د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت: روانې پوځي نښتې د نړیوالو قوانینو او ژمنو خلاف دي

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د سیمې د وروستیو امنیتي او سیاسي تحولاتو په اړه په یوه اعلامیه کې ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې په سیمه کې روانې پوځي نښتې د نړیوالو قوانینو، د بشري حقونو د اصولو او نړیوالو ژمنو خلاف دي.
