• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د مارچ ۸مه

یونیسف د ښځو نړیوالې ورځ په تړاو: د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز دې سمدستي لرې شي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونسف)ویلي چې د دې ادارې ښځینه افغان کارکوونکې له شپږو میاشتو راهیسې خپلو دفترونو ته له تګ منع شوې دي او غوښتنه یې کړې چې دا بندیز باید سمدستي لرې شي.

یونیسف افغانستان د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پهایکس په خپور کړي پیغام کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د حقونو، عدالت او عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ادارې ویلي چې د دوی ښځینه ملي کارکوونکو ته له تېرو شپږو میاشتو راهیسې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. یونیسف ټینګار کړی چې دا بندیز باید ژر تر ژره لرې شي.

یونیسف همداراز زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو ونډه د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ډېره مهمه ده او د دوی له ګډون پرته د مرستندویه خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو د پای ته رسولو بېړنی اقدام اړین دی

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، د طالبانو تر واکمنۍ څلور کاله وروسته هم افغانستان د بشري حقونو او ښځو پر وړاندې د پراخو سرغړونو او سانسور په یوه کړکېچن حالت کې دی.

دغه سازمان ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید بېړنۍ، متحدې او جدي هڅې وکړي؛ څو د افغان ښځو او خلکو حقونه خوندي شي او د سرغړونو دوام ته د پای ټکی کېښودل شي. یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان خلک په پراخه کچه د بشري حقونو د سرغړونې ښکار شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «ښځو ته د ژوند هر اړخ بند شوی، شکنجه، ناسم چلند، تښتونې، زنداني کول او سانسور په بې‌ساري ډول دوام لري. د ښځو د ازادۍ، سیاسي ګډون او ټولنیز حضور محدودیتونه لاهم پرځای دي».

د اعلامیې له مخې؛ د طالبانو له‌خوا بدني سزاوو بېرته د بیا پیلولو او د خپلواک قضایي سیسټم د نشتوالي له کبله قربانیان د عدالت ترلاسه کولو هیڅ لار نه‌لري. په دغه اعلامیه کې د بشري حقونو فعالې ترینا ودود له قوله ویل شوي: «دا حیرانوونکې ده، چې نړۍواله ټولنه لاهم تمه لري طالبان به د بشري حقونو درناوی وکړي».

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د څار لپاره یو متحد او ځواکمن مېکانيزم جوړ کړي؛ څو د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي، د تبعیض ختمولو لپاره فشار راوړي او د بدني سزاوو د پای ته رسولو او د خپلواک قضایي سیسټم د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

سمیع سادات وایي افغان ښځې د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو مشر جنرال سمیع سادات د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې پر ښځو سخت بندیزونه لګېدلي؛ خو د هغوی مبارزه ګټوره او الهام بښوونکې ده.

نوموړي زیاته کړې:« زموږ ګډه هڅه به افغانستان د طالبانو له ظلم ازاد کړي او عدالت ته به لاره هواره کړي». هغه پر اېکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د محدودیتونو پرضد خپل دریځ څرګند کړی.

نوموړی په دغه ویډیو کې وایي: «نن د افغانستان دننه پر ښځو سخت بندیزونه روان دي، دغه بندیزونه نه اسلامي، نه افغاني او نه هم انساني دي؛ بلکې د ظالمو ملایانو له‌خوا په خلکو تپل شوي دي، چې په افغانستان کې هیڅ ځای نه‌لري».

جنرال سمیع سادات د هغو ښځو هڅې هم ستایلې، چې د افغانستان د ازادۍ لپاره دننه او بهر مبارزه کوي. هغه زیاتوي: «ستاسې مبارزه ګټوره ده، نړۍ ته انګېزه ورکوي. مهرباني وکړئ خپلې مبارزې ته ادامه ورکړئ».

هغه ټینګار کوي، چې د ملي یووالي او ګډې هڅې له لارې به افغانستان ازاد او پرمختللی شي: «زه مطمنه یم چې موږ بریالي کېږو، افغانستان ازادېږي او ټول خلک به په شریکه دننه په افغانستان کې کار وکړي او وطن به له سیال سره سیال شي».

