ایران ته د ټرمپ خبرداری: که ایران د تېلو جریان بند کړي له شل برابره بریدونو سره به مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ، که د هُرمز په تنګي کې د تېلو جریان ودروي، نو له شل برابره سخت غبرګون سره به مخ شي. ایران تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، که د امریکا او اسراییل بریدونه دوام وکړي، نو تهران به اجازه ورنهکړي چې له سیمې څخه «یو لیټر تېل» هم صادر شي.
