ولکر ترک یو وار بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې درولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک له پاکستان او طالبانو غوښتي، پر ډیورنډ کرښه روانې نښتې ژر تر ژره ودروي او د هغه مېلیونونه کسانو مرستې ته لومړیتوب ورکړي چې له اوږدې مودې راهیسې د جګړو له امله له کړاو سره مخ دي.
ولکر ترک ویلي، چې د دواړو هېوادونو ملکي وګړي اوس د هوايي بریدونو، درنو توپونو، هاوانونو او ډزو له امله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړۍوالو بشري او بشرپاله قوانینو له مخې د ملکي وګړو ساتنه تضمین کړي او د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې او رڼې څېړنې ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې بریدونو له امله په افغانستان کې ۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱۸ نور ټپیان شوي وو، چې دا له ۲۰۰۹کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.
همدارنګه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳کال له سپټمبر میاشتې راهیسې کله چې پاکستان د بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل شوه تر ۲ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ خو لاهم نږدې ۲ مېلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
د بشري حقونو عالي کمېشنر ویلي، چې د جګړو له امله ډېرو اړمنو خلکو ته بشري مرستې نهرسېږي او دغه کار د خلکو کړاو نور هم زیاتوي.
