• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند استازی: افغانستان د کرېکټ نړۍ کې خورا په ښه توګه لوبېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۰

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د هند استازي پارواتاننی هرېش خپله وینا کې ویلي، چې د افغانستان کرېکت لوبډله اوس مهال ډېره ښه لوبېږي او نوي ډیلي په ورزشي برخه کې له دوی سره همکاري روانه ساتلې ده.

هغه زیاته کړې، دوی ویاړي چې د کرېکټ په برخه کې یې له افغانستان سره همکاري کړې ده او افغان لوبډلې خپلو خلکو ته ډېرې خوشحالۍ ور په برخه کړې دي. د هند استازي همداراز زیاته کړې، چې نوي ډیلي له افغانستان سره د تاریخي او فرهنګي اړیکو مخینه لري. هرېش وایي، د دوحې مذاکراتو او تړون په برخه کې هم هند خپل رول ادا کړی دی.

هغه همداراز زیاته کړې، چې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره د ورزش، روغتیا، بشري مرستو، د خوړو امنیت او ګڼو برخو کې مرستې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې د سرطان یو مرکز یې کابل کې جوړ کړی او له افغانستان سره یې تازه په تازه د واکسینو تر څنګ د درملو پراخې مرستې هم کړې دي.

په یاده ناسته کې د هند د استازي خبرې د پاکستان د استازي برعکس سیاسي نه وې او یوازې یې له افغانستان سره پر تاریخي اړیکو او بشري مرستو باندې خبرې وکړې. هند په دې وروستیو کې له طالبانو سره خپل تعاملات پراخ کړي او دواړو لوریو یو بل سره ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارتونو تر کچې لوړې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

فایق: امنیت شورا باید له پاکستان څخه وغواړي چې پر ولسي وګړو او تاسیساتو بریدونه ودروي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه کې له دغې شورا وغوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته رسېدنه وکړي او له پاکستان څخه وغواړي، چې پر افغان ولس او غېرنظامي تاسیساتو بریدونه ودروي.

نصیر احمد فایق پر افغانستان د پاکستان بریدونه د نه‌منلو وړ وبلل او د یوناما له قوله یې څرګنده کړه، چې تر اوسه په دغو بریدونو کې ۱۸۷ ولسي وکړي وژل شوي او په دې شمېر کې ۵۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

هغه په دې غونډه کې څرګنده کړه، چې طالبانو د افغان ولس استازي نه‌دي او همداراز ترهګرو ته د پناه ورکړې سیاست هم افغان ولس پورې اړه نه‌لري.

هغه له امنیت شورا وغوښتل: «شورا دغو بریدونو ته رسېدنه وکړي او له پاکستان څخه وغواړي چې په بېړه پر غېرنظامي ځایونو بریدونه ودروي».

نصیر احمد فایق د پاکستان دغه ډول اقدامات د ځمکنۍ بشپړتیا نقض او د ملګرو ملتونو د منشور نقض وباله او زیاته یې کړه: «ترهګري چې په هر ډول کې وي، غندو یې. ترهګر زموږ ګډ دوښمنان دي، نو پر وړاندې یې مبارزه باید اصولي، همغږې او له ښه او بد پرته ترسره شي».

هغه همداراز څرګنده کړه: «افغان ولس له لسیزو راهیسې له ترهګرۍ کړېږي او اوس نه‌ښايي یو ځل بیا د نیابتي جګړو قرباني شي. په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه یوازې د یوه مشروع او مسوول دولت له لارې شونې دی».

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۲مه پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او لا هم روان دي.

نصیر احمد فایق: طالبانو د خپلو ژمنو خلاف ترهګرو ډلو ته مناسب شرایط برابر کړي دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل، له ټولنې د ښځو حذفول، د افغانانو او بهرنیو وګړو یرغمل او افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو سیمه‌ییزې او نړۍوالې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړې.

نصیر احمد فایق په امنیت شورا کې یو ځل بیا د طالبانو پر پالیسیو په سختو نیوکو سره وویل، پنځه میاشتې وروسته پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله پوره کېږي، خو په دې موده کې د افغان ولس غوښتنو ته په کتو دغې ډلې نه یوازې خپلو دریځونو کې بدلون نه‌دی راوستی، بلکې د ځپنې سیاست یې لا پسې غښتلی کړی دی.

هغه وویل: «افغانستان له یوه ټولنیز او اقتصادي ناورین سره مخ شوی دی. دغه ناورین هم د طالبانو د پالیسیو پایله ده».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست همداراز په ډاګه کړه، چې طالبانو له بنسټيزو حقونو او ازادیو د ښځو له ځپنې، د منتقدینو او د تېر نظام د نظامیانو له په نښه کولو سره ټول افغانستان له فقر، ناهیلیو او انزوا سره مخ کړی دی او په وینا یې: «دا ټول د طالبانو د پالیسیو پایله ده».

هغه په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو رول وستایه او زیاته یې کړه: «بشرپاله مرستې یