د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه هغه سند دی، چې د انسانانو بنسټیز حقونه په رسمیت پېژني او موخه یې د ټولو وګړو لپاره د ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت تضمینول دي. دا اعلامیه په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لهخوا تدوین شوه او د تدوین لړۍ یې شاوخوا درې کاله وخت ونیوو. د امریکا مخکینۍ لومړۍ مېرمن اېلنور روزولټ د تدوین د کمېټې د مشرې په توګه کلیدي رول درلود او یو شمېر نورو مخکښو مېرمنو لکه د هند هانسا مهتا، د دومینیکن جمهوریت مینروا برناردینو، د پاکستان بېګم شایسته اکرامالله او نورو استازو په خپلو هڅو سره د اعلامیې په متن کې د ښځو د حقونو او جنسیتي تبعیض د مخنیوي پر شاملولو اغېزناک ګامونه پورته کړل. مېرمنو په دې بهیر کې حیاتي رول ولوباوه او وتوانېدې، چې د جنسیتي برابرۍ او مساوي حقونو مفاهیم د اعلامیې په بېلابېلو مادو او سریزه کې ځای پر ځای کړي.اېلنور روزولټ اېلنور روزولټ چې له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۵ پورې د امریکا لومړۍ مېرمن وه، په ۱۹۴۶ کال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر هري ټرومن لهخوا په ملګرو ملتونو کې د استازې په توګه وټاکل شوه. هغې د بشري حقونو د کمېسیون د لومړنۍ مشرې په توګه دنده ترسره کړه او د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه. په هغه وخت کې چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو و، اېلنور روزولټ د خپل پراخ اعتبار او نفوذ په کارولو سره وکولای شول چې د دې اعلامیې د تدوین بهیر بریالۍ پایلې ته ورسوي. په ۱۹۶۸ کال کې د هغې له مړینې وروسته نوموړې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو جایزه هم ورکړل شوه.
هانسا مهتا له هند څخه هانسا مهتا چې په ۱۹۴۷ او ۱۹۴۸ کلونو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کمېسیون کې یوازینۍ بله ښځینه استازې وه، په هند او نړۍواله کچه د ښځو د حقونو یوه سرسخته مبارزه وه. په پراخه کچه داسې انګېرل کېږي، چې هغې د اعلامیې په لومړۍ ماده کې د «ټول نارینه ازاد او برابر زېږېدلي» جمله په «ټول انسانان ازاد او برابر زېږېدلي» بدله کړه.
مینروا برناردینو مینروا برناردینو د ډومینیکن جمهوریت ډیپلوماټه او فیمینیسټه وه. هغې د بشري حقونو د اعلامیې په سریزه کې د «ښځو او نارینهوو برابري» جملې د شاملولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. هغې د لاتینې امریکا له نورو ښځو سره یوځای د ملګرو ملتونو په منشور کې د ښځو د حقونو په دفاع او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په مخنیوي کې حیاتي رول ولوباوه. دا منشور په ۱۹۴۵ کال کې لومړنی نړۍوال تړون شو چې د ښځو او نارینهوو مساوي حقونه یې په رسمیت وپېژندل.
بېګم شایسته اکرامالله له پاکستان څخه بېګم شایسته اکرامالله د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د استازې په توګه کار کاوه، چې د ټولنیزو، بشري او کلتوري مسایلو مسوولیت یې پر غاړه درلود. دې کمېټې په ۱۹۴۸ کال کې په ۸۱ ناستو کې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې پر مسودې بحث وکړ. هغې په اعلامیه کې پر ازادۍ، برابرۍ او د انتخاب پر حق ټینګار کاوه. همدارنګه هغې د ۱۶مې مادې د شاملولو ملاتړ وکړ، چې په واده کې پر مساوي حقونو بحث کوي؛ ځکه هغې دا د ماشومانو د ودونو او جبري ودونو پر وړاندې د مبارزې یوه لاره بلله.
بوډېل بېګتروپ ډنمارکۍ بوډېل بېګتروپ چې په ۱۹۴۷ کال کې د ښځو د وضعیت د کمېسیون مشره وه ټینګار کاوه، چې په اعلامیه کې باید د حقونو د خاوندانو لپاره د «ټولو نارینهوو» پر ځای د «ټول» یا «هرڅوک» کلمې وکارول شي. هغې دا وړاندیز هم وکړ، چې د زدهکړې د حق په اړه په ۲۶مه ماده کې دې د لږکیو (اقلیتونو) حقونه هم شامل شي، خو په هغه وخت کې دا وړاندیز خورا جنجالي وګڼل شو. اعلامیه په څرګنده توګه د لږکیو نوم نه اخلي، خو د ټولو لپاره مساوي حقونه تضمینوي.
ماري-هېلن لوفوشو له فرانسې څخه ماري-هېلن لوفوشو په ۱۹۴۸ کال کې د ښځو د وضعیت د کمېسیون مشره وه. هغې په بریالیتوب سره هڅه وکړه، چې د اعلامیې په ۲یمه ماده کې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د منع کېدو یادونه وشي. د دې مادې وروستی متن داسې وایي: «هرڅوک پرته له کوم توپیره لکه نژاد، رنګ، جنسیت، ژبه، دین، سیاسي عقیده یا هره بله عقیده، ملي یا ټولنیز اصل، شتمني، زېږون یا بل هر وضعیت په دې اعلامیه کې له ذکر شویو ټولو حقونو او ازادیو څخه برخمن دی».
اودوکیا اورالووا له بېلاروس څخه اودوکیا اورالووا په ۱۹۴۷ کال کې د بشري حقونو د کمېسیون لپاره د ښځو د وضعیت د کمېسیون راپور ورکوونکې وه. هغې د ښځو د مزد د برابرۍ لپاره جدي هڅې وکړې. د هغې د هڅو له امله په ۲۳مه ماده کې راغلي: «هر څوک حق لري چې د مساوي کار په بدل کې، پرته له کوم تبعیض څخه مساوي مزد یا حقوق ترلاسه کړي.» هغې د پولنډ له فریډریکا کالینوفسکا او د شوروي اتحاد له الیزاویتا پوپووا سره یوځای په غېرمستقلو سیمو کې د خلکو پر حقونو هم ټینګار وکړ.
لکشمي منون لکشمي منون چې په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د هند استازې وه، په ټوله اعلامیه کې یې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د منع کولو له اصل څخه په کلکه دفاع وکړه. هغې همدارنګه د اعلامیې په سریزه کې د «ښځو او نارینهوو مساوي حقونه» عبارت د ذکر کولو لپاره هڅې وکړې. منون د بشري حقونو د «نړۍوالتوب» سرسخته پلوي وه او د «استعماري نسبي پالنې» له مفهوم سره یې په کلکه مخالفت کاوه؛ هغه مفهوم چې هڅه یې کوله د استعمار لاندې هېوادونو له خلکو څخه بشري حقونه وګرځوي. هغې استدلال کاوه چې که چېرې ښځې او تر استعمار لاندې خلک په څرګنده په اعلامیه کې یاد نهشي، ښایي هغوی د «ټول» په مفهوم کې شامل ونه ګڼل شي.