د لېتوانیا استازې: طالبان لا تر پخوا هم ډېر سختدریځه شوي دي

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د لېتوانیا استازې وویل، چې طالبان د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پرتله هم لا ډېر «سختدریځه» شوي دي. هغې زیاته کړه، چې د طالبانو د بدلون په تړاو ټولې انګېرنې ناسمې ثابتې شوې او دې ډلې پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه.
د لېتوانیا د استازې په خبره، د طالبانو تازه جزایي اصولنامه د ښځو محدودول او پر وړاندې یې تاوتریخوالي ډېرول دي. هغه زیاتوي، که د یو افغان نارینه له لوري ښځه وډبول شي او ټپي شي، نو قاضي یوازې ۱۵ورځې بند ورکوي. د لېتوانیا د استازې په خبره، دغه ډول سزا د دې ډول لویو جرمونو پر وړاندې ډېره کوچنۍ ده.
دې استازې همداراز ټینګار کړی، چې په نادولتي موسساتو کې طالبانو د ښځو د کار مخنیوی کړی او د بشري مرستو د رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی. لېتوانیا ټینګار کړی، چې طالبان باید ژر تر ژره پر ښځو او افغان نجونو لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي.
نوموړې زیاتوي، طالبانو نه یوازې دا چې د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ نه دی کړی، بلکې د دغه ډلې تر واکمنۍ لاندې نړۍوال ترهګر په افغانستان کې فعال شوي دي. د لېتوانیا استازې پر طالبانو غږ کوي، چې د سیمې او خپلو ګاونډیانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
