حال وش: د بلوچستان ایرانشهر کې د ایراني ځانګړوځواکونو پر کاروان زوروره چاودنه شوې

د ایران د بلوچستان ایالت ایرانشهر سیمې ته نږدې د ایران ځانګړو ځواکونو پر پوځي کاروان چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
د بشري حقونو سازمان حال وش د راپور له مخې دغه برید د شنبې سهار د کب ۱۶مه، شوی. راپور زیاتوي چې د برید له امله د کاروان یو شمیر موټرونه له منځه تللي او ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچینو ویلي چې چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی. امنیتي ځواکونو سمدستي د پېښې ځای کلابند کړی دی.
تر دې دمه د پیښې له امله د مرګ ژوبلې کره شمره نه ده په ډاګه شوې او نه هم کومې ډلې د دې برید مسولیت منلی.
