• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا د سپورټي سیالیو اجازه ورکړه

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۵۳ GMT+۰

د طالبانو له‌خوا په ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو بندیز په اړه د افغانستان انټرنشنل- پښتو له راپور وروسته، دغې ډلې په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته اجازه ورکړه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدني روزنې ولایتي مسوولینو ته د یوه مکتوب په لېږلو سره امر کړی و، چې د «رمضان جام» کرېکټ سیالۍ به نه‌ترسره کوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل، د تراوېح لمونځ قضا کېدل بللي وو.

په ورژه کې پر سپورټي سیالیو د طالبانو د بندیز په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو د راپور له خپرېدو وروسته، تازه افغانستان انټرنشنل- پښتو په هلمند کې د طالبانو د والي امان‌الدین منصور هغه مکتوب تر لاسه کړی، چې د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته په مشروط ډول اجازه ورکړل شوې ده.

په مکتوب کې لیکل شوي: «د هلمند د ورزشکارانو غوښتنه، وايي زموږ سیالۍ د روژې په خاطر بندې سوي دي، نو د ولایت مقام له طرفه تر تراوېحو وروسته د سیالۍ اجازه سته، تر تراوېحو یو ساعته وروسته».

100%

سرچینو ویلي، چې ورزشي سیالیو ته په دې شرط اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین به پر ټولو لوبغالو څارنه کوي او د تراوېح لمونځ پر وخت هغو کسانو ته چې پر لوبو بوخت وي، سزا ورکړل شي.

تر دې مخکې په هلمند کې ګڼو ورزشکارانو او د کرېکټ لوبغاړو د طالبانو له‌خوا د شپې له لوري د کرېکټ او نورو ورزشي سیالیو په اړه بندیز ته غبرګونونه ښودلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په ولایتونو کې د ټینېس، کرېکټ، فوټسال او فوټبال سیالۍ ترسره کېږي او په یادو سیالیو کې سلګونه لوبغاړي او مینه‌وال یې ګډون کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

فرید حمیدي: طالبانو د اړمنو او ناروغو متقاعدینو حقوق غصب کړي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي پر طالبانو په نیوکو سره وايي، دغه ډله د متقاعدینو د حقونو په ورکړه کې غفلت کوي. هغه زیاته کړې، چې په روانه روژه کې باید له ظلم څخه ډډه وشي او دغو اړمنو کسانو ته خپل حقوق ورکړل شي.

نوموړي وویل، چې طالبانو په تېرو څو کلونو کې د متقاعدینو معاشونه او حقوق نه‌دي ورکړي.

حمیدی د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د څو کلونو د حقوقو له غصب وروسته، طالبانو تېر کال د اګست په میاشت کې داسې فرمان صادر کړ چې «تفرقه» په‌کې له ورایه ښکارېده. هغه وایي، دا فرمان د دې سبب شوی چې «بې ځایه کاغذپرانۍ وشي، د طالبانو محاکمو، د مالیې وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو په دهلیزونو کې سپین ږیري او ناروغ متقاعدین لا پسې سرګردانه شي».

حمیدی ټینګار وکړ، له پیل څخه روښانه وه، چې طالبان د متقاعدینو حقوق غصبوي، خو د خلکو د فریب لپاره یې ورته «اداري، قضایي او قانوني خنډونه» جوړ کړي دي.

پخواني لوی څارنوال دا هم وویل: «د روژې په مبارکه میاشت کې باید له ظلم څخه ډډه وشي او حق حقدار ته ورسول شي. باید دروغجن سیاست او د متقاعدینو سرګردانۍ نورې بندې شي».

دغو پخوانیو متقاعدینو څو څو ځله په کابل کې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو مخې ته لاریونونه وکړل او د طالبانو له مشره یې غوښتنه وکړه، چې د دوی حقوق ورکړي، خو د دغې ډلې د مشر هغه فرمان لا هم په اداراتو کې نه‌عملي کېږي چې دغو پخوانیو مامورینو ته یې د تقاعدۍ حقوقو پر ورکړې ټینګار کړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ له افغان لوبډلې سره مخه ښه وکړه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰

جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه او تر پخوانیو روزونکو یې ځان په خپله دنده کې بریالی ثابت کړ او د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه.

د نوموړي په روزنه کې افغان لوبډله په ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړۍوال جام کې تر بل هر وخت ډېره وځلېدله.

د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز کرېکټ نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د ټراټ تر مشرۍ لاندې په لومړي ځل د انګلستان او پاکستان ملي لوبډلو ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د یوه نړۍوال جام په جدول کې شپږم ځای خپل کړ.

همدارنګه افغان لوبډله د جانټن ټراټ تر مشرۍ لاندې په ۲۰۲۴ کال کې د شل اوریز نړۍوال جام تر نیمه پایلوبې ورسېده، دا نو لومړۍ ځل و، چې افغان لوبډله په نړۍوال جام کې دومره ستر پرمختګ کوي.

