د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د چارشنبې په ورځ په ګډه اعلامیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او د ستونزو د حل او ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې د سیاسي خبرو اترو غوښته وکړه.
د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې، د مدني او بشري حقونو شبکې، د شکنجې مخنیوي نړیوال سازمان، د افغانستان د ډیموکراسۍ او پرمختګ موسسې، روزنه امید او د ګډو بحثونو مرکز په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په وروستیو اونیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړو زیاتوالي د ملکي وګړو ژوند، سیمهییز ثبات او د دواړو خواوو اوږدمهاله اقتصادي اړیکې په جدي خطر کې اچولي دي.
همدارنګه یادونه شوې چې افغانستان نږدې پنځه لسیزې جګړه، بېځایه کېدل، جبري راستنېدل او پرلهپسې تاوتریخوالي تجربه کړي او میلیونونه کورنۍ په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخ دي.
د اعلامیې لاسلیک کوونکي وایی چې د جګړو شدت به د دواړو غاړو د ټولنو، په ګډون د کډوالو، بېځایه شویو کورنیو، سوداګرو او تجارت پورې تړلو کارګرو، وضعیت نور هم خراب کړي.
لاسلیک کوونکو له طالبانو غوښتي چې د پاکستان په ګډون خوندي سوداګریزې لارې تضمین کړي چې پر خلکو اقتصادي فشار کم شي.
دغه بنسټونه زیاتوي چې دوامداره سوله د پراخو خبرو اترو غوښتنه کوي او پوځي اقدامات د سیاسي بهیر ځای نه شي نیولی.
