جنرال خوشال: که طالبان شاتګ ونه کړي، روانه جګړه ښايي د طالبانو په ګټه تمامه شي

د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سادات، وایي که طالبان شاتګ ونه کړي، روانه جګړه کېدای شي د افغانستان په ګټه تمامه شي، خو په خبره یې اساسي پوښتنه دا ده چې د ډیورند کرښې اخوا د افغانستان ستراتیژیک اهداف څه دي.
جنرال خوشحال سادات د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې د ایران د جګړې له پیل لا یوه اوونۍ هم نه ده تېره شوې، خو د نړۍ په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په پاکستان کې، د تیلو پر سر ستونزې او مرګونې پېښې پیل شوې دي.
هغه خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د شاوخوا ۲۶۰ میلیونه نفوس لرونکی پاکستان به د یوې میاشتې په موده کې له جدي ستونزو سره مخ شي او دا اغېزې ښايي چین او هند ته هم وغځېږي.
د سادات په وینا، د تیلو او مهماتو احتمالي کمښت ښايي د پاکستان د پوځ پر وړتیاوو هم اغېز وکړي او پوځ ونه شي کولای خپلې الوتکې او پوځي وسایط په اسانه وکاروي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان نسبتاً لږ مصرف او اړتیاوې لري او د تیلو ډېری اړتیاوې یې د منځنۍ اسیا له لارې د ځمکنۍ لارې پوره کېږي.
