د ټرمپ څرګندونو ته د سپاه پاسداران غبرګون: د جګړې پای موږ ټاکو

د ایران د سپاه پاسداران ویاند د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګنې په منځني ختیځ کې جګړه ډېر ژر پای ته رسېدای شي وویل، چې سپاه پاسداران به «د جګړې پای وټاکي».

د ایران د سپاه پاسداران ویاند د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګنې په منځني ختیځ کې جګړه ډېر ژر پای ته رسېدای شي وویل، چې سپاه پاسداران به «د جګړې پای وټاکي».
نوموړي ګواښ وکړ، که د امریکا او اسراییل بریدونه دوام وکړي، تهران به اجازه ورنهکړي چې له سیمې څخه «یو لیټر تېل» هم صادر شي.
نوموړي همدارنګه پر خپلو پوځي تاسیساتو له درنو بریدونو وروسته د ایران د حکومت د پوځي ځواک د کمزوري کېدو په اړه د ډونالډ ټرمپ ادعا رد کړه او ویې ویل، د دغو څرګندونو پر خلاف د اسلامي جمهوریت د توغندیو د توغولو کچه نهده کمه شوې، بلکې تر پهخوا زیاته شوې ده.
هغه همدا راز ټینګار وکړ، چې د ټرمپ د خبرو پر خلاف، د امریکا سوداګریزې بېړۍ او پوځي کښتۍ د هرمز له تنګي څخه نهشي تېرېدلی.

