طالبانو په کابل او بامیان ولایتونو کې ۱۸ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل

طالبانو په کابل او بامیان ولایتونو کې ۱۸ کسان د غلا، الکولي مشروباتو، شیشې او نشهیي تابلیتونو د پلور او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

طالبانو په کابل او بامیان ولایتونو کې ۱۸ کسان د غلا، الکولي مشروباتو، شیشې او نشهیي تابلیتونو د پلور او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې د سېشنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتداییه محکمې لهخوا ۱۷ تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.د خبرپاڼې لهمخې، یادې محکمې دغه تورن کسان له ۹ میاشتو څخه تر ۷ کلونو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.د طالبانو سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې، په بامیان ولایت کې یوه کس ته د غلا په تور د تعزیري سزا ورکولو خبر هم ورکړی دی.په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یاد تورن کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم شوی و.
د یادولو ده، چې طالبانو د یاد شمېر کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یې اته کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د لواطت، قطاعالطريقۍ او اخلاقي فساد» په تور په دُرو وهلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسانو ته له یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې د تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو لهمخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.
یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو لهمخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.
د سي ای اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوې مرکې کې ادعا کړې ده، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا تر ۱۰ زرو ډېر افغان متحدین وژل شوي، شاوخوا ۳۰ زره نور نیول شوي، ۱۲ زره کسان لا هم ورک دي او پر ۸۰ زرو مېرمنو او ۱۵ زره ماشومانو د جنسي تېري راپورونه ثبت شوي دي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) یاده پخوانۍ ماموې په شان رین پاډکسټ کې وویل، چې له افغانستان نه د امریکا تر وتلو وروسته، هغه افغانان چې د امریکا او ايتلافي ځواکونو متحدین وو، له پراخو نیونو، وژنو او جبري ورکېدنو سره مخ شوي دي.
نوموړې دا څرګندونې په یوې مرکې کې کړې او ټینګار یې کړی چې وضعیت “جدي او اندېښمنوونکی” دی.
د سارا اډمز د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۱۰ زرو ډېر افغان متحدین وژل شوي دي. شاوخوا ۳۰ زره کسان نیول شوي دي، چې ۱۸ زره نیول شوي کسان د طالبانو له قضایي بهیره تېر شوي.
د سارا په وینا، دا مهال ۱۲ زره کسان لا هم ورک دي چې د ژوند او مرګ په اړه یې معلومات نشته.
اډمز ادعا کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې په بېلابېلو سیمو کې پټ زندانونه شته، چې خلک پکې له رسمي ثبت او قانوني بهیر پرته ساتل کېږي.
هغه وايي، د ځینو کورنیو په وینا، خپلوان یې نیول شوي او بیا هېڅکله نه دي راستانه شوي او نه هم چارواکو د هغوی د برخلیک په اړه معلومات ورکړي دي.
د نوموړې په وینا:" په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰ زره کسان ورک بلل کېږي. باور دا دی چې ځینې یې په پټو زندانونو کې دي او یا وژل شوي، خو کورنیو ته یې رسمي خبر نه دی ورکړل شوی."
هغه وايي، شاوخوا ۲۰۰ زره افغان متحدین دا مهال تر مستقیم فشار لاندې دي او پر دوی د کورونو، ځمکو او سوداګریزو شتمنیو د ضبط، جبري بېځایه کېدو او د اساسي خدماتو د پرې کېدو ادعاوې کېږي.
د ساره په وینا، په ځینو مواردو کې د پخوانیو پولیسو او پوځیانو کورونو ته د کلونو لپاره برېښنا نه ده ورکړل شوې.
اډمز وایي: "د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال تر ۲۵۰۰ کم امریکایي سرتېري وژل شوي، خو یوازې په وروستیو دوه نیمو کلونو کې تر ۱۰ زرو ډېر افغان پولیس او پوځیان وژل شوي دي."
نوموړې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي، په تېرو دوو نیمو کلونو کې ۸۰ زره ښځو د جنسي تاوتریخوالي راپور ورکړی او همداراز ۱۵ زره ماشومانو د جنسي ځورونې ادعاوې ثبت کړې دي. نوموړې ددغو ادعاوو د ثابتولو لپاره مشخصې سرچینې او اسناد نه دي وړاندې کړي.
هغه زیاتوي چې دا شمېرې یوازې په هغو کسانو پورې محدودې دي چې د راپور ورکولو توان یې درلود او ښايي زرګونه داسې نور اشخاص وي چې د راپور ورکولو توان نه لري.
سارا اډمز ټینګار کوي چې دا وضعیت تصادفي نه دی، بلکې د افغان متحدینو پر وړاندې منظم فشار او انتقامي چلند دی.
نوموړې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دې ادعاوو د څېړلو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.
