• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې د ولسمشر خبرداری: پر قبرس برید د اروپا پر ضد اقدام بلل کېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون قبرس ته له رسېدو وروسته وویل، پر قبرس هر ډول برید په اصل کې پر اروپا برید دی.

هغه زیاته کړه: «په تېرو ورځو کې په قبرس کې د فرانسوي ځواکونو ځای پر ځای کول، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته د فرانسې د بشپړ پیوستون او ملاتړ ښکارندويي کوي.

مکرون دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د جګړې له پیل وروسته د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د فارس خلیج د سیمې له هېوادونو سربېره، قبرس هم د بریدونو هدف ګرځول شوی دی.

د فرانسې ولسمشر ټینګار وکړ، چې په سیمه کې د فرانسې د الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کول به د دفاعي عملیاتو په ترسره کولو کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، چې دوه جنګي بېړۍ به د اروپا د «اسپیدز» ماموریت د ملاتړ لپاره سور سمندر ته واستول شي.

امانوېل مکرون اعلان وکړ، چې فرانسه د نفت‌وړونکو بېړیو د بدرګې لپاره د یوه سمندري ماموریت پلان جوړوي، څو د کړکېچ له کمېدو وروسته د هرموز تنګي لاره په تدریجي ډول بېرته پرانیستل شي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه، چې د مدیترانې په سمندرګي، د سره سمندرګي په سیمه او د هرمز په تنګي کې د دوی د ځواکونو په پوځي اقداماتو کې اته جنګي بېړۍ، د الوتکو وړونکې یوه بېړۍ او دوه هغه بېړۍ شاملې دي چې چورلکې لېږدوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

لوړې بیې او کمزوری څار؛ طالبانو ننګرهار کې د لوړو نرخونو له امله یو شمېر هټۍ تړلې دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰

په داسې حال کې چې د ننګرهار په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي او خلک د څار له نشتوالي شکایت کوي، په دغه ولایت کې د طالبانو د کنټرول او احتکار کمېسیون د یو شمېر هټیو د تړلو خبر ورکړی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په جلال‌اباد ښار کې یې یو شمېر هټۍ د نرخ‌نامو د نشتوالي او لوړو بیو له امله تړلې دي. د طالبانو یاد کمېسیون زیاتوي، هټیوالو ته په وار وار سپارښتنه شوې چې نرخ‌نامې په ښکاره ځایونو کې وځړوي، خو یو شمېر هټیوالو دغه سپارښتنې نه دي عملي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نرخ‌نامو د ځړولو موخه د احتکار مخنیوی او د نرخونو کنټرول دی. هم‌مهاله، په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د بهسودو ولسوالۍ په «بلند غرو» بازار کې هم د چرګانو یو شمېر هټۍ د لوړو بیو له امله تړل شوې دي. د ډیورنډ کرښې د لارو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې وار له مخه لوړې شوې وې، خو پر ایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته دغه بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

اوس نیوکې کېږي چې طالبان د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د بیو په کنټرول کې پاتې راغلي او لویو سوداګرو احتکار ته مخه کړې ده. له بل لوري، سوداګر نیوکه کوي چې د ټرانزیټي لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو د کمښت ناورین رامنځته کېدونکی دی.

د طالبانو د ملاتړو څار؛ په سویډن کې د یوه افغان دنده د طالبانو له ملاتړ وروسته وځنډېده

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د سویډن په مالمو ښار کې د طالبانو د ملاتړ او په رسنیو کې د افغانستان پر ډیموکراسۍ له نیوکې وروسته د یوه افغان ښوونکي دنده ځنډول شوې ده. هغه ویلي و، چې «پخوانیو افغان حکومتونو تېروتنه وکړه چې ښځو ته یې ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړې وه».

دغه ښوونکي د مالمو ښار په څو لومړنیو ښوونځیو کې تدریس کاوه.

سویډني رسنیو ویلي، چې هغه څو ځله په افغان رسنیو کې په سیاسي او خبري بحثونو کې د طالبانو د ملاتړ په اړه نظرونه څرګند کړي دي.

سویډني رسنیو د تورن کس نوم نه دی افشا کړی.

رسنیو موندلې چې دغه ښوونکي په افغانستان کې د لویدیځ کلتور او سیاسي سیسټم د پلي کولو له امله د پخواني افغان حکومت پر هڅو نیوکه کړې وه.

د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په یوه مرکه کې هغه وویل چې پخوانیو افغان حکومتونو د ډیموکراټیکې دورې په جریان کې تېروتنه وکړه چې دوی نجونې ښوونځي ته د تګ لپاره اړ ایستلې.