معترضې مېرمنې: طالبانو افغانستان د ښځو لپاره «ممنوعستان» ګرځولی

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۰

د ارغواني شنبو غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر سیاست عملي کړی او افغانستان یې د ښځو لپاره په «ممنوعستان» بدل کړی دی.

دغه غورځنګ (د مارچ ۸مې) په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې پر نړۍوالو هېوادونو او بنسټونو غږ کړی، چې د افغان ښځو مبارزه، د طالب مشرانو محاکمه او له یادې ډلې سره د تعامل د بندولو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: «جنسیتي توپیر د طالبانو رسمي سیاست دی او موږ له هغه هېوادونو مننه کوو، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د افغان ښځو، بشري ارزښتونو او عدالت ملاتړ کوي».

اعلامیه زیاتوي، چې د نړۍوالو فشارونو کمښت او د طالبانو د حکومت دوام نه یوازې د افغانستان ښځې په مستقیم ډول اغېزمنوي؛ بلکې د سیمې او نړۍ په کچه د جګړو او کړکېچونو د پراختیا لامل ګرځي. دغه غورځنګ پر نړۍوالو سازمانونو، هېوادونو او مدني ټولنو هم غږ کړی، چې د ښځو د حقونو لپاره فعال رول ولوبوي.

اعلامیه کې راغلي: «د ښځو له ازادۍ پرته ازادي ناشونې ده. د جنسیتي توپیر په وړاندې مبارزه د انسانیت، عدالت او یوې داسې راتلونکې لپاره ده، چې تبعیض او ځپنه په‌کې ځای ونه لري».

د افغان مېرمنو فریاد غورځنګ: د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوو

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د افغان مېرمنو فریاد غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې سره له ټولو ګواښونو او محدودیتونو، افغان ښځې لاهم د ازاد ژوند او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره درېږي او مبارزه کوي. دوی وايي: «چوپتیا زموږ انتخاب نه‌دی، مقاومت زموږ ټاکنه ده».

د دغه غورځنګ له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د مارچ ۸مه یوازې د کال یوه ورځ نه‌ده؛ بلکې دا د تاریخ د ژورو فریادونو، مقاومت او د هغه ښځو ورځ ده، چې د تبعیض، زور زیاتي او ظلم پر وړاندې درېږي او د ازادۍ بیه پرې کوي. نن دغه فریاد په افغانستان کې له هر وخت نه لوړ شوی دی».

دغه غورځنګ ټینګار کوي، افغان مېرمنې د یوې داسې واکمنۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي چې په منظم او هدفي ډول یې له بنسټیزو بشري حقونو بې‌برخې کړې دي.

دغه غورځنګ د بشري حقونو له نړۍوالې ټولنې، نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض وضعیت د بشریت پر وړاندې جرم وپېژني او د ختمولو لپاره یې سملاسي او عملي ګامونه واخلي.

د ملاهبت الله تر سیوري لاندې کندهار کې د ښځو وضعیت؛ له کار او زده‌‌کړو تر محرومیت او انزوا

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۰
•
خبرخونه

د ښځو نړۍواله ورځ داسې مهال رارسېږي، چې د کندهار په ګډون د افغانستان په سویلي حوزه کې ګڼې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو، بې‌کارۍ او ټولنیزو فشارونو سره مخ دي.

