ټرمپ وايي د ایران په وروستیو لاریونونو کې ۳۲ زره کسان ووژل شول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران وروستیو لاریونونو ته په اشاره ویلي، چې په ډېر لنډ وخت کې ۳۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران وروستیو لاریونونو ته په اشاره ویلي، چې په ډېر لنډ وخت کې ۳۲۰۰۰ کسان ووژل شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې په نسبتا لنډ وخت کې په ایران کې ۳۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «د ایران خلک له خپلو مشرانو څخه ډېر توپیر لري او دا یو ډېر، ډېر، ډېر خواشینونکی حالت دی. زه په حقیقت سره د ایران د خلکو لپاره خواشینی یم، دوی په دوزخ کې ژوند کوي».
نوموړي د ایران په اړه یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې هغه تېره ورځ ایراني چارواکو ته پریکنده خبرداری ورکړ، چې د اټومي هوکړې نهکولو له امله به ایران له بدو پېښو سره مخ شي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د ایران پر وړاندې د پوځي برید د امکان د ارزونې او د سیمهییز تاوتریخوالي د زیاتوالي په ترڅ کې، د امریکا د کانګرس غړو ویلي، چې ښايي د راتلونکې اونۍ په جریان کې د ولسمشر د اختیارونو د محدودولو په اړه د رایې ورکولو پرېکړه وکړي.
د امریکا د استازو جرګې غړي وایي، دغه چاره ځکه کوي، څو ټرمپ پرته د کانګرس له اجازې د ایران پر وړاندې پوځي اقدام ونهکړي.
د امریکا د اساسي قانون لهمخې، د جګړې اعلان د کانګرس واک دی، نه د ولسمشر؛ پرته له هغو محدودو حالاتو چې د ملي امنیت له امله اړینه وي، محدود پوځي عملیات ترسره شي. همدارنګه، د رویټرز خبري اژانس تېره اونۍ راپور ورکړ، چې د امریکا پوځ د دې امکان لپاره چمتووالی نیسي، که ټرمپ د برید امر ورکړي، څو اونۍ باید اوږده یا پراخ پوځي عملیات ترسره کړي.
په تېرو کلونو کې، د کانګرس ګڼو غړو، له دواړو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو څخه، هڅه کړې چې د پرېکړو له لارې ولسمشر د نورو هېوادونو پر وړاندې د پوځي اقدام له ترسره کولو څخه د کانګرس له اجازې پرته منع کړي، خو دا هڅې تر اوسه ناکامه شوې دي.
جمهوري غوښتونکي چې په سنا او د استازو په مجلس کې لږ اکثریت لري، دا پرېکړې بندې کړي او دلیل یې دا دی، چې کانګرس باید د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر واک محدود نهکړي.
په تازه اقدام کې، ډیموکرات سناتور ټیم کین د ویرجینیا ایالت او جمهوري غوښتونکی سناتور رند پال د کنټاکي ایالت د تېرې میاشتې په پای کې داسې مساله په سنا کې ثبت کړې، چې د ایران پر وړاندې هر ډول توند اقدام په روښانه ډول د کانګرس د اجازې په صورت کې ترسره شي.
ټیم کین د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) په یوې اعلامیه کې ویلي: «که زما ځینې همکاران د جګړې ملاتړ کوي، باید زړورتیا ولري چې د جګړې په اړه رایه ورکړي او خپلو رأی ورکوونکو ته جواب ویونکي وي، نه دا چې د خپلو مېزونو ترشا پټ شي». دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې، چې د امریکا تجهیزات او پوځي ځواکونه سیمې ته لېږدول کېدل.
د سناتور کین یوه مرستیال ویلي، چې تر اوسه د دې پرېکړې د څېړنې لپاره په سنا کې کوم ځانګړی وخت نهدی ټاکل شوی.
په استازو مجلس کې هم، د جمهوري غوښتونکو استازی ټوماسمسي او د ډیموکراتانو استازی رو خانا ویلي، چې د راتلونکې اونۍ په جریان کې به د ورته پرېکړې د رایې ورکولو هڅه وکړي.
رو خانا پر خپله اېکسپاڼه یو پېغام کې ویلي: «د ټرمپ د حکومت چارواکي وايي، چې د ایران پر وړاندې د برید ۹۰ سلنه امکان شته. هغه پرته د کانګرس د اجازې داسې اقدام نهشي کولای».
