د طالبانو او پاکستان تر نښتو وروسته؛ پاکستاني پولیسو کراچۍ او راولپنډۍ کې ګڼ افغانان نیولي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته پاکستاني پولیسو په کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې ګڼ افغانان نیولي دي. پاکستاني پولیسو ویلي، دغه افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نهلاره او ډېر ژر به د کډوالو د ساتنې لنډمهاله پنډغالي ته ولېږدول شي.
د پولیسو په وینا؛ یوازې د پنجاب ایالت د راولپنډۍ ښار په صادقاباد سیمه کې ۲۴ افغانان نیول شوي دي.
