طالبانو په کابل کې د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې لپاره د یوه روغتون د جوړولو خبر ورکړ

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې رییس شهابالدین دلاور وایي، ډېر ژر به په کابل کې د زړه د سوري ناروغۍ لرونکو ماشومانو لپاره د درملنې یو روغتون پرانیزي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې رییس شهابالدین دلاور وایي، ډېر ژر به په کابل کې د زړه د سوري ناروغۍ لرونکو ماشومانو لپاره د درملنې یو روغتون پرانیزي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د افغاني سرې میاشتې د رییس شهابالدین دلاور له قوله راپور ورکړی، چې ډېر ژر به په کابل کې د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون پرانیزي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه یې د زړه په سوري ناروغۍ د اخته دوه زره ماشومانو درملنه ترسره کړې ده.
پر همدغه مهال د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې تازه یې له هند سره هوکړه کړې ده چې لهمخې به یې ۱۵ هغه ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي د درمنلې لپاره هند ته ولېږدول شي.
د سرې میاشتې ادارې ویلي، دمګړی ۱۵زره ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي د یادې ادارې لهخوا ثبت شوي دي.
د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه تر ډېره د جرمني هېواد په همکارۍ ترسره کېږي او ګڼ کسان د خپلو ماشومانو د درمنلې لپاره په کلونو کلونو انتظار کوي، تر څو ماشومان یې بهرني هېواد ته د درملني لپاره لېږدول شي.

عایشه (مستعار نوم) د خوست یوه ځوانه نجلۍ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د طب پوهنځي د لومړي کال زدهکړیاله وه، خو د ملا هبتالله بندیزونو یې د ژوند مسیر بدل کړ او اوس له مجبوریته خیاطي کوي. هغه په ژړغوني غږ وایي: «که دا بندیزونه نهوای، سږ کال به زه فارغه شوې وای».
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د ملا هبتالله بندیز میلیونونه افغان نجونې له ژور خپګان، ناهیلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ کړې دي چې عایشه هم له دې ډلې یوه هغه ده. هغه وایي: «کله چې ما د کانکور ازموینه ورکړه نو طب ته کامیابه شوم، یوه نړۍ خوښي مې په زړه او دماغ خپره وه او هغه ارمان ته رسېدلې وم چې کلونه مې په خوبونو کې لیده».
د نوموړې په خبره، په ناببره توګه د طالبانو د مشر بندیز د هغې دا خوښي وتروړله او داسې یې انګېرله لکه سېلاب چې پسې اخیستې وي او د «خلاصون هېڅ لاره» نهلري. هغه باور نهلري، چې ګوندې د طالبانو په واکمنۍ کې دې نجونې یو ځل بیا د پوهنتونونو په دروازو ورننوزي.
عایشې د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې که بندیزونه نه وای، اوس به څه وه او څه به یې کول؟ وویل: «اوس به مې د طب پوهنځي د وروستي کال ازموینې وای، د تېرو کلونو یادښتونه او خاطرې به مې را ټولولې، نوې هیلې به مې کرل او څو کاله وروسته به په کوم روغتون کې د خپلې خاورې د خلکو په خدمت کې وم. په سپینه چپن کې به مې ځان د ژوند او هیلو د ژغورونکې په توګه لیده».
دا خوستۍ نجلۍ له یوې بېوزلې کورنۍ سره تړاو لري، پلار یې مزدوري کوي او په ډېرې سختۍ د کور لګښتونه برابروي. د عایشې په خبره، پلار یې چې څه ګټلي، نو د دوی زدهکړو ته یې هم پهکې ځانګړې برخه کړې، خو دومره توان یې نه درلود چې د لوړو زدهکړو لپاره یې کوم بهرني هېواد ته ولېږي.