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له فرانسې خبري اژانس سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې اوکراین د روسیې پر وړاندې جګړه نهبایلي، بلکې په تازه ځوابي بریدونو کې یې پراخې سیمې د روسیې ځواکونو له حضور څخه پاکې کړې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) له فرانسې خبري اژانس سره د اوکراین او روسیې د جګړې په تړاو په تازه مرکه کې ویلي: «تاسو نهشئ ویلای چې موږ جګړه بایلو؛ موږ یې په یقیني توګه نهبایلو. اوسنۍ اساسي پوښتنه داده، چې ایا موږ به یې وګټو؟ او دا یوه ډېره قېمتي پوښتنه ده».
نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړي، چې روسیه پر اوکراین فشار راوړي، څو د سولې په بدل کې د «ډونباس» سیمه مسکو ته خوشې کړي.
زېلېنسکي زیاته کړې: «امریکایان او روسان دواړه وايي،که غواړئ جګړه همدا سبا پای ته ورسېږي، له ډونباس څخه ووځئ».
له ډونباس څخه د اوکراین د وتلو خبرې په داسې مهال کېږي، چې زېلېنسکي په خپلې تازه مرکه کې ویلي، چې ځواکونه یې د سویل په لومړیو کرښو کې ځوابي بریدونو کې د پرمختګ په حال کې دي.
زېلېنسکي زیاته کړې: «زه به ډېرو جزییاتو ته نهځم، خو نن کولی شم چې تر هر څه وړاندې خپل پوځ او ټولو دفاعي ځواکونو ته مبارکي ووایم، ځکه چې تر نن ورځې ۳۰۰ کیلومتره ځمکه ازاده شوې ده».
زېلېنسکي همداراز ویلي، که چېرې د کېیف او مسکو ترمنځ اوربند کېږي، نو د اروپا سولهساتي ځواکونه باید یوازې په خوندي سیمو کې نه، بلکې د جګړې په لومړۍ کرښو کې د اوکرایني سرتېرو ترڅنګ ځای پر ځای شي، څو د روسیې د راتلونکو بریدونو مخه ونیول شي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د ۱۵۰ ورځو لپاره به پر ټولو هېوادونو ۱۰ سلنه نړۍواله ګمرکي ماليه ولګوي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د امريکا سترې محکمې د ټرمپ د حکومت ځينې بېړنۍ او پراخې تعرفې ناقانونه وبللې او لغوه يې کړې.
ټرمپ وويل، چې دا فرمان د ۱۹۷۴ کال د سوداګرۍ قانون د ۱۲۲مې مادې پر بنسټ صادريږي او نوې تعرفې به د اوسنیو تعرفو تر څنګ پلې شي. د دغه قانون لهمخې، ولسمشر کولای شي که چېرې د تادیاتو په بېلانس کې «لويې او جدي» ستونزې رامنځته شي، تر ۱۵ سلنې پورې او د زيات نه زيات ۱۵۰ ورځو لپاره پر ټولو هېوادونو ماليه ولګوي. دا واک د رسمي څېړنو يا پېچلو اداري پړاوونو ترسره کولو ته اړتيا نهلري.
تر دې مخکې د امريکا سترې محکمې هغه پراخې تعرفې چې ټرمپ د «نړۍوالو بېړنيو اقتصادي واکونو قانون» لهمخې لګولې وې، ناقانونه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې هغه د دغه قانون په کارولو کې له خپل قانوني واکه اوښتی دی.
ټرمپ د محکمې د دې پرېکړې په غبرګون کې وويل: «موږ بديلې لارې لرو، ډېرې ښې لارې». هغه زياته کړه: «کېدای شي لا زيات عايد ترلاسه کړو. ډېرې پيسې به هېواد ته راشي او موږ به لا پياوړي شو».
د امريکا ولسمشر همدارنګه اعلان وکړ، چې حکومت به يې د سوداګرۍ قانون د ۳۰۱ مادې لهمخې نوې پلټنې پيل کړي، څو د هغه په وينا د «ناانصافه سوداګريزو کړنلارو» پر وړاندې اقدام وشي او امریکا د نورو هېوادونو او شرکتونو له ناعادلانه چلند څخه خوندي وساتل شي.
د ۱۲۲مې مادې په ګډون له نورو قانوني لارو څخه د ټرمپ د کار اخيستلو پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۳۰۱ مادې پلټنې عموماً څو مياشتې وخت نيسي، خو اعلان شوې ۱۰ سلنه ماليه يوازې د ۱۵۰ ورځو لپاره پلې کېدای شي او تر هغې وروسته بيا نوې پرېکړې يا اقدام ته اړتيا وي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د هغه نیابتي جګړې پایله بللې چې د هند لهخوا په کابل کې د طالبانو په ملاتړ پر مخ وړل کېږي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له فرانس۲۴ سره په مرکه کې ادعا کړې، چې هند او افغانستان په نیابتي جګړه کې لاس لري او پاکستان به د پولې اخوا بریدونو کې هېڅ زړه نا زړه نهشي.
