سرچېنې: د کندهار پر قول اردو باندې هوايي بریدونه وشول

له کندهار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې څو شیبې وړاندې د کندهار پر قول اردو هوايي بریدونه وشول. طالبانو تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

له کندهار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې څو شیبې وړاندې د کندهار پر قول اردو هوايي بریدونه وشول. طالبانو تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې په تېرکال کال کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۵۱ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.
هغه افغان پناه غوښتونکي چې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته داخلېږي، له اریتریا هیواد وروسته په دوهم ځای کې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنې د ثبت شويو غوښتنلیکونو شمېر ۴ سلنه کم شوې، خو د هغو کسانو شمېر چې د وړو کښتیو له لارې دې هېواد ته رسېدلي، ۱۳ سلنه زیات شوی.
د شمېرو له مخې، تېر زیږدیز کال کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې له دې ډلې نږدې ۴۰ سلنه یې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د داخلو شويو پناه غوښتونکو له ډلې ۱۹ سلنه د اریتریا اتباع دي. له دې وروسته افغانان د ۱۲ سلنې او ایرانیان د ۱۱ سلنې په کچه په دوهم او درېیم ځای کې راځي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ټولو پناه غوښتونکو له ډلې شاوخوا ۵۸ سلنه رد شوي دي.
د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.
نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د هند په استازیتوب پوځي اقدام کړی دی.
سولنګي په تندو څرګندونو کې وویل: «مودي او د هغه نوي سپي په افغانستان کې به ډېر ژر پوه شي چې د پاکستان د حاکمیت نقض څه معنا لري.»
هغه زیاته کړه: «مودي تېر کال د مې په میاشت کې دا درس په سخته زده کړ، د طالبانو رژیم به هم ډېر ژر، په راتلونکو څو ساعتونو کې، دا موضوع درک کړي.»
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.
یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي دي.
وزارت ویلي، چې په چترال، خیبر، مهمند، کورمه او باجوړ سیمو کې د طالبانو پوستې په نښه شوې دي.
وزارت ادعا کړې، چې لومړني راپورونه ښيي افغان لوري ته درنې مرګژوبلې اوښتې او څو پوستې او تجهیزات ویجاړ شوي دي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې.
طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې یې ویجاړې کړې دي.
پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پر کندهار ښار د بېپیلوټه الوتکو له څو ساعته ګزمې وروسته په ښوراندام سیمه کې برید شوی دی. سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټر په نښه شوي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ څو بېپیلوټه الوتکو د کندهار ښار پر اسمان الوتنې کولې.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، یادو بېپیلوټه الوتکو پر کندهار ښار له څو ساعته الوتنې وروسته، د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د ښوراندام په سیمه کې هوايي برید وکړ.
سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټرونه په نښه شوي دي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د روژه ماتي نږدې وخت و، په پنځمه ناحیه کې د مومند د مېوو مارکیټ مخ ته بېپیلوټه طیارې بمبارد وکړ، یو پاسو او ډاډسن موټر باندې بمبار شوی دی».
سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې ۶ کسان ټپیان شوي او درې موټر زیانمن شوي دي.
پر همدغه مهال د کندهار ښار د ښوراندام د سیمې اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له برید وروسته، طالبانو د شوي برید د ځای په شاوخوا کې خلک له تګ راتګ څخه منع کړي دي.
طالبانو تر اوسه په رسمې ډول د یاد برید په تړاو څه نه دي ویلي.
په ورته مهال د کندهار اوسېدونکي وايي، چې اوس هم د کندهار ښار او سپین بولدک په فضا کې بېپیلوټه الوتکې ګرځي.
د طالبانو خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو اعلان وکړ، چې په ننګرهار، کونړ او پکتیا ولایتونو کې یې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې غچ اخېستونکي بریدونه پیل کړي دي. په ورته وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست په ځاځي میدان کې هم جګړه پیل شوې.
له کونړ نه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې جګړه پیل کړې ده.
په ورته وخت کې له خوست نه سرچینې وايي، چې جګړه په پلوسې سیمه کې د طالبانو له ټولو سرحدي پوستو نه پیل شوې ده.
سرچینو دغه راز وویل، چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په انارګي او نورستان کامدیش سیمه کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونه ترمنځ نښته پیل شوې.