د طالبانو حج او اوقاف وزارت له پولو او حریم څخه دفاع ستر جهاد وباله

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي چې د هېواد، خلکو او اسلامي نظام دفاع د ټولو افغانانو دنده ده. وزارت د جمعې ورځې د خطبې په لارښود کې څرګنده کړې چې د افغانستان له حریم او پولو دفاع تر ټولو ستر جــهـاد او په دې لاره کې هر وژل کېدونکی کس شــهید دی.
خطبه لارښود زیاتوي چې د سرحدونو، خلکو او اسلامي نظام دفاع حق مشروع دی او په دې لار کې مبارزه د جهاد په توګه ګڼل کېږي.
وزارت په خپل خطبه لارښود کې ټینګار کړی هر څوک چې د هېواد پر حریم تېری کوي د خپلو اعمالو مسوول دی.
دغه راز افغانانو ته بلنه ورکړل شوې چې د طالبانو د دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
وزارت ویلي چې مرګ په دې لار کې د شهادت په توګه ګڼل کېږي او د هېواد ساتنه د ورځې او شپې په چمتووالي سره باید ترسره شي.
د طالبانو یاد وزارت ویلي، چې تېری د پاکستان ځواکونو کړی او ټول دیني او اخروي مسوولیتونه هغه چا ته ورترغاړې کیږي، چې دا کار یې پیل کړی دی.
په دې خطبه لارښود کې ویل شوي، چې د خلکو د ځان او مال ساتل، د اسلامي نظام حریم ساتل مشروع هدف ، اسلامي اصل او د ظلم دفع کول دي او دا په هر مسلمان واجب دي.
په دې خطبه لارښود کې دیني عالمان هڅول شوي، چې خلک د طالبانو د ادارې او ځواکونو ملاتړ ته وهڅوي.
په خطبه لارښود کې ویل شوي، چې «ټول افغانان په خوښي د هغو کسانو مقابله کوي، چې د څو ډالرو لپاره یې له لویدیزو ځواکونو سره قرارداد کړی، ښکیلاکي نظام یې ټنیګ کړی او د فلسطینیانو په محاصره کې ګډون کوي».