طالبان وايي، په لغمان او پروان ولایتونو کې یې ۱۱ کسان د نشهيي توکو د پېر، پلور، ساتنې او قاچاق په تور نیولي دي. د طالبانو په وینا، له دغو کسانو یوه اندازه نشهيي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز مهترلام ښار سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ ۶ کسان یې د نشهيي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تړاو کې نیول دي.
یادو مسوولینو ویلي، له دغو کسانو یوه اندازه نشهيي توکي هم ترلاسه شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به د دوی عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
له دې سره سم، د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، ۵ کسان یې د نشهيي توکو د ساتنې، قاچاق او کاروبار په تړاو نیولي دي. د یادو مسوولینو په وینا، په دغو نیول شویو کسانو کې ۳ هغه کسان هم شامل دي، چې غوښتل یې یوه اندازه «شیشه او هیرویین» په خپلو بوټونو کې د دغه ولایت زندان ته ولېږدوي.
یادې قومندانۍ همداراز ویلي، د دغه ولایت له سیدخېل ولسوالۍ څخه یې ۶ روږدي کسان هم تر نیولو وروسته د درملنې په موخه په کابل کې د روږدو د ۲ زره بستریز کمپ ته لېږدولي دي.
وروسته له هغې چې امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې د بهرنیو وګړو د غېرقانوني نیولو ملاتړ کوي د دغه هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس جېمرېش وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د خپلو جرمنو سزا وویني.
جېمرېش د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري هغه اقدام چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یې د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې د بهرنیو وګړو د غېرقانوني نیولو ملاتړ کوي وستایه او زیاته یې کړه: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د خپلو جرمونو سزا وویني».
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس د سېشنبې په سهار وختي (د کب ۱۹مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، طالبانو د امریکايي مالیه ورکوونکو ډالر د خپلو «ترهګریزو کمپاینونو» د تمویل لپاره کارولي، سخت شرعي قوانین یې پلي کړي او ډېر امریکایان یې بندیان کړي دي.
هغه څرګنده کړه، چې لا هم د ډینس کوېل او محمود شاه حبیبي په ګډون یو شمېر امریکایان د طالبانو په منګولو کې دي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم خبرداری ورکړ وو، چې د طالبانو دغه ډول چلند د امریکا لپاره د زغم وړ نهده او دغه ډله باید د ډېنس کوېل او محمود شاه حبیبي په ګډون ټول امریکایان خوشې کړي.
امریکا افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو
طالبانو بیا لا تر اوسه د امریکا د دغې پرېکړې په تړاو څه نهدي ویلي او تر دې مخکې یې د محمود شاه حبیبي له نیولو هم انکار کړی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی چې بهرني وګړي یرغمل نیسي، د امریکا استازي طالبانو ته ګواښ کړی چې د ونزوېلا او ایران له برخلیک څخه ووېرېږي.
د امریکا د ولسمشر د یرغمل شویو چارو استازي ادم بولر له طالبانو غوښتنه کړې، چې بندي امریکايي وګړي خوشې کړي.
ادم بولر د دوشنبې ماښام (د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب ۱۹مه) خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باید د امریکا هوډ او اراده و نه ازمايي، ځکه که داسې وکړي نو ښايي د ایران او ونزوېلا له برخلیک سره مخ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی چې امریکايي وګړي په ناقانونه ډول بندي کوي. مارکو روبیو وویل، طالبان د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو لارو چارو کار اخلي، خو د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې به دا تګلاره کومه پایله ورنهکړي.
بولر چې لږ تر لږه دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی او تر دې مخکې یې د یو شمېر بندي امریکايي وګړو د خوشې کېدو په برخه کې بریا ترلاسه کړې، پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «متحده ایالات به نور دا ونه زغمي چې کوم هېواد دې زموږ وګړي یرغمل کړي. افغانستان دا مهال درې بېګناه امریکايي وګړي په بند کې ساتلي دي».
هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې هغوی خوشې کړئ. که نه نو که د امریکا د ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر روبیو او سب ګورکا اراده وازمویئ، نو ښايي د ونزوېلا یا ایران په شان بل هېواد وګرځئ».
دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی د طالبانو اداره په ښکاره ډول د پوځي برید له خبرداري سره مخ کوي. دا دریځ د واشنګټن د فشار او ګواښ له ډیپلوماسۍ سره سمون لري، چې د امتیاز اخیستو لپاره کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان بیا د امریکايي وګړو د خوشې کولو په بدل کې د یوه افغان بندي د ازادېدو غوښتنه کوي. دغه ډلې همدارنګه له امریکا غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د یونان استازې د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه کې وویل، افغان ښځې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د پنځم پرلهپسې کال لپاره له کړاوه ډک ژوند لري او په وینا یې، طالبانو په سیستماتیک ډول ښځې له ټولنې حذف کړې دي.
هغې له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځو ټول لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.
په امنیت شورا کې د یونان استازې زیاته کړه، طالبانو پر افغان ښځو د ګڼو محدودیتونو په لګولو سره ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنې حذف کړې دي. هغې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او د بیان پر ازادۍ بندیز د نهمنلو وړ وباله او د بدني مجازاتو له زیاتوالي یې هم اندېښنه څرګنده کړه.
هغې وویل: «طالبانو په خپل نوي جزايي قانون کې ښځې له وروستي قانوني محافظت څخه هم محرومې کړې».
په امنیت شورا کې د یونان استازې همداراز د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل، چې د ولسي وګړو او د غېر نظامي تاسیساتو له په نښه کولو ډډه وکړي.
هغې وویل: «موږ له دواړو خواوو غواړو چې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي. روانه دوښمني ودروي او د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي».
دغې یونانۍ ډيپلوماټې اړمنو ته له خنډ او ځنډ پرته د مرستو پر رسونې هم ټينګار وکړ او په افغانستان کې یې د یوناما د ماموریت له غځېدو خپل ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د هند استازي پارواتاننی هرېش خپله وینا کې ویلي، چې د افغانستان کرېکت لوبډله اوس مهال ډېره ښه لوبېږي او نوي ډیلي په ورزشي برخه کې له دوی سره همکاري روانه ساتلې ده.
هغه زیاته کړې، دوی ویاړي چې د کرېکټ په برخه کې یې له افغانستان سره همکاري کړې ده او افغان لوبډلې خپلو خلکو ته ډېرې خوشحالۍ ور په برخه کړې دي. د هند استازي همداراز زیاته کړې، چې نوي ډیلي له افغانستان سره د تاریخي او فرهنګي اړیکو مخینه لري. هرېش وایي، د دوحې مذاکراتو او تړون په برخه کې هم هند خپل رول ادا کړی دی.
هغه همداراز زیاته کړې، چې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره د ورزش، روغتیا، بشري مرستو، د خوړو امنیت او ګڼو برخو کې مرستې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې د سرطان یو مرکز یې کابل کې جوړ کړی او له افغانستان سره یې تازه په تازه د واکسینو تر څنګ د درملو پراخې مرستې هم کړې دي.
په یاده ناسته کې د هند د استازي خبرې د پاکستان د استازي برعکس سیاسي نه وې او یوازې یې له افغانستان سره پر تاریخي اړیکو او بشري مرستو باندې خبرې وکړې. هند په دې وروستیو کې له طالبانو سره خپل تعاملات پراخ کړي او دواړو لوریو یو بل سره ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارتونو تر کچې لوړې کړې دي.