د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په کندهار کې د یوشمېر هغو مېرمنو سره خبرې کړې، چې مخکې یې له دولتي ادارو، خصوصي مرکزونو او مرستندویه موسسو سره کار کولو؛ خو اوس د خپل یا هم د بل کور کار کوي.
کندهار چې د طالبانو د رهبرۍ مرکز بلل کېږي، د ښځو د کار، زده‌کړو او ټولنیز حضور په برخه کې تر ټولو محدود چاپېریال ګڼل کېږي او ډېری ښځې وایي، چې د ژوند بنسټیز حقونه یې محدود شوي دي.
یوشمېر مېرمنو افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي، چې لویه برخه اوس له کار پرته په زړه تنګۍ په کور تېروي؛ ځینې یې د خپلې کورنۍ او اولادونو د اړتیا پوره کولو لپاره په نورو کورنو کې کار کوي او یوشمېر یې د طالبانو له وېرې د کار لپاره له کوره بهر نه‌شي وتلای.
شریفه چې د کندهار په یوه خصوصي پوهنتون کې یې د قضا او څارنوالۍ زده‌کړې کولې هیله یې لرله، چې په قضايي برخه کې به د ښځو تشه ډکه کړې؛ خو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړې یې هیلې او پلانونه ګډوډ کړي دي. شریفه وايي، د «مارچ ۸مه» د هغو ټولنو لپاره ده چې ښځې په‌کې ارزښت لري.
د کندهار روغتیايي سکتور؛ سلګونه ناروغان او د ګوتو په شمېر روغتیاپالې
د ځايي سرچینو په وینا؛ په کندهار کې د روغتیا په برخه کې د جمهوري نظام پرمهال د ښځینه روغتیاپالانو شمېر له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې رسېده. که څه هم هغه مهال په لرو پرتو ولسوالیو کې هم د ښځینه کارکوونکو شمېر کم وو او ډېری سیمو ته نه شوای تلای؛ خو بیا هم په دولتي روغتونونو، کلینیکونو او بېلابېلو موسسو کې د ښځو حضور له ورایه ښکارېده.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست یوې پخوانۍ کارکوونکې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې د اوسني وضعیت په اړه وايي: «کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د ښځینه روغتیاپالو شمېر په ډېرې چټکۍ سره راکم شو، ډېرې نرسانې، قابلې او ان ځینې ډاکټرانې په کور کېناستې. که مخکې د دوی شمېر تر پنځو یا ۶۰۰ پورې وو؛ اوس دغه شمېر تر ۱۰۰ هم کم شوی دی».
د هغې په وینا؛ د طالبانو د حکومت په پنځم کال کې دغه شمېر لا نور هم راټیټ شوی او یوشمېر پخوانۍ روغتیاپالې د اقتصادي ستونزو له امله اړ اېستل شوې، چې په کورونو کې مزدوري وکړي.
نوموړې ویلي، هغه ښځې چې مخکې یې د خلکو درملنه کوله اوس په کورونو کې د کارګرې په توګه کار کوي چې دا نه یوازې د هغوی لپاره سپکاوی دی؛ بلکې د روغتیايي خدمتونو کیفیت يې هم سخت اغېزمن کړی دی.
که څه هم اوس یوشمېر ښځینه کارکوونکې روغتیايي مرکزونو ته ځي؛ خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو د مخکنیو خپرو شویو راپورنو له مخې طالبان د روغتیايي برخې ښځينه کارکوونکو محرم ته لفظي سپکاوی کوي او ورته وایي، چې «ولې ښځې کار ته پرېږدئ شرم نه لرئ». دغه چلند د ښځو پر کار نور رواني فشارونه هم زیات کړي دي. جمیله چې پخوا یې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په یوه روغتیايي کلینیک کې دنده ترسره کوله اوس بې‌روزګاره ده.
هغه چې څو کاله یې د قابله‌ګۍ په برخه کې کار کړی وایي، د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره بله لار نه‌لري بې له دې چې په کورونو کې کار وکړي.
هغه د خپل اوسني ژوند په اړه وایي: «کله په ځینو کورونو کې د ماشومانو د ساتنې او روزنې کار کوم، د نور کار اجازه نه‌لرم؛ مخکې مې د روغتیا په برخه کې د خلکو خدمت کاوه او اوس خپله مرستې ته اړتیا لرم».
د هغې په وینا؛ که د ښځو پر کار محدودیتونه همداسې دوام وکړي، نه یوازې ښځې بلکې ښځینه ناروغانې به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښيي، چې په کندهار کې د ښځو درملنه د ګواښ تر سیورې لاندې ده او د دغه ولایت په دولتي چوکاټ کې یوازې یوه متخصصه ډاکټره حضور لري. پخوانیو متخصصو ښځینه ډاکټرانو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دندې پرېښې دي.

په کندهار کې د میرویس حوزوي دولتي روغتون ته د ورځې تر ۲۰۰۰ ډېر ناروغان د درملني په موخه مراجعه کوي؛ خو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو معلومات ښيي، چې د کندهار په مېلیوني ولایت کې اوس په دولتي چوکاټ کې یوه متخصصه ډاکټره په میرویس روغتون کې دنده ترسره کوي.
د روغتیا، امنیت او پوهنې په څېر بنسټیزو سکتورونو کې د ښځو د حضور کمښت، په ځانګړي ډول د ښځینه ناروغانو او زده‌کوونکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي.

