د کار نړۍوالې ادارې د ښځو او نارینهوو ترمنځ د کار او عاید توپیر «د نه منلو وړ» بللی او ټینګار یې کړی، چې د جنسیتي برابرۍ له ترلاسه کولو پرته ټولنیز عدالت شتون نهشي درلودلی.
یاده اداره په داسې حال کې د ښځو او نارینهوو ترمنځ کاري واټن د نه منلو وړ بولي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د نجونو پر زدهکړو سربېره د هغوی پر کار هم بندیز لګولی دی.
د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز نه یوازې د فردي او ټولنیزو ستونزو لامل شوی، بلکې د هېواد پر عامه برخو او په ځانګړې توګه پر ملي اقتصاد یې هم ژورې او منفي اغېزې کړې دي.
شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې په افغانستان کې پر ښځو روان ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی او همدا موضوع د افغانستان د ستر ناورین لامل ده.
شفیقه خپلواک د مارچ اتمې په مناسبت په خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د افغانستان تر ټولو لوی ناورین په افغانستان کې په ښځو روان ظلم دی او یاد ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.
نوموړې لیکلي: «د افغانستان تر ټولو لوی بحران همدا دی او د دې بیه به ډېره لوړه پرې کړو».
شفیقې خپلواک همدراز زیاته کړې: «بشري قوه قدرت دی. تعلیم قدرت دی. پوهه قدرت دی. او موږ یې له دې ټولو قدرتونو بې هېڅ دلیل محروم کړی یوو، دا د وطن او ولس په حق کې جفا ده. داسې جفا چې نسلونه به یې ناوان جبرانوي».
نوموړې ویلي، چې د پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره باید نجونې درس ووايي، کار وکړي، فعال سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ګډون ولري.
یادې افغانې شاعرې او لیکوالې دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې د زدهکړو ترڅنګ له خپلو ټولو سیاسي، ټولنیزو او کاري حقونو څخه محرومې شوې دي.