عایشه اوس د طبي کتابونو د لوستو پر ځای کرۍ ورځ د خیاطۍ له ماشین، ستنې، تار او ټوکر سره بوخته وي. هغې تر بندیزونو وروسته د خلکو جامو ګنډلو ته مخه کړې، چې اوس یې چندان بازار او ګټه وټه هم نشته. هغې وویل: «اوس د خیاطۍ هغه پخوانی خوند پاتې نهدی، خو بیا هم د کلیوالو ښځو، نجونو او خاص د هغو نجونو چې ودونه یې وي، ورته جامې، ټیکري او نور فرمایشي شیان ګنډم».
د نړۍ معتبرو دیني عالمانو د طالبانو د مشر ملا هبتالله له لوري د نجونو پر زدهکړو بندیز له غندلو سربېره ننګولی هم دی او دا یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی. دا ډله د همدې بندیزونو له کبله په نړۍواله کچه له انزوا، بندیزونو او سختو محدودیتونو سره مخ ده.
په کور دننه افغان دیني عالمان او سیاستوال هم له زدهکړو د افغان نجونو محرومه کول ظالمانه چاره بولي او نیوکې کوي، چې طالبان غواړي په لوی لاس افغاني ټولنه د تیارو کندې ته وغورځوي. له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد او د دغه ډلې نورو لوړپوړو چارواکو بیا ویلي، چې د نجونو زدهکړو د بندیز مسله تر «امر ثاني پورې» ده او د شرایطو تر برابرېدو وروسته به د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د دوی پرمخ پرانېستل شي، خو د دغه «امر ثاني او د شرایطو برابرېدو» شاوخوا ۵ کاله پوره کېدونکي دي، مګر لا هم شرایط ورته نهدي برابر شوي او داسې برېښي چې دغې ډلې ته دا مسله لومړیتوب نهلري.
بلخوا، د زدهکړو فعالان د طالبانو دغه څرګندونې غولوونکې، فریبکارانه او له منطق څخه لرې ګڼي. فعالان وایي، طالبان چې ځان یو حکومت ګڼي، نو څنګه په نږدې پنځو کلونو کې د نجونو د زدهکړو لپاره شرایط او چوکاټ نهشي جوړولی. د دوی په خبره، پر کابل واکمنه ډله د خپل افراطي دریځ له کبله په بشپړه توګه د نجونو د زدهکړو مخالفه ده او ترڅو چې د دغه ډلې واکمني وي، نو د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو دروازې هېڅکله خلاصې نهشي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زدهکړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړې هم بندیز ولګاوه.
یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوې دي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زدهکړو بېبرخې دي.
د ناروې د کډوالو شورا په ننګرهار کې د پاکستان د بریدونو له امله د بېځایه شویو کسانو ترمنځ نغدي مرستې ووېشلې.
د ناروې د کډوالو شورا د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه هغه کسانو باندې یې نغدې پیسې وېشلي دي، چې د پاکستان د بریدونو له امله له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي وو.
یادې شورا ویلي، چې دغه مرستې یې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې له ۴۳۰۰ څخه ډېرو کسانو باندی وېشلي دي.
د ناروې د کډوالو شورا په ټینګار سره ویلي، چې ملکي وګړي باید هېڅکله د نظامي بریدونو هدف ونهګرځي.
یادې شورا همدارنګه خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې بشري اړیتاوې په لوړه کچه دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د افغانستان روان وضعیت ته پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله په ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې سلګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو څخه امن سیمو ته کډه شوي دي او یادې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنیټ، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې د طالبانو جنسیتي تبعیض لرونکی نظام اوس په نړۍ کې بېساری دی.
هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو نظام د ښځو د حذف، جلاوالي او تسلط پر اساس ولاړ دی او په تېرو څلورو کلونو کې یې جنسي تبعیض په بنسټیزه توګه نهادینه کړی دی.
