د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستان د بریدونو خلاف مظاهرې شوې

د پروان، لوګر، پکتیا، ننګرهار، پکتیکا، تخار او خوست یو شمېر اوسېدونکو د لاریونونو له لارې د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.
ګډونوالو په خپلو شعارونو او ویناوو کې د ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
د دوی په وینا، پر افغانستان هر ډول تېری به له پراخ ولسي غبرګون سره مخ شي.
په ځینو ولایتونو کې محلي سرچینې وايي، چې طالبانو د جوماتونو د ملا امامانو او رسمي اعلامیو له لارې خلک هڅولي، چې په دغو لاریونونو کې برخه واخلي .
د طالبانو اړوند رسنیو ویډیوګانې خپرې کړې، چې ښيي په پکتیکا کې قومي مخور له خپلو پخوانیو وسلو سره راوتلي او له طالبانو یې غوښتي چې د پاکستان پر ضد د جګړې اجازه ورکړي.
په پکتیا کې لاریون کوونکي له ځانونو سره بنرونه لېږدوي، چې له پاکستان سره د جهاد د اعلانولو غوښتنې پکې شوې.
په ننګرهار کې هم د بېلابېلو قومونو استازو د یوې غونډې پر مهال د روانو بریدونو پر وړاندې خپل مخالفت ښودلی دی.
دغه لاریونونه داسې مهال دي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن د جګړې اوومه ورځ ده او تازه د کندهار پر قول اردو د پاکستاني الوتکو د بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
