جنرال عاصم منیر: دواړو خواوو ته سوله هغه وخت ټینګېږي چې طالبان د «ترهګرو» ملاتړ پرېږدي

د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې سوله هله رامنځته کېدای شي چې طالبان «له ترهګرۍ او د ترهګرو ډلو» له ملاتړه لاس واخلي.
منیر دا څرګندونې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د امنیتي وضعیت د ارزونې د سفر پر مهال کړې دي.
سید عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول هېڅکله د منلو وړ نه ده او د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو لپاره به اړین اقدامات ترسره شي.
سره له دې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرو شپږو ورځو راهیسې جګړې روانې دي، پاکستاني الوتکو ډېری د طالبانو قول اردوګانې او پوځي مراکز په نښه کړي دي.
طالبانو له دې وړاندې په وار وار دا رد کړې، چې ګني دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
