• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حمدالله فطرت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو مناسب دریځ نه‌لري

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل اغېز او اعتبار له لاسه ورکړی او د افغانستان په تړاو مناسب دریځ نه‌لري؛ نو له همدې امله تمه هم ترې نه‌شي کېدای.

نوموړي ټینګار کړی، چې له پاکستان سره روانه جګړه «پر موږ تحمیل شوې» او طالبان دفاعي حالت کې دي. فطرت نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له پاکستان سره جګړه شپږمې شپې ته غځېدلې او طالبان د جګړې دوام ته پوره چمتووالی لري.

هغه زیاته کړې: «جګړه په موږ تپل شوې، موږ دفاعي جګړه کوو او تر هغه به دوام ورکړو؛ څو چې تجاوز پای ته ونه رسېږي». د هغه په وینا؛ د کابل، لغمان، خوست، کندهار او کونړ په ګډون په څو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د عامو خلکو کورونه بمبار شوي، ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، پراخ مالي زیانونه اوښتي او سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

فطرت وویل، طالبان د جګړې پلوي نه‌دي او چین، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې او تماسونه نیولي دي. هغه زیاته کړه، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کړې او ورته یې روښانه کړې چې جګړه پر افغانستان تپل شوې او له هغوی یې د درولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په اړه نوموړي وویل، طالبان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي اعلامیې له دوی سره تړاو نه‌لري. هغه د امریکا د ولسمشر وروستی غبرګون هم «عجیب» وباله او ادعا یې وکړه، چې پاکستان یوازې په خپل سر دغه ډول بریدونه نه‌شي ترسره کولای.

فطرت زیاته کړه، چې د پاکستان سفارت تړل لاوختي دی؛ خو دوی خپل دریځ نړۍوالې ټولنې ته څرګند کړی دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په پنځه ورځنۍ جګړه کې ۱۴۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په پنځه ورځنۍ جګړه کې په افغانستان کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان شوي دي. یوناما ویلي، چې د همدې جګړې له کبله ۱۶زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یوناما د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ملکي‌ تلفاتو، د جګړې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو او بشري وضعیت په اړه راپور خپور کړی. یوناما په دغه راپور کې پر ډیورنډ کرښه د جګړې د درېدو غوښتنه کړې او اندېښنه یې ښودلې، چې دغه جګړه د افغانستان بحراني بشري‌ وضعیت لا کړېکچنوي.

یوناما ویلي، چې د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو سره سم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنو ته دوام ورکوي. په راپور کې د ملکي‌ تلفاتو د لازیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې او لیکل شوي:« یوناما په افغانستان کې لږترلږه ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي دي، چې ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي».

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې راغلي، چې په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې ۱۶زره او ۴۰۰ کورنۍ د همدې جګړې له کبله بې‌ځایه شوې دي.

یوناما ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه روانې جګړې د کډوالو تګ‌راتګ سخت کړی او د بشري مرستندویه ادارو کارونه یې اغېزمن کړي دي. په راپور کې د خوړو نړۍوال پروګرام د شمېرو یادونه هم شوې، چې ۱۶۰زره خلک د خوراکي توکو د وېش د ځنډ له امله اغېزمن شوي‌ دي.

یوناما همداراز په ټولو خواوو غږ کړی، چې د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو په پام کې نیولو سره خپل مسوولیتونه ادا او په جګړه کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

د افغانانو نیونه؛ د ویزه لرونکو په ګډون ګڼ افغانان د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پراخ کړي دي. د پاکستان د امنیتي ادارو په وینا؛ د دغه هېواد حکومت لارښوونه کړې، حتی هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، باید ونیول شي او د کډوالو په لنډمهاله مرکز کې ځای پرځای شي.

د یادې لارښوونې پر بنسټ؛ پولیسو د صادق‌اباد په سیمه کې ۲۵ افغانان چې قانوني ویزې یې هم لرلې نیولي او د افغان کډوالو د ساتنې مرکز ته یې انتقال کړي دي. د ځایي چارواکو په وینا؛ ټول هغه افغانان چې قانوني روغتیایي یا سیاحتي ویزې یې لرلې له دې امله نیول شوي، چې په راولپنډۍ کې یې کار یا سوداګري کوله.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دوی د بهرنیانو د ۱۹۴۶کال قانون د ۱۴مې مادې له مخې نیول شوي او وروسته ځایي محکمو ته وړاندې شوي او بیا د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي دي.

له دې وړاندې په راولپنډۍ کې د بې‌اسناده افغان کډوالو شمېر ۵زره او ۶۸۸ ته رسېدلی و، چې تر اوسه یې ۵زره او ۵۰۵ خپل هېواد ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. د نیول شویو کسانو له ډلې؛ ۳زره او ۱۲۳ نارینه، ۱۱۲۴ښځې او ۱۴۴۱ ماشومان شامل دي. اوس‌مهال د کډوالو د ساتنې په مرکز کې ۱۶۴ افغانان ساتل کېږي، چې ۹۰ نارینه، ۳۸ښځې او ۳۶ ماشومان دي.

