طالبان: په پروان کې د «دوښمن» یوه بله بېپیلوټه الوتکه رانسکوره شوه

د طالبانو دفاع وزارت وايي، په پروان کې د «دوښمن» یوه بله بېپیلوټه الوتکه موخې ته تر رسېدو مخکې د دفاعي ځواکونو د چټک او پر وخت اقدام له امله رانسکوره شوه. دغه وزارت زیاتوي، په دې پېښه کې هېڅ ډول ځاني زیان نهدی اوښتی.
د طالبانو په وینا، د نن ورځې په اوږدو کې دا دویمه بېپيلوټه الوتکه ده، چې رانسکورېږي.