نوموړي زیاته کړې: «دمګړی په افغانستان کې هر ډول ترهګرې ډلې شته. ټيټيپي، داعش، بلوڅ وسلهوال او نورې بلا ډیرې ډلې هلته شته، ځکه کابل له هغوی سره همکار دی».
نوموړي ویلي، چې دمګړۍ په پاکستان کې نږدې ټولې ترهګرې ډلې شته او لامل یې هم د یادو ډلو په ځپلو کې د افغان طالبانو د جدیت نشتوالی بللی دی.
نوموړي همداراز ادعا کړې: «په پاکستان کې هر برید د کابل له برکته کېږي. دوی [طالبان] پر ټول هېواد واک لري، که دوی وغواړي دوی ترهګرې ډلې کنټرولولی شي او دا د دوی مسوولیت دی».
نوموړي په ډاګه کړې، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ هېڅ ډول ډیپلوماټيکې اړیکې نهشته او هغوی له پاکستان سره په جګړه کې د ماتې خوړولو د غچ لپاره د پاکستان ضد ډلو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او برعکس وايي، چې د داعش ډلې ټول مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي او هند هم د پاکستان دغه ډول څرګندونې بېبنسټه بللي دي.
د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ارګ د دفتر پخواني ریيس عبدالکریم خُرم د سيمې وروستيو پوځي خوځښتونو ته په اشارې سره ويلي، داسې ښکاري چې د امريکا متحده ايالاتو احتمالي موخه په ايران کې د نوي نظام رامنځته کول نهدي، بلکې د شته نظام کمزوري کول او ګډوډول دي.
خُرم د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) په خپله اېکسپاڼه کې په یوې خپرې کړې شننه کې ويلي، چې د سيمې د تاوتريخوالي زياتوالی له هغې قضیې سره هممهاله شوی، چې د جېفري اپسټين د دوسيې پايلې د امريکا پر ولسمشر ډونالد ترمپ سياسي اغېز ښیندلی دی، خو نوموړي ټينګار کړی، چې اساسي پام بايد د سيمې په اړه د امريکا پر سترې تګلارې وي، نه يوازې پر کورنيو سياسي موضوعاتو.
د هغه په اند، امريکا په داسې وخت کې چې د روسيې او چين په څېر له ځواکمنو سيالانو سره مخ ده، هڅه کوي د پوځي چمتووالي او سياسي خوځښتونو له لارې خپل برلاسی دريځ وساتي او په سيمه کې خپل نفوذ ټينګ کړي.
خُرم د سوريې وروستي بدلونونه، د غزې جګړه، په سویلي قفقاز کې د امريکا رول، د افغانستان اوسنی حالت او د پاکستان په ځينو سيمو کې بېثباتي د يوې لویې اجنډا برخې بللي دي. د هغه په وينا، دا ټول بهيرونه په پای کې د روسيې د مهارولو او د منځني ختيځ د انرژۍ زېرمو ته د چين د لاسرسي د محدودولو له ستر هدف سره تړاو لري.
نوموړي همداراز په سویس کې د امريکا، روسيې او ايران تر منځ وروستيو خبرو ته په اشارې ويلي، چې سټیف ویټکوف او جراډ کوشنر ته د دغې مسالې سپارل ښيي، چې واشنګټن په دې خبرو کې بشپړ جديت نهلري او ښايي دا بهير يوازې د وخت تېرولو لپاره وي.
خُرم د خپلې شننې په پای کې ليکلي، چې له ځمکنۍ پوځي لاسوهنې پرته د «نظام بدلون» عملي کول ډېر ګران کار دی. د هغه په اند، که هوايي يا سمندري بريدونه ترسره شي، نو تر ټولو ډېر امکان دا دی، چې د نوي جوړښت پر ځای به بېثباتي نوره هم پراخه شي او ان د ایران د ټوټه کېدو خطر به هم زيات شي. هغه دا وضعيت د هغه څه له تجربې سره ورته بللی چې په لیبیا کې رامنځته شول.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې هر ډول پراخې نښتې به د سيمې لپاره درنې پايلې ولري او د منځني ختيځ ثبات به نور هم زيانمن او کمزوری کړي.