د مالیزیا لومړی وزیر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې د سیمې سوله او ثبات ګواښي

د مالیزیا لومړي وزیر، محمد انور ابراهیم، خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې نښتې د سیمې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
انور ابراهیم له دواړو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي. هغه دواړه خواوې زغم ته راوبللې او ټینګار یې وکړ چې روان تاوتریخوالی کولی شي سیمهییز ثبات کمزوری کړي.
د مالیزیا لومړي وزیر تېره ورځ په جلا جلا ټیلیفوني اړیکو کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرې کړي دي.
هغه د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ملا حسن اخوند سره په خبرو کې یې ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید له زغمه کار واخلي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې وضعیت نور هم کړکېچن کولای شي.
انور ابراهیم زیاته کړه چې روان پوځي اقدامات، چې تر دې دمه یې د دواړو لورو سلګونه کسان وژلي، باید ژر تر ژره ودرول شي. د هغه په وینا، مالیزیا د دې کړکېچ د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو ملاتړ کوي، څو د اوږدمهاله شخړې مخه ونیول شي.
نوموړي وویل چې جګړه یوازې د خلکو کړاو زیاتوي او د سیمې سوله او ثبات کمزوري کوي.