بېنیټ وویل چې افغان ښځې د طالبانو د فشار او ځپنې پر وړاندې نه دي تسلیم شوي او د خپلو اساسي او برابرو حقونو لپاره مبارزه کوي. هغه زیاته کړه چې افغان ښځې بشرپاله مرستو ته اړتیا نه لري، بلکې غواړي چې د هغوی د حقونو په ریښتینې توګه درناوی وشي.
هغه د ملګرو ملتونو له خوا ټینګار وکړ چې افغان ښځې له نړۍ غواړي چې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې څرګند دریځ ونیسي او د دوی حقونو ته درناوی وکړي. هغه وویل: «افغان ښځې غواړي د بشپړ انسان په توګه ومنل شي او انساني کرامت یې خوندي وساتل شي.»
بېنيټ همدارنګه یادونه وکړه چې افغان ښځې په کور دننه او په جلاوطنۍ کې د عدالت غوښتنې او حقونو د مبارزې مخکښ رول لري. هغه وویل چې دغه ښځې پټ ښوونځي او پټې شبکې هم اداره کوي او د بشري حقونو د سرغړونو مستند کول یې روان دي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره د مرستو کمښت بېتاثیره نه دی او ویجاړونکي پایلې لري. هغه وویل چې د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو لپاره باید سرچینې برابرې شي او د ښځو په مشرۍ ټولنیز بنسټونه باید ملاتړ او پیاوړي شي.
بېنیټ همدارنګه وویل چې د طالبانو د تعلیمي بندیزونو په دوامداره توګه، نړیواله ټولنه باید د آنلاین زده کړو زمینه برابره کړي او د افغان ښځو د تعلیم ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د ښځو نړیوالې ورځې په درشل کې له طالبان غوښتي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ځايي ښځینه کارکوونکو د تګ بندیز لغوه کړي.
یاد سازمان د شنبې په ورځ (د کب۱۶مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو له بندیز څخه اوس شپږ میاشتې تېرې شوې دي.
سوزان فرګوسن، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره ده، ویلي چې دا اداره او د هغې همکاران د افغان مېرمنو له بشپړ او بېخنډه ګډون پرته نه شي کولی په خوندي ډول ښځو او نجونو ته لاسرسی ومومي او نه هم داسې مرستې وړاندې کولی شي چې د هغوی له کلتوري شرایطو سره برابرې او د اړتیاوو ځواب ووایي.
هغې ټینګار کړی چې مرستې باید «د ښځو له لوري او د ښځو لپاره» وړاندې شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مسوولې ویلي چې د دې سازمان ادارې، صندوقونه او پروګرامونه د اساسي او اصولي فعالیتونو د دوام لپاره وخت په وخت خپلې عملیاتي چارې سموي.
خو هغې خبرداری ورکړی چې هر څومره د ښځینه ځايي کارکوونکو پر کار بندیز دوام ومومي، همدومره به په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو خدماتو لپاره ګواښ زیات شي.
طالبانو د ۲۰۲۵کال د سپټمبر په لومړیو کې د افغانستان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د تګ څخه منع کړې.
له هغه وخت راهیسې ملګرو ملتونو څو ځله د دې بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په بلخ او نېمروز ولایتونو کې یې دوه کسان د نامشروع اړیکو او غلا په تور د بند سزا ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
له یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بلخ ولایت ابتدایه محکمې یو کس د زنا په تور ۳۵ دُرې، او همداراز د نېمروز ابتدایه محکمې یو بل کس د غلا په تور د دریو کالونو د بند ترڅنګ ۳۰ دُرې د وهلو په سزا محکوم کړي و، چې په عام محضر کې ورباندې دا سزاوې عملي شوي دي.
د طالبانو له خوا خلکو ته د بدني سزا ورکول د هېوادونو او بشري حقونو بنسټونو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو دا ډول سزا غندلې او د لغوه کولو غوښتنه يې کړې ده.
له دې اندېښنو سره سره د طالبانو ډلې په ټول افغانستان کې د دُرو وهلو سزا ته دوام ورکړی دی.