ایراني رسنۍ: د تهران په ګڼو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د پلازمېنې تهران په بېلابېلو سیمو کې د درندو چاودنې غږونه اورېدل کېږي.
د ځینو رسنیو په وینا، په تهران کې د اسلامي جمهوریت د پوځ د ګډو ځواکونو قرارګاه په شدیده توګه بمبار شوې ده. همداراز راپورونه وایي چې د سپاه څلورلارې (میدان سپاه) هم تر برید لاندې راغلې ده.
عیني شاهدان وايي، د ښار په شمالي برخو کې د ولنجک، ونک او سیدخندان په سیمو کې هم د توغندیزو او هوايي بریدونو له امله د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په وینا، د سیدخندان، څلورلارې قصر، میدان ونک او مطهري سړک په شاوخوا کې د توغندیزو او هوايي بریدونو له امله د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
