له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د ملا هبتالله بندیز میلیونونه افغان نجونې له ژور خپګان، ناهیلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ کړې دي چې عایشه هم له دې ډلې یوه هغه ده. هغه وایي: «کله چې ما د کانکور ازموینه ورکړه نو طب ته کامیابه شوم، یوه نړۍ خوښي مې په زړه او دماغ خپره وه او هغه ارمان ته رسېدلې وم چې کلونه مې په خوبونو کې لیده».
د نوموړې په خبره، په ناببره توګه د طالبانو د مشر بندیز د هغې دا خوښي وتروړله او داسې یې انګېرله لکه سېلاب چې پسې اخیستې وي او د «خلاصون هېڅ لاره» نهلري. هغه باور نهلري، چې ګوندې د طالبانو په واکمنۍ کې دې نجونې یو ځل بیا د پوهنتونونو په دروازو ورننوزي.
عایشې د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې که بندیزونه نه وای، اوس به څه وه او څه به یې کول؟ وویل: «اوس به مې د طب پوهنځي د وروستي کال ازموینې وای، د تېرو کلونو یادښتونه او خاطرې به مې را ټولولې، نوې هیلې به مې کرل او څو کاله وروسته به په کوم روغتون کې د خپلې خاورې د خلکو په خدمت کې وم. په سپینه چپن کې به مې ځان د ژوند او هیلو د ژغورونکې په توګه لیده».
دا خوستۍ نجلۍ له یوې بېوزلې کورنۍ سره تړاو لري، پلار یې مزدوري کوي او په ډېرې سختۍ د کور لګښتونه برابروي. د عایشې په خبره، پلار یې چې څه ګټلي، نو د دوی زدهکړو ته یې هم پهکې ځانګړې برخه کړې، خو دومره توان یې نه درلود چې د لوړو زدهکړو لپاره یې کوم بهرني هېواد ته ولېږي.
عایشه اوس د طبي کتابونو د لوستو پر ځای کرۍ ورځ د خیاطۍ له ماشین، ستنې، تار او ټوکر سره بوخته وي. هغې تر بندیزونو وروسته د خلکو جامو ګنډلو ته مخه کړې، چې اوس یې چندان بازار او ګټه وټه هم نشته. هغې وویل: «اوس د خیاطۍ هغه پخوانی خوند پاتې نهدی، خو بیا هم د کلیوالو ښځو، نجونو او خاص د هغو نجونو چې ودونه یې وي، ورته جامې، ټیکري او نور فرمایشي شیان ګنډم».
د نړۍ معتبرو دیني عالمانو د طالبانو د مشر ملا هبتالله له لوري د نجونو پر زدهکړو بندیز له غندلو سربېره ننګولی هم دی او دا یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی. دا ډله د همدې بندیزونو له کبله په نړۍواله کچه له انزوا، بندیزونو او سختو محدودیتونو سره مخ ده.
په کور دننه افغان دیني عالمان او سیاستوال هم له زدهکړو د افغان نجونو محرومه کول ظالمانه چاره بولي او نیوکې کوي، چې طالبان غواړي په لوی لاس افغاني ټولنه د تیارو کندې ته وغورځوي. له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد او د دغه ډلې نورو لوړپوړو چارواکو بیا ویلي، چې د نجونو زدهکړو د بندیز مسله تر «امر ثاني پورې» ده او د شرایطو تر برابرېدو وروسته به د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د دوی پرمخ پرانېستل شي، خو د دغه «امر ثاني او د شرایطو برابرېدو» شاوخوا ۵ کاله پوره کېدونکي دي، مګر لا هم شرایط ورته نهدي برابر شوي او داسې برېښي چې دغې ډلې ته دا مسله لومړیتوب نهلري.
بلخوا، د زدهکړو فعالان د طالبانو دغه څرګندونې غولوونکې، فریبکارانه او له منطق څخه لرې ګڼي. فعالان وایي، طالبان چې ځان یو حکومت ګڼي، نو څنګه په نږدې پنځو کلونو کې د نجونو د زدهکړو لپاره شرایط او چوکاټ نهشي جوړولی. د دوی په خبره، پر کابل واکمنه ډله د خپل افراطي دریځ له کبله په بشپړه توګه د نجونو د زدهکړو مخالفه ده او ترڅو چې د دغه ډلې واکمني وي، نو د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو دروازې هېڅکله خلاصې نهشي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زدهکړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړې هم بندیز ولګاوه.
یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوې دي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زدهکړو بېبرخې دي.