ملګري ملتونه: د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړې له امله ۶۶ زره تنه بې ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستېفن دوجاریک وویل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او کورونه او عامه ودانۍ یې هم زیانمن کړي دي. د هغه په وینا، د جګړې له امله په افغانستان کې شاوخوا ۶۶ زره کسان بې ځایه شوي.
هغه زیاتوي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
دوجاریک د چارشنبې په ورځ د خبري غونډې پرمهال وویل چې هوایي بریدونو څو مهمو بشري مرکزونو ته هم زیان اړولی، په دې کې د تورخم بیړنی روغتون، د کډوالو د نړیوال سازمان د تګ راتګ مرکز او د راستنېدونکو د ښه راغلاست مرکز شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د جګړې له امله د خوړو نړیوال پروګرام ځیني فعالیتونه هم ځنډول شوي چې شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو ته یې د مرسته مختل کړې ده.
دوجاریک ټینګار وکړ چې افغانستان د نړۍ له لویو بشري کړکیچونو سره مخ دی او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان د جګړې، فقر او طبیعي ناورینونو له امله مرستو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو پلان یوازې ۱۱ سلنه تمویل شوی.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) اعلان کړی و، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پنځه ورځنیو نښتو په لړ کې لږترلږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي.