افغان لوبډلې د یاد نړۍوال جام د سیالیو پر مهال په لومړي ځل د نړۍ سترو لوبډلو استرالیا او نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره نړۍ حیرانه کړه او داسې انګېرل کېده، چې افغان لوبډله به د نړۍوال جام پایلوبې ته لاره ومومي، خو په هغه نړۍوال جام کې له افغان لوبډلې سره بخت یاري ونه‌کړه او په نیمه پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.

خو د جانټن ټراټ تر روزنې لاندې د افغان لوبډلې د پرمختګ له امله دغه انګلستاني روزونکي د میلیونونو افغان کرېکټ مینه‌والو پام ځان ته واړوه او ځان یې د ټولو د خوښې روزونکي په توګه بریالی ثابت کړ.

افغان لوبډلې د ټراټ تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۴ کال په نړۍوال جام کې له بریالي سفر وروسته په لومړي ځل له سویلي افریقا څخه د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله او دا بریا نو د افغان کرېکټ په تاریخ کې د یوه زرین باب په توګه ثبت شوه، ځکه افغان لوبډلې تر دې وړاندې له داسې پیاوړې لوبډلې څخه د لوبو لړۍ نه‌وه ګټلې.

د راپورونو له‌مخې، افغان لوبډلې د جانټن ټراټ تر روزنې لاندې ۴۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې له دې ډلې یې ۲۸ یې ګټلي، ۱۸ یې بایللې او دوه یې هم مساوي کړي او په شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې بریا ۵۸ سلنه وه.

همدارنګه د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې ۴۲ یو ورځنۍ لوبې تر سره کړي، چې له دې ډلې یې ۱۸ ګټلي، ۲۲ یې بایللي او ۲ یې مساوي کړې دي. د ټراټ په مشرۍ افغان لوبډلې پنځه ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې له دې ډلې یې یوه ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

د جانټن ټراټ روزنه تر ډېره د افغان لوبډلې لپاره ښه تمامه شوې او د افغان لوبډلې تکره پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ او رحمان‌الله ګربز هم د نوموړي د روزنې پایله ده، چې دواړه په ډېره کمه موده کې د نړۍ په کچه بریالي لوبغاړي ثابت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ابراهیم ځدراڼ نن په ۲۰۲۶ نړۍوال جام کې د کاناډا پر وړاندې د افغانستان په وروستۍ لوبه کې ۹۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله، خو نوموړي خپله دغه جایزه د لوبډلې روزونکي جانټن ټراټ ته ډالۍ کړه.

جانټن ټراټ په روان نړۍوال جام کې د افغانستان د سفر د پای او خپلې کاري مودې د ختمېدو پر مهال یوه خبر کنفرانس راڅرګند شو او له لوبډلې سره د خدای پامانۍ پر مهال خفه ښکارېده.

نوموړي له افغان لوبډلې سره د یوځای کېدو او د لوبډلې د پرمختګونه په اړه ویلي: «ما افغان لوبغاړي په لومړي ځل په اېرلنډ کې ولېدل، دوی ډېر ځیرک، خواریکښ او مسلکي لوبغاړي و، زه په یاده لرم، چې په لومړۍ ورځ مې رحمان‌الله ګربز، راشد خان، مجیب‌الرحمن او نور لوبغاړي ولېدل، دوی خورا ښه استعدادونه لري. دوی خام استعدادونه و، ومې غوښتل له دوی سره کار وکړم او زما کار ښه پایله ولري نن دوی ښه لوبیږي. دوی اوس د لویو لوبډلو د ماتولو وړتیا لري او خلک تمه لري، چې موږ په هر جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېږو».

د افغانستان کرېکټ بورډ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جانټن ټراټ د خدمتونو، د افغان لوبډلې او افغان کرېکټ پرمختګ ته د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او مسلکي چلند ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې سترې او تاریخي بریاوې ترلاسه کړې دي.

اخلاقي وايي د طالبانو مخالفینو باید د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ له شخړو ګټه پورته کړې وای

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري نظامي د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، د طالبانو مخالف جریانونه د جوړښتي کمزورۍ او د یووالي د نشتوالي له امله پر دې نه‌دي توانېدلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اختلافاتو د افغانانو په ګټه استفاده وکړي.

د اخلاقي په وینا، په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان تر منځ کړکېچ چې پخوا د «زوړ ملګري» په نوم یادېده، لا هم روان دی او روښانه حل‌لاره ورته نه‌ښکاري. هغه زیاتوي، د طالبانو مخالفو ادرسونو تر اوسه د دې سیاسي فرصت د مدیریت لپاره روښانه او منسجم میکانېزم نه‌دی وړاندې کړی.