100%

د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځینه پولیسو وضعیت او ننګونې
په کندهار کې د امنیتي سکتور په برخه کې هم د ښځو وضعیت ورته دی. د ځايي معلوماتو له مخې؛ د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې په کندهار کې د ښځینه پولیسو شمېر تر ۳۰۰ تنو رسېده، دغه ښځینه پولیسې په تالاشۍ، اداري چارو او د ښځو اړوند قضیو کې بوختې وې.
خو اوس د سرچینو په وینا؛ یوازې د ګوتو په شمېر ښځینه پولیسې پاتې دي، چې ډېری وخت یوازې د ښځو د نیولو او تالاشۍ لپاره ترې کار اخیستل کېږي. لیلما چې پخوا یې د کندهار په پولیسو کې دنده ترسره کوله دا مهال په یوه کور کې د خدمتګارې په توګه کار کوي.
هغه د خپل تېر او اوسني وضعیت ترمنځ توپیر داسې بیانوي: «د جمهوریت په وروستیو کې ډېری ښځو په پوځي برخه کې کار کاوه؛ موږ د هېواد خدمت کاوه او د خپلو کورنیو لپاره مو نفقه برابروله؛ خو کله چې طالبان راغلل هېڅ ښځینه پولیسه بېرته دندې ته ونه غوښتل شوه اوس په یوه او بل کور کې کار کوم».
د هغې په وینا؛ ځینو پخوانیو ښځینه پولیسو ته امنیتي او ټولنیزې ستونزې هم جوړې شوې او نه یوازې دا چې کار يې له لاسه ورکړ؛ بلکې ځینو ښار هم پرېښود.
په کندهار کې د جمهوري نظام یوشمېر ښځينه پولیسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د طالبانو په راتګ ژمنه ورسره شوې وه چې پر کور به هم تنخواوې ورکوي؛ خو دوی په دغه خبره یوازې تېر اېستل شول. لیلما وايي: «طالبان چې د قوماندانۍ له ټولو سیسټمونو سره بلد شول، موږ ته یې وویل دندو ته مه راځئ پر کور تنخوا درکوو؛ خو دوه میاشتې یې هم تنخوا رانه کړه او له دندو یې ګوښه کړو».
هغه وایي، چې ډېری پخوانۍ ښځينه پوځیانې له وېرې د خپلو دوستانو پوښتنې ته هم نه ځي.

100%

زده‌کړې او بندیز؛ د روښانتیا او تیارې ترمنځ جګړه
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د زده‌کړو په برخه کې هم د ښځو حضور په بې‌ساري ډول پېکه شوی دی. د کندهار د پوهنې ریاست یو پخوانی مامور وایي، د جمهوري نظام پرمهال په دغه ولایت کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو په توګه د ښځو شمېر تر ۲زرو زیات وو.
هغه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «پخوا د ښوونکو او د پوهنې په برخه کې د نورو ښځينه کارکوونکو شمېر تر ۳زرو هم زیات وو؛ خو اوس دغه شمېر تر ۵۰۰ راکم شوی دی، ډېری ښځینه ښوونکې او مامورې په کور کېنول شوې دي».
یوه پخوانۍ ښوونکې بنفشه چې اوس په یوه کور کې څو زده‌کوونکو ته درس ورکوي وایي: «کله چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل شول، موږ هم بې‌کاره شو او اوس د کور د کار ترڅنګ ځینو ماشومانو ته درس ورکوم څو لږ عاید ترلاسه کړم».
هغې زیاته کړه، چې د کورنۍ لپاره بل څوک د کار کولو توان نه‌لري؛ نو مجبوره ده هر ډول کار ومني. بنفشه وایي: «دا زموږ لپاره یوازې اقتصادي ستونزه نه؛ بلکې روحي فشار هم دی، موږ کلونه زده‌کړې کړې وې خو اوس له خپل مسلک محرومې یو».
شنونکي وایي، په کندهار کې د ښځو د کار او زده‌کړو محدودول نه یوازې د بشري حقونو له پلوه د اندېښنې وړ ده؛ بلکې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پر بهیر هم منفي اغېز لري.