هغه په ​​یوه بله مرکه کې دا هم ویلي، چې طالبانو د ځینو رسنیو په تړلو سره سم کار وکړ او په افغانستان کې رسنۍ باید د هیواد د مذهب، کلتور او د ټولنې له وضعیت سره سمې وي.

د مالمو ښار شورا د ښوونځیو مشرې سارا ویټرګرین وویل چې دا به "په بشپړ ډول د منلو وړ نه وي" چې ښوونکي خپلو زده کوونکو ته داسې نظرونه وړاندې کړي.

هغې زیاته کړه، چې یاد ښوونکی په څرګنده توګه د طالبانو سره خواخوږي لري، چې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

د مالمو د لومړني ښوونځي رییس پیټر لینډبرګ هم وویل، چې هغه د ښوونکي د مرکې ویډیو له لیدلو وروسته ژوره اندېښمنه شوه او پوهنې وزارت د دې موضوع په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د ښار چارواکو اعلان وکړ، چې د یاد ښوونکي دنده د پلټنې تر بشپړیدو پورې ځنډول شوې ده.

ملالې یوسفزۍ له ملګرو ملتونو نه د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ غوښتنه کړې

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د نجونو د زده‌کړو فعاله او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د ښځو د نړیوالې ورځې په تړاو د ملګرو ملتونو په رسمي غونډه کې د افغان نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو بندیزونه د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

ملالې یوسفزۍ دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د ښځو وضعیت د اویایم کمېسیون د پرانیستې غونډې پر مهال وکړې.

هغې په خپله وینا کې وویل چې نن ورځ د جګړو او تاوتریخوالي له امله د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ماشومان له سختو کړاوونو سره مخ دي.

هغې د ایران، غزې او افغانستان د هغو کورنیو یادونه وکړه چې ماشومان یې د تاوتریخوالي قربانیان شوي دي.

د هغې په وینا، رښتینی عدالت دا نه دی، چې د نړۍ په یوه ځای کې د ماشومانو انسانیت دفاع وکړي او په بل ځای کې یې له پامه وغورځوي.

ملالې وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه محرومې شوې دي. د هغې په وینا، نجونې نه شي کولای ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي او ښځې هم له ګڼو ټولنیزو او مسلکي فعالیتونو څخه منع شوې دي.

هغې ټینګار وکړ چې دا وضعیت باید د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژندل شي او د نړیوال قانون له مخې د جرم په توګه ثبت شي.

ملالې له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او زیاته یې کړه: «ویناوې نجونې نه شي ساتلی، خو قانون، حساب ورکونه او سیاسي جرئت کولی شي.»

امریکا ښايي افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړي هېواد» په توګه ونوموي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي چې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیولو ملاتړ کوي.

رویټرز له دې موضوع څخه د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې دا اقدام د هغو قضیو له امله ارزول کېږي چې پکې بهرني وګړي په افغانستان کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، که دا پرېکړه عملي شي، نو افغانستان به د هغو هېوادونو په کتار کې شامل شي چې امریکا یې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیونو د ملاتړ کوونکو په توګه ارزوي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اردوغان وايي چې ایران ته یې اړتیا وړ خبرداري ورکړي دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د ترکیې په خاوره کې د ایران د یوه توغندي له پرېوتو وروسته تهران ته اړتیا وړ خبرداري ورکړل شوي دي. اردوغان زیاته کړې، چې د انقرې اصلي موخه د ایران د جګړې له «لمبو» څخه د ترکیې ساتل دي.

اردوغان وویل چې د ایران له لوري «ناسم او پاروونکي اقدامات» لا هم دوام لري.

نوموړي زیاته کړه چې د احتیاطي تدابیرو په توګه «فالکان ایف – ۱۶» جنګي الوتکې د شمالي قبرس په سیمه کې ځای پر ځای شوې دي او ښايي نور امنیتي اقدامات هم وشي.

د ترکیې ولسمشر د دوشنبې په ورځ د کابینې له غونډې وروسته وویل چې د انقرې اصلي موخه دا ده چې هېواد د ایران د جګړې له «لمبو» لرې وساتي.

له دې مخکې ترکیې اعلان کړی و چې د ناټو د هوايي دفاع سیستمونو هغه دوهم بالستیک توغندی هم نسکور کړی چې د ایران له لوري د ترکیې هوايي حریم ته داخل شوی و. انقرې خبرداری ورکړی چې د ورته ګواښونو پر وړاندې به لازم اقدامات وکړي.