هغه ټینګار کړی، چې ستونزه یوازې د افرادو د نظر اختلاف کې نه‌ده، بلکې اساسي ننګونه د «پریکړې کولو، لومړیتوب ټاکلو او د سیاسي بدیل د تعریف لپاره د همغږي بنسټیز چوکاټ نشتوالی» دی. د هغه په باور، په داسې حالت کې ان بهرني درزونه هم نه‌شي کولای ستراتیژیک فرصت ته واوړي.

پخواني وزير زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د واک دوام یوازې د دې ډلې د ځواک پایله نه‌ده، بلکې د مخالفو جریانونو د تیت‌ و پرک فعالیتونو تر څنګ په‌کې د پلان نشتوالی هم خپله ونډه لري.

اخلاقي خبرداری ورکړی، تر هغه چې جوړښتي یووالی رامنځته نه‌شي او د سیاسي مبارزې لپاره روښانه لاره ونه‌ټاکل شي، هېڅ سیمه‌ییز او نړیوال فرصت به د افغانستان خلکو ته عملي پایلې ورنه‌کړي. هغه داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې طالبانو او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې پر ډیورنډ کرښه له یو بل سره وسله‌والې نښتې وکړې او له هماغه وخت راهیسې یې د سوداګرۍ پر مخ له یو بل سره دروازې هم تړلې دي.

طالبانو له هندي پانګوالو سره د درملو سکټور په برخه کې د همکارۍ پراختیا په اړه خبرې کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له هندي سوداګرو سره په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د نندارې لپاره د یوه تالار د جوړولو او د درملو په سکټور کې د افغان او هندي سوداګرو تر منځ د اړیکو پراختیا او همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له هندي پانګوال انګوش ستانا او د هغه له مل پلاوي سره د قیمتي ډبرو د نندارې د یوه تالار جوړولو او همدارنګه د درملو په سکټور کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا رامنځته کولو په تړاو خبرې کړي.

یاد هندي سوداګر ویلي، چې غواړي افغانستان ته د جرمني هغه ټېکنالوژي را انتقال کړي، چې له کثافاتو او پلاستیکونو څخه په زیاته کچه د تېلو اېستلو وړتیا لري.

طالبانو ویلي، چې هندي سوداګرو ته یې په افغانستان کې د پانګونې په اړه له خپله اړخه د فرصتونو چمتو کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

طالبان پر داسې مهال په افغانستان کې د هندي سوداګرو د پانګونې لېوالتیا ته هرکلی کوي، چې تر دې وړاندې تر ډېره دغه فرصتونه پاکستاني سوداګرو ته چمتو کېدل، خو د پاکستان او طالبانو تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د اړتیا پوره کولو لپاره د هند په څېر هېوادونو ته لاس اوږد کړي.

فرانسه۲۴: افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېلي بندیز؛ پاکستان د نشه‌يي توکو پر مرکز بدلېدونکی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د فرانسې ۲۴ ټلوېزیوني شبکه وایي، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان چې کلونه د نشه‌يي توکو د لېږد ترانزیتي لاره بلل کېده، اوس په سیمه کې د نشه‌يي توکو د تولید او مصرف پر یوه له مهمو مرکزونو بدل شوی دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو یو کال وروسته، د افغانستان نويو واکمنو په ناڅاپي ډول د کوکنارو کرکېله چې د تریاکو او هیروینو د تولید بنسټیزه ماده ده، منع اعلان کړه. یاده رسنۍ زیاتوي، چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په تولید کې د پام وړ کمښت لامل شوه او د دې هېواد دودیز «نشه‌يي اقتصاد» یې سخت بدل کړ.

راپور کې راغلي، د دې بندیز په پایله کې، د کوکنارو کرکېله په چټکۍ سره د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته، بلوچستان ته ولېږدېده. بلوچستان چې مخکې هم له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، په وروستیو کلونو کې په سیمه کې د کوکنارو د ناقانونه کرکېلې له نويو مرکزونو څخه ګرځېدلی دی.

هم‌مهاله له دې بدلون سره، له افغانستان سره تړلو د قاچاق شبکو خپل تمرکز په پراخه کچه د صنعتي نشه‌يي توکو پر تولید او وېش واړاوه. په پایله کې، په افغانستان کې تولیدېدونکی میت‌امفیتامین اوس د پاکستان بازار سخت اغېزمن کړی او ورته د کاروونکو لپاره په پراخه کچه لاسرسی شونی شوی دی.

د نشه‌يي توکو د دې اقتصاد پراختیا د پاکستان ټولنې ته مستقیمې او ویجاړوونکې پایلې لرلې دي؛ داسې چې اوس میلیونونه کسان د اعتیاد له ستر ناورین سره لاس او ګرېوان دي. کارپوهان خبرداری ورکوي، که د دغې ښکارندې پر وړاندې اغېزناکې مبارزې لپاره تګلاره او سیمه ییزه همکاري رامنځته نه‌شي، نو دا بحران به لا پسې پراخ شي او د سیمې ټولنیز او اقتصادي ثبات به نور هم له ګواښ سره مخ کړي.