ډالرو پلورل کیږي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې، د معتبرو روغتیايي ادارو د اسنادو په لرلو سره په کابل کې د پاکستان سفارت او ننګرهار کې کونسلګرۍ طبي ویزې له ۱۳ سوه ډالرو څخه تر ۱۵ سوه ډالرو پورې پلورل کېږي.

یو شمېر افغانانو وویل، چې په کندهار او بلخ ولایتونو د پاکستان کونسلګریو اړوند طبي ویزه له زرو ډالرو څخه تر ۱۲ سوه ډالرو پورې پلورل کېږي.

همدراز په په کابل کې د پاکستان سفارت او په ننګرهار، بلخ، کندهار کې ددغه هېواد د کونسلګریو د سیاحت ویزې له ۱۵ سوه ډالرو څخه پیل تر ۲ زرو ډالرو پورې په تور بازار کې پلورل کیږي.

یو شمیر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی مجبور دي ددې ویزو د اخیستو لپاره له هغو سیاحتي شرکتونو سره خبرې وکړي، چې د پاکستان له سفارت او یا هم له کونسلګریو سره ثبت دي.

د کابل یوه اوسېدونکي وویل:« ما د روغتیايي ویزې لپاره درخواست ولېږه او یو نیم زر افغانۍ مې ورکړې خو د څلورو میاشتو په تېریدو سره ویزه رانغله، بیا مې په کابل کې یو شرکت ته ۱۳ سوه ډالره ورکړل او بیا یې په یوه ورځ کې د پاکستان سفارت د انټریو لپاره وغوښتم او په هغه ورځ یې ویزه راکړه.»

نوموړی زیاتوي:« په انټریو کې یې له ما پوښتنه وکړه، چې د ویزې لپاره دې څومره پیسې ورکړې، ما ورته وویل یونیم زر افغانۍ او که ما چیرې ویلي وای چې له ما څخه یې ۱۳ سوه ډالره اخیستي، نو بیا یې زما ویزه ردوله.»

په کابل کې د پاکستان سفارت تر اوسه په رسمي ډول ددغو شکایتونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل او ننګرهار کې د ځینو سیاحتي شرکتونو مسوولانو هم تایید کړه، چې د پاکستان ویزې په تور بازار کې په ډالرو پلورل کېږي او هغه کسان چې په عادي ډول د ویزو لپاره غوښتنلیک ورکوي د هغوی ویزې تر میاشتو میاشتو وخت نیسي او بیا وروسته پسې رد کېږي.

ځینې افغانان له طالبانو غواړي، چې له پاکستاني چارواکو سره دې ددې ستونزې په اړه خبرې وکړي او په تور بازار کې دې د ویزو پلورلو مخه ونیسي.

د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د پاکستان د ویزو په برخه کې شکایتونه زیات شوي دي او د طالبانو د نږدې پنځو کلونو په تیرېدو سره لاهم دا ستونزه نه ده اواره کړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان جمعیت العلماء جګپوړي مشر له سراج الدین حقاني سره لیدلي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام جګپوړي غړي مولانا صلاح الدین ایوبي په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره سراج الدین حقاني سره لیدلي دي. ایوبي ددې لیدنې انځورونه پر خپل اېکس خپاره کړي دي. څو ورځې وړاندې د سراج الحق په مشرۍ د پاکستان د دیني ګوندونو یو پلاوی کابل ته تللی و.

په داسې حال کې، چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې لاهم ترینګلې دي، د پاکستان د مذهبي ګوندونو د غړو یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

ایوبي، چې د بلوچستان د ملي شورا پخوانی غړی او د جمعیت علمای اسلام د مرکزي مالي چارو سکرتر دی، پر اېکس له سراج الدین حقاني سره د خپلې لیدنې انځورونه خپاره کړي دي.

دا روښانه نه ده، چې نوموړي کابل ته د خپل ګوند په استازیتوب جلا سفر کړی او که د سراج الحق په مشرۍ د څو ورځې وړاندې تللي پلاوي غړي په توګه تللی.

سراج الحق په دغه دوه ورځني سفر کې د طالبانو له رییس الوزرا، د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو او نورو چارواکو سره لیدلي، خو ددې لیدنو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

سراج الحق ددغه سفر په اړه په یوه مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره یې د پاکستان او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. هغه دغه راز وویل، چې د پاکستان ټول دیني عالمان په خپل هېواد کې د وسله والې جګړې مخالف دي.

نوموړي وویل، چې طالبانو په پاکستان کې د جګړې دوه زره افغان ملاتړي زندانونو ته اچولي دي، خولا هم ددواړو خواوو د مشرانو ترمنځ خبرو اترو ته اړتیا ده.

دغه لیدنې کتنې داسې مهال دي، چې سعودي عربستان هم د منځګړتوب هڅې بېرته چټکې کړې او ددې هڅو په پایله کې طالبانو اعلان وکړ، چې د اکتوبر د ۱۲مې نېټې په نښتو کې یې درې نیول شوي پاکستاني پوځیان خوشې کړي دي.

طالبان وایي په تېرو درې اونیو کې یې په ۵ ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې په تېرو درېیو اونیو کې یې په پنځو ولایتونو کې په زیاته انداره قاچاقي توکي نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو درېیو اونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې افغانستان ته راوړي.

