روسیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری ښودلی

په مسکو کې د طالبانو سفیر د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر شخړې خبرې کړې دي. ضمیر کابلوف د دواړو خواو ترمنځ منځګړتوب ته تیاری ښودلی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د حریم د نقض په اړه د پاکستان اړخ دریځ او د طالبانو د رسمي دریځ په اړه معلومات هم وړاندې شول.
یاد وزارت وايي، چې د روسیې استازي د افغانستان او پاکستان وروستۍ شخړه د اندېښنې وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې ستونزې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې هېواد یې د اړتیا په صورت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې منځګړی رول ترسره کولای شي.
