ایراني رسنیو د احمدي نژاد د وژل کېدو خبر ورکړی

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد د تهران په نرمک سیمه کې د امریکا او اسراییل په هوايي برید کې وژل شوی دی. د شنبې په ورځ، د احمدي نژاد استوګنځای د اسراییل او امریکا الوتکو بمباري کړی و، چې وروسته یې انځورونه هم خپاره شول.
