د طالبانو او پاکستان د جګړې په شپږمه ورځ څه تېر شول؟
د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د سېشنبې په ورځ شپږمې ورځې ته وغځېدې. جګړه د طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښه له پراخو بریدونو سره پيل شوه، هغوی دغه بریدونه «غچ اخیستونکي» وبلل. دغه نښتې په وروستيو کلونو کې د دواړه خواوو ترمنځ تر ټولو سختې مخامخ نښتې شمېرل کېږي.
سره له دې چې ځينو هېوادونو د منځګړيتوب چمتووالی ښودلی؛ خو لاهم د خبرو اترو د پيل يا هوکړې ته د رسېدو روښانه څرک نه ليدل کېږي. پاکستان د طالبانو پر ضد خپل پوځي عمليات «غضبللحق» نومولي او طالبانو د پاکستان پر ضد خپلو بريدونو ته «ردالظلم» نوم ورکړی دی.
پاکستان ادعا کړې، چې تراوسه يې لږترلږه ۴۶۴ طالب جنګيالي وژلي او ۶۶۵ نور يې ټپيان کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزير هم ويلي، چې ۱۸۸ د طالبانو پوستې ويجاړې شوې، ۳۱ پوستې نيول شوې او ۱۹۲ټانکونه او زغروال وسايط لهمنځه وړل شوي دي.
طالبانو بيا ويلي، چې په تېرو ورځو کې يې ۱۰ پاکستاني پوستې نيولې او يو ټانک يې ويجاړ کړی، له ۱۵۰ زيات پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي. طالبانو يوازې د خپلو ۲۸ جنګيالو وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي، چې ۴۲ تنه ټپيان شوي هم دي. هغوی همداراز ادعا کړې، چې پنځه پاکستاني بېپيلوټه الوتکې يې نسکورې کړې دي.
طالبانو تور پورې کړی، چې د پاکستان په بريدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او کورونه، جوماتونه، ښوونځي او کلينيکونه په قصدي ډول ويجاړ شوي دي. هغوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دغه کړنې وغندي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، د پنځو ورځو نښتو پرمهال لږترلږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي. شاوخوا ۱۶زره کورنۍ بېځايه شوې دي. بريدونو بشري تاسيساتو ته هم زيان رسولی.
پاکستان د يوناما راپور رد کړی او ويلي يې دي، چې دغه راپور د طالبانو پر شمېرو ولاړ دی. په پاکستان کې امنيتي سرچينو ادعا کړې، يو مشهور افغان طالب قوماندان چې غوښتل يې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته واوړي؛ په لنډي کوتل کې وژل شوی دی.
د طالبانو وياند مرستيال حمدالله فطرت له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د پاکستان بريدونه وغندي او خبرداری يې ورکړی که بريدونه همداسې دوام وکړي؛ نو په کابل کې به د پاکستان سفارت وتړل شي.
هغه زياته کړه، ځينې ماشومان ان کلينيکونو ته د رسېدو اسانتیاوې هم نهلري او يوشمېر يې د درنو واورو له امله په غرنیو او لرو پرتو سيمو کې بند پاتې دي. هغه خبرداری ورکړی: «هغه څه چې زه ترې وېريږم دا دي، چې کله د مارچ په پای يا د اپرېل په مياشت کې واورې ويلي شي؛ نو موږ به پوه شو چې په کليوالو سيمو کې د ماشومانو د مړينې شمېر ډېر لوړ و».
ایلیف زياته کړه، له ۲۰۲۳کال راهيسې له ایران او پاکستان نه د کډوالو د اېستلو لړۍ کې تراوسه له پنځو مېليونو زيات کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې دغه کار پر محدودو سرچينو نور هم فشار زيات کړی دی.
هغه وويل، ډېر بېرته ستانه شوي کسان هغو سيمو ته نږدې مېشت دي چې په وروستيو ورځو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې پهکې شوې دي او له همدې امله د خوړو نړۍوال پروګرام اړ شوی چې په دغه سيمو کې خپل ځينې خدمتونه وځنډوي. هغه ټينګار وکړ: «موږ اټکل کوو، چې د دغه نښتو له امله به سخته خوارځواکي نوره هم زياته شي؛ ځکه خلک له روغتيايي خدمتونو بېبرخې کېږي».
د هغه په وینا؛ دغه حالت د لسګونه زره ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ له شپږو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.
پاکستان شپږ ورځې مخکې په خېبرپښتونخوا او ځينو نورو سیمو کې له چاودنو او بریدونو وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او ورسره جوخت طالبانو هم له څو ساعتونو وروسته ځوابیه بریدونه پيل کړل او لا هم د دواړو لوریو تر منځ جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سېشنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) وویل: «بدني سزا د انساني کرامت او جسمي بشپړتیا پر وړاندې یو سپکاوی دی او د شدت لهمخې دا یو ظالمانه، غېر انساني او له سپکاوي ډک چلند او یا هم شکنجه ګڼل کېدای شي. دا لړۍ باید سمدستي ودرول شي».