د طالبانو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نیول سویو توکو کي چاکلېټ، وریژې، نوې البسه، درمل، رُب ، ملایي، شامپو، مالګه، ټوکر، اچار، خورما، پاکټي کوچ، پنیر، پلاسټیک، د غاښونو کریم، نخي تار، جوس، بیسکټ، شیدې، د قیلون توکي، عطر او مالټې شامل دي.

د طالبانو د مالیې وزارت په وینا، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

طالبانو پېښور ته د افغان کډوالو د ستنېدنې بهیر د څارلو لپاره پلاوی استولی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت خپل یو پلاوی پېښور او شاوخوا سیمو ته استولی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې روان بهیر له نږدې وڅاري. یاد پلاوي د اضاخیلو او حمزه بابا د بېرته ستنېدنې له مرکزونو هم لیدنه کړې ده.

د سفارت له لوري پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد پلاوي د تورخم پر فرضي کرښه د بایومېټریک بهیر او د ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې ستونزې وکتلې.

د خبرپانې له مخې، همداراز پلاوي له ځایي چارواکو سره ناسته کړې او د کډوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه یې کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چی یاد پلاوي د اضاخیلو او حمزه بابا د بېرته ستنېدنې له مرکزونو هم لیدنه کړې، د کډوالو ستونزې یې اورېدلې او د ( یو این ایچ سي ار ) له مسوولینو سره یې د حل لارو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو سفارت ویلي، چې د سفر پر مهال له یو شمېر بېوزلو کډوالو سره نغدي مرستې هم شوې دي.

طالبانو په خوست کې ځايي ټلویزیونونو ته ویلي چې د ساکښو ویډیوګانو خپرول نور بند کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

په خوست کې د ځايي ټلویزیونونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست ورته ویلي، چې له دې وروسته په ټلوېزیونونو کې د ساکښو ویډیو ګانو او انځورونو خپرول بند دي.

په خوست کې د ټلوېزیونونو مسوولانو نن پنجشنبه، د سلواغې ۳۰مه وویل، چې د طالبانو د خوست امربالمعروف ریاست چارواکي یې دفترونو ته ورغلي او په شفاهي ډول یې ورته دا سپارښتنې کړې دي.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو دا کار دا معنا ورکوي، چې دوی خپل ټلوېزیوني نشرات بند کړي او پرځای یې راډیوي خپرونې پیل کړي.

د روان کال د مرغومی پر ۲مه په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ددغه ولایت د امربالمعروف ریاست ددې ډلې ټولو ادارو له مطبوعاتي مسوولانو او ویاندویانو غوښتي، چې له دې وروسته دې له رسنیو سره تصویري مرکې نه کوي.

دوي زیاتوي، چې له دې وروسته د ادارو د ناستو انځورونه او ویډیوګانې هم نه خپروي.

په خوست کې یو دولتي او درې خصوصي ټلوېزیونونه فعال دي.

طالبان دا بندیز د خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلی کوي.

د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، دغه قانون په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې پلي شوی دی.

په اسلام اباد کې لاهم ۲۸۰ افغانان جرمني ته د سفر په تمه دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۰

په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۸۰ تنه افغانان لا هم جرمني ته د تګ په تمه دي. د تېر کال په ډسمبر کې د جرمني فدرالي حکومت له ۶۵۰ زیاتو کسانو څخه د منلو ژمنه بېرته واخیسته. د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له امنیتي پلټنو د وتلو او منل شويو افغانانو د لېږد لپاره به زر پلان جوړ شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ټاګیس شپیګل ته ویلي، چې دا مهال په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۳۰ افغانان د منلو فدرالي پروګرام په چوکاټ کې او نږدې ۵۰ پخواني ځايي همکاران له خپلو کورنیو سره جرمني ته د سفر په تمه دي.

د وزارت په وینا، د هغو کسانو لپاره چې د منلو پاڼه او امنیتي څېړنه یې مثبتې پایلې ولري، «د انتقال پلان ژر جوړیږي».

ویاندې زیاته کړه: «شمېرې بدلېدونکې دي او د روانو اداري بهیرونو او حتا د اداري محکمو د پرېکړو له امله هره ورځ بدلېدای شي».

د جرمني فدرالي حکومت د ډسمبر په میاشت کې له ۶۵۰ څخه زیاتو افغان ښځو او سړیو ته خبر ورکړ چې جرمني به نور هغوی ونه مني. دا پرېکړه د هغو کسانو په اړه وه چې د بشري حقونو په نوملړ کې وو، یا د «انتقالي پروګرام» برخه ول.

له دې پرېکړې سره یو ځای، هغوی ته دا وړاندیز هم وشو چې که بېرته افغانستان ته ستنېږي یا بل هېواد ته ځي، مالي او لوژستیکي مرسته به ورسره وشي. د دغو کسانو لپاره پخوانۍ مرستې لکه په مېلمستونونو کې استوګنه به پای ته ورسېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه هم په اسلام‌اباد کې پر مېشتو کسانو او هم هغو کډوالو تطبیقېږي چې له پاکستان نه بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.