تر اوسه طالب چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بلخ ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د نامشروع اړيکو او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور په دُرو وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۴ کسانو د بند ترڅنګ د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.
د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو لهمخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.
یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو لهمخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.
د طالبانو ستره محکمه وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۴ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.
د یادې محکمې لهخوا د جمعې په ورځ د سلواغې ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د شنبې، یکشنبې، دوشنبې، سې شنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې،د شنبې په ورځ ۸ کسان زابل کې، د یکشنبې په ورځ بیا یو کس په زابل کې، د دوشنبې په ورځ ۴ کسان لغمان او ۳ کسان کاپیسا کې، د سې شنبې په ورځ ۲ کسان لغمان او یو کس زابل کې، د چهارشنبې په ورځ ۱۴ کسان په کابل کې او د پنجشنبې په ورځ یوکس په لغمان کې په بدني سزاوو محکوم شوي دي.
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.
طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.
بلخوا د طالبانو د نوې جزایي اصولنامې له مخې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.که یو جرم د دیني عالم له خوا ترسره شي، یوازې سپارښتنه کېږي، د اشراف لپاره بلنه او سپارښتنه، د منځنۍ طبقې لپاره زندان او د ټېټې طبقې لپاره علاوه پر زندان، بدني سزا ورکول کېږي.
د طالبانو د سترې محکمې لهخوا د خپرو شویو خبرپاڼو لهمخې، یادې ډلې په تېرو ۴۰ ورځو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله د ښځو په ګډون ۲۴۶ کسان په دُرو وهلي دي.
طالبانو یاد کسان په کابل، لغمان، کاپیسا، ارزګان، پروان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، فاریاب، غور، بدخشان، خوست، هرات، ننګرهار، بغلان، کندوز، کونړ، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.
کابل، خوست، ننګرهار او پروان هغه ولایتونه دي، چې د نورو په پرتله پهکې ډېر کسان په دُرو وهل شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، طالبانو په تېرو ۴۰ ورځو کې ۱۰۱ کسان په کابل، ۳۸ کسان په خوست، ۱۷ کسان په ننګرهار او ۲۰ نور په پروان کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو لهمخې، یاد شمېر کسان د «نامشروع اړیکو، له کوره تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو او نورو نشهيي توکو د کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې په لسګونه دُرو وهل شوي او یو شمېر یې پر څو کلونو تنفیذي بندونو هم محکوم شوي دي.
په عام محضر کې د طالبانو له لوري د بدني سزاګانو ورکول که څه هم د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبان لا هم له دې کاره لاس نه اخلي.
طالبان نه یوازې نارینه، بلکې ښځې هم له کور څخه د تېښتې او "نامشروع اړیکو" په تور په عام محضر کې په داسې حال کې په دُرو وهي، چې د ښځو د حقونو فعالانې دا کړنه په کلکو ټکو غندي.
د ښځو د حقونو فعاله وږمه توخي وايي، طالبان په عام محضر کې ښځو ته د بدني سزاګانو په ورکولو سره نه یوازې بشري حقونو ته سپکاوی کوي، بلکې ټول افغاني او پښتني ارزښتونه هم تر پښو لاندې کوي.
وږمه توخي وايي: «طالبان په دې کړنو سره نړۍ ته دا ښيي چې دغه ډله هېڅ ډول بشري حقونو، افغاني او پښتني ارزښتونو ته درناوی نه لري. دې ډلې د تېر په څېر یوازې د ښځو پر حقونو پښه ایښې ده او زور یې یوازې پر ښځو رسېږي».
ځیني دیني عالمان هم د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د بدنې سزاګانو پر ورکړي اعتراض لري او وايي، چې د شرعي اصولو عملي کول خپل ځانګړي شرایط لري او د طالبانو لهخوا د شریعت په نوم عملي کېدونکې سزاګانې له شرعي شرایطو سره سمون نه لري.
په کندهار کې یو دیني عالم چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «موږ مکلف یو چې د قران او احادیثو ټول حکمونه ومنو. خو د دُرو وهلو مسلې ته چې راشو، په شریعت کې په دې اړه خورا ډېر باریکي شتون لري. په کوم ډول چې دوی (طالبان) خلک په عام محضر کې وهي، دا ځانګړي شرایط لري؛ طالبان د دې توان نه لري چې د یوه تورن کس د جرم ثابتولو لپاره هغه شرعي شرایط پوره کړي، نو ځکه په اوسنیو کړنو سره دوی په خپله د شریعت پروړاندې ملامت دي.
وړاندې له دې د طالبانو لهخوا په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو په ورکړې سره د بشري حقونو ملاتړو ادارو، هېوادونو او ملګرو ملتونو نیوکې کړې دي، خو طالبان له خپلې یادې کړنې لاس نه اخلي او وايي، پر خلکو په حقیقي معنا شریعت پلي کوي.