ایراني ځواکونو په پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي
ایراني چارواکي وایي، چې د شدید باران او سختو سړو له امله د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي دي.
ایراني چارواکي وایي، چې د شدید باران او سختو سړو له امله د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي دي.

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، په خراسان رضوي کې ویلي، چې دغه کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شي، خو د ورښتونو او شدیدو سړو له امله په پوله کې بند پاتې شوي و، چې د ایراني مامورینو لخوا ژغورل شوي او اوس خوندي دي.
شجاع د دې په اړه جزییات نه دي ورکړي، چې ایا دغه کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي که نه.
سره له دې چې سرحدي امنیت سخت شوی او د افغان کډوالو پراخې بیرته ستنیدنې ترسره شوي، خو د افغانستان څخه ایران ته د کډوالو بهیر لا هم روان دی او د ژمي سړه هوا هم د دې بهیر مخه نه شي نیولی.
د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ایران سفر محدود کړي، او د «غیرقانوني کډوالۍ» په وړاندې به کلک اقدامات وشي.

د افغانستان لپاره دخوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي)مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان له شدیدې او ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی او د بودجې د سخت کمښت له امله دغه سازمان نه شي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
نوموړي له اسوشیټیډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د بشري مرستو کمېدو په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ کچه بېسارې لوړې کړې، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د هغه په وینا، اوسنۍ شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلې او شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي.
ایلیف زیاته کړې: «د مرستو کمښت ویجاړوونکی دی. له څلورو میلیونو وږو او خوارځواکو ماشومانو څخه، موږ اوس اړ یو چې له هرو څلورو څخه درې ماشومان رد کړو، ځکه کافي بودجه نه لرو.» هغه ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم له یوه جدي او ناورین راوړونکي خوراکي بحران سره مخ دی، ځکه د هېواد نږدې دوه پر درېیمه برخه وګړي له شدیدې یا بحراني خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
په ورته وخت کې، یو شمېر کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د لوږې پراخ بحران بېلابېل لاملونه لري، چې د نړیوالو مرستو کمښت یې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. دوی زیاتوي، چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او د خلکو د عوایدو کمښت د دې بحران د پراختیا سبب شوي دي.
همداراز، اقلیمي بدلونونه، پرلهپسې وچکالۍ، د کار فرصتونو نشتوالی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم هغه مهم عوامل دي، چې په افغانستان کې یې بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. بلخوا په فراه کې هم د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې دا پېښه د بلوچانو په سیمه کې رامنځته شوې ده، چې یوه سوزوکي ډوله موټر له یوه پیکپ سره ټکر وکړ.
د ټپیانو روغتیایي وضعیت «ښه ښودل» شوی دی.
په یوې بلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولسوالۍ د مادابه سیمې په یوه بله ترافیکي پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره تخار ولایت ته انتقال شوي دي.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال ګڼ قربانیان لري. د طالبانو په ولکه کې د ملي احصاییې او معلوماتو ادارې او همدارنګه د نړیوالو بنسټونو د مخکینیو راپورونو پر اساس، هر کال په هېواد کې زرګونه ترافیکي پېښې ثبتېږي چې سلګونه کسان پکې وژل کیږي او زرګونه ټپیان کیږي. د تېزې موټر چلونې، غیر معیاري سړکونو، د موټر چلوونکو بېاحتیاطۍ او د کافي څارنې نشتوالی د دې پېښو اصلي عوامل بلل شوي دي.
د بشري حقوقو مدافعانو ټولنې د طالبانو له خوا د موسیقۍ الاتو سوځول د افغانستان د وګړو د فرهنګي حقونو نقض بللی او دا کړنه یې غندلې ده. دوی زیاتوي، د طالبانو دا چاره د هنر، خلاقیت او د بیان د ازادۍ پر وړاندې د یوه څرګند سیاست ښکارندوي کوي.
د بشري حقوقو مدافعانو ټولنې جمعې په ورځ، د کب په لومړی نېټه د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د موسیقۍ د الاتو په نښه کول، د هنرمندانو، موسیقي پوهانو او هغو کسانو لپاره یو جدي ګواښ دی چې هویت او د ژوند وسیله یې له هنر سره تړلې ده.
په اعلامیه کې راغلی، چې دغه هنري وسایل سوځول، نه دا چې مشروع او روا اقدام نه دی، بلکې د انساني ارزښتونو پر وړاندې یوه څرګنده دښمني ګڼل کېږي.