د راپورونو له مخې؛ د پولیسو له‌خوا نیول شوي ۶۲۳ افغانان تر تصدیق وروسته خوشې شوي؛ خو ۱۹ کسان د کډوالو د ساتنې له مرکز څخه تري تم شوي دي. د سیمې د روان کړکېچ له امله د پاکستان حکومت پر افغان کډوالو کنټرول او عملیات لا پسې پراخ کړي.

جمهوري‌پال استازی: د تهران تګلارې سیمه‌ییز هېوادونه زموږ په لور را اړولي دي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د ټېکساس جمهوري‌پال استازي پېټ فالون د دوشنبې په ورځ نیوز مېکس خبري اژانس ته ویلي، چې ایران د امریکا او اسراییل د هوایي بریدونو له پیل راهیسې بې‌هدفه ډزې کوي او د دوی په ستراتیژیو کې هیڅ ډول منطق یا همغږي نه‌شته.

فالون زياته کړه: «داسې ښکاري چې بې‌هدفه ډزې کوي او دوی له خپلو تاکتیکي کړنو سره له موږ سره مرسته کوي. هغوی خپل ګاونډيان زموږ لور ته ټېل وهي. د خليج هېوادونه ډېر غوسه دي».

فالون د ونزويلا د نوې مشرتابه له‌خوا له امريکا سره د همکارۍ يادونه هم وکړه او ويې ويل: «همدا هغه څه وو، چې موږ د تېر کال له بريدونو وروسته له ايران نه تمه لرله؛ خو دوی پرېکړه وکړه چې پر خپلو بالېستيکي توغنديو ټينګار وکړي او د غني شويو يورانيمو له پرېښودو ډډه وکړي».

د هغه په وينا؛ همدا چلند د امريکا ولسمشر دې ته اړ کړ چې هغه ووايي «نور بس دی، موږ بايد بريد وکړو».

وال‌سټریټ: د ایران له‌خوا پر نورو هېوادونو بريدونه، د تهران پر وړاندې ټلواله پياوړې کړې

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۰ GMT+۰

د وال‌ستریت ژورنال په يوه سرمقاله کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې راغلي، د ايران له‌خوا پر عربي هېوادونو، سيمه‌ييزو متحدينو او ان اروپايي موخو بريدونه د دې لامل شوي چې تهران لا زيات منزوي شي او پر وړاندې يې ټلواله لا پياوړې شي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، چې د امریکا او اسراییل د بمبارۍ له پیل راهیسې د ایران غچ اخیستونکي اقدامات په حقیقت کې د ایران د مخالفینو ترمنځ لازیات یووالی راوستی او د ایران حکومت په دې کار د «خپل بقا په وړاندې پراخه قضیه» پرانیستې ده.

ورځپاڼه ليکي، چې د خليج هېوادونه پر دغه بريدونو سخت غوسه دي او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وينا؛ ځينې يې د پوځي شخړې لپاره هم چمتو دي. په مقاله کې ويل شوي، چې د ايران له‌خوا په متحده عربي اماراتو کې د فرانسې پر يوه سمندري اډه او په کوېټ کې د يوې هوايي اډې چې اېټاليا ترې کار اخلي بريدونو اروپا هم دې موضوع ته راکاږلې ده.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که څه هم د ايران حکومت لا هم ځينې ملاتړي لري؛ خو وروستيو اقداماتو يې د حکومت د بدلون اړتیا نوره هم روښانه کړې او د دغه نظر ملاتړي زيات شوي دي.

طالبان وايي په کابل کې زیات کډوال مېشت دي او نغدو مرستو ته اړتیا لري

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د سولیډریټي انټرنشنل موسسې له رييسې مرچولن کترن باس سره په کتنه کې وویل، په کابل کې زیات کډوال مېشت دي او لا هم مرستو او په ځانګړي ډول نغدو پیسو ته اړتیا لري.

نورالدین ترابي په دې کتنه کې د سولیډریټي انټرنشنل موسسې له رييسې وغوښتل، چې له یادو کډوالو سره د نغدو پیسو مرسته وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سولیډریټي انټرنشنل موسسې رييسې مرچولن کترن باس په دې کتنه کې مستحقو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش په اړه وویل، چې په کابل کې به له سروې وروسته مرستې ووېشي.

هغې همداراز په ډاګه کړه، چې دا موسسه داخلي بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنۍ رسېدنې لپاره امکانات لري او غواړي، چې له دې ادارې سره په همغږۍ او همکارۍ د مرستو د وېش بهیر پیل کړي.