100%

د ښځو ټولنیز غیاب؛ کندهار کې پر ښځو د لګېدلو بندیزونو پایلې
په کندهار ښار کې یو شمېر ښځې وایي، چې د وروستیو محدودیتونو له امله یې ټولنیز ژوند هم نږدې له منځه تللی او اوس نه‌شي کولای لکه پخوا په ازاد ډول له کوره ووځي او یا د کورنۍ له غړو سره عامه ځایونو ته ولاړې شي.
د دوی په وینا؛ هغه عادي ټولنیز فعالیتونه چې مخکې به یې ترسره کول، اوس د سختو بندیزونو او اندېښنو له امله تقریباً ټول بند شوي دي.
ښځې وایي، پخوا به د اړتیا وړ توکو د اخیستلو لپاره مارکېټونو ته تللې او هلته به یې له ښځینه پلورونکو څخه خپل توکي اخیستل؛ خو اوس دا امکان نه‌شته او د مارکېټونو هغه فضا چې ښځې په‌کې په نسبي ډاډ ګرځېدې، نږدې له‌منځه تللې ده.
د دوی په وینا؛ اوس که اړتیا هم شي نو په ډاډه زړه نه‌شي وتلای او تل له ستونزو او پوښتنو سره مخ کېږي. د کندهار یوه اوسېدونکې زرمینه وایي، د ښځو لپاره عامه ځایونو ته تګ په تدریج سره محدود شوی او حتا هغه ځایونه چې پخوا به کورنۍ ور تللې اوس ورته ستونزې جوړېږي.
هغې وویل: «پخوا به کله ناکله له کورنۍ سره رسټورانټ ته تللو؛ خو اوس داسې وېره شته چې ښځې په ډاډه زړه نه‌شي تلای، څو میاشتې مخکې موږ درې ښځې د کورنۍ له یوه نارینه سره رسټورانټ ته تللې وو؛ خو د امربالمعروف کسان راغلل او راته یې وویل، چې بیا دلته مه راځئ په کور کې خوراک کوئ».
ځینې نورې ښځې بیا وایي، چې د مېله ځایونو او تفریحي سیمو ته تګ هم له ستونزو سره مخ شوی. د دوی په وینا؛ که څه هم پخوا به د کورنۍ له نارینه‌و سره پارکونو یا د ښار ځینو ارامو ځایونو ته تللې؛ خو اوس دا کار هم ستونزمن شوی او ډېری وخت اجازه نه ورکول کېږي.
د کندهار یوه بله اوسېدونکې طیبه د خپل ورځني ژوند د محدودېدو په اړه وایي: «پخوا به کله ناکله له کورنۍ سره مېله ځایونو ته تللو، پارک یا کوم ارام ځای ته به ولاړو، اوس دا کار مطلق بند شوی. که څه هم د کورنۍ نارینه هم راسره وي بیا هم ډېرو ځایونو ته نه‌شو تلای».
دغه ښځې دارنګه وایي، چې ښار ته د تګ پر مهال باید حتمي یو محرم ورسره وي او که دا شرط پوره نه‌شي؛ نو له ستونزو سره مخ کېږي.
د دوی په وینا؛ دغه موضوع د ښځو پر ازاد تګ راتګ او ټولنیز حضور ژور اغېز کړی دی. د کندهار یوې بلې ښځې وویل، چې د همدې محدودیتونو له امله یې د ښار له فضا او ټولنیز ژوند څخه واټن اخیستی دی.
د کندهار یوه اوسېدونکې وایي، چې د دغه محدودیتونو له امله د ښار په عامه ژوند کې د ښځو حضور خورا پېکه شوی او د ټولنیزو فعالیتونو هغه برخه چې مخکې یې لرله؛ اوس نږدې له‌منځه تللې ده.
د دوی په باور؛ دغه وضعیت نه یوازې د ښځو ورځنی ژوند محدود کړی بلکې د ښار په ټولنیز جوړښت کې یې هم بدلون راوستی دی. د ښځو نړۍواله ورځ سږکال داسې مهال رارسېږي، چې په کندهار کې ګڼې ښځې د کار، زده‌کړو او ازاد تګ راتګ له حقه بې‌برخې شوې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب ادعا کوي؛ خو د ځايي سرچینو او پخوانیو کارکوونکو څرګندونې ښيي، چې په عمل کې د ښځو حضور تر بل هر وخت محدود شوی دی.

100%