اصف درانی: د ایران جګړه د سیمهییزو ځواکونو او نړیوالو اړیکو پر نقشه اغېزې لري

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، د ایران مشر علي خامنهیي د جګړې په سختو شرایطو کې د خپل دفتر او استوګنځي په ساتلو سره د خلکو لپاره د مخکښې رهبري مثال وړاندې کړی او جګړې د سیمې د پوځي او سیاسي توازن نقشه بدله کړې ده.
اصف دراني په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي چې د ایران وروستي مشر، علي خامنهیي، يه خپل دفتر کې پاتې کېدل د ایرانیانو لپاره د ویاړ وړ دي.
هغه زیاتوي، «ایران د اسراییل د 'ایرن ډوم' افسانه او د امریکا د پوځي ځواک وړتیاوې ماتې کړې او نړیوالو رسنیو د پام وړ تاوانونه په خپلو پوځي تاسیساتو کې تایید کړي دي.»
درانی ټینګار کوي چې د خلیج سیمې د انرژۍ عرضه متاثره شوې، چې په نړیواله کچه اغېزې لري او د امریکا ولسمشر ټرمپ لپاره یې سیاسي ګټې نه دي راوړې. همدارنګه، د خلیج هېوادونو د امریکایي پوځي اډو په اړه مبهم دریځ او د اسراییل لخوا د دې هېوادونو د هوايي فضا کارول د جګړې په جريان کې دغه هېوادونه هم دخیل کړي دي.
نوموړی زیاتوي، «هر څومره که د جګړې پایلې هرڅه وي، یوه خبره روښانه شوې: د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د خلیج د ملاتړ کونکو هېوادونو په وړاندې د خپل غبرګون لپاره انتظار کوي.»