دې ټولنې ویلي، چې په فرهنګي ژوند کې ګډون، له هنر څخه د ګټې اخیستنې حق او د فرهنګي میراث ته د لاسرسي حق، د هر انسان له نه سلبېدونکو حقوقو څخه شمېرل کېږي.
دوی زیاتوی، چې د روانو سیاستونو له مخې، هنر په افغانستان کې عملاً منع شوی او طالبان تر واکمنۍ لاندې هنري فعالیتونه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د اعلامیې په پای کې راغلي، چې نړیواله ټولنه باید د داسي کړنو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي. د فرهنګي حقونو نقض پر رواندي چوپتیا، د هنر ځپنې د عادي کېدو او د بشري حقونو د نړیوالو ارزښتونو د کمزوري معنا لري.
دوه ورځې وړاندې په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وویل، چې محتسبانو یې په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ الې او لوډسپېکرونه سوځولي دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه وسایل یې د تېر یوه کال په اوږدو کې راټول کړي وو.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، د ټولنیز عدالت نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، «ټولنیز عدالت هغه وخت ټینګېږي چې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي.» دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د نفوذ نیمایي برخه چې مېرمنې دي له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې دي.
هغه زیاته کړې چې بریټانیا له هغو افغانانو سره ولاړه ده چې د انصاف، وقار او فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
ریچارډ لېنډسي د جمعې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ کې د رسنیو پر ازادۍ هم ټینګار کړی چې خپلواکې رسنۍ د عادلانه ټولنې مهمه برخه ده او باید خوندي وساتل شي او ډاډ ترلاسه شي چې تر ټولو زیانمن خلک له پامه ونه غورځول شي.
نن جمعه د فېبرورۍ ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده چې ملګرو ملتونو له خوا نمانځل کېږي.دا ورځ د ټولنیز عدالت، برابرۍ او د انساني حقونو د ساتنې لپاره ځانګړې شوې ده. د دې ورځې د نمانځلو موخه دا ده چې ټولنیز عدالت یوازې یو شعار نه وي، بلکې عملي ګامونه پورته شي.
خو افغانستان هغه هېواد دی چې ټولنیز عدالت پکې ترپښو لاندې شوی. د یوه ستر هېواد نیمه برخه چې ښځې دي، له ټولو ټولنیزو حقونو بې برخې شوي. زده کړه چې د هر انسان اساسي او شرعي حق دی، ترې اخېستل شوی. د کار، سپورټ ځایونو ته د تګ، سینګارتونونو ته د تګ او حتا پارکونو ته د تګ اجازه ترې اخیستل شوې.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په ۲۰۰۷کال کې پرېکړه وکړچې هر کال د فېبرورۍ ۲۰مه دې د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ونمانځل شي.
د کابل اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د پلازمېنې په اسمان کې د یوه ناپېژانده ډرون الوتکې ګزمې لیدلې دي. د ۱۷ ناحیې یوه اوسېدونکي د کب په لومړی نېټه وویل چې «یوه بې پیلوټه الوتکه» د کابل په اسمان کې په څرګنده توګه ګزمې کوي.
د کابل یوه اوسېدونکي له خوا افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري، چې د کابل په اسمان کې یوه بې پیلوټه الوتکه ګزمې کوي.
د هغه په وینا، ډرون د ساعتونو لپاره د پلازمېنې په اسمان کې ګزمې کولې.
دا لا څرګنده نه ده، چې یاده بې پیلوټه الوتکه د کوم هیواد پورې اړه لري.
طالبانو په رسمي ډول د کابل په اسمان کې د ډرون الوتکې د ګزمې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واک ترلاسه کولو راهیسې د هیواد هوايي حریم نه دی کنټرول کړی.
طالب چارواکو دا منلې چې د افغانستان فضا لاهم ددوی په کنټرول کې نه ده.
په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ په څلور نیمو کلونو کې په مختلفو ولایتونو کې خلکو په مکرر ډول د ناپیژندل شویو ډرون الوتکو ګزمې لیدلي دي.
د راپورونو له مخې په دې موده کې د امریکا د څارنې ډرون او جنګي جټ الوتکې د افغانستان په مختلفو برخو کې الوتنې کړې دي.
پاکستان هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امریکا په اجازې او همغږۍ سره د افغانستان په اسمان کې جنګي جیټ او بې پیلوټه الوتکو الوتنې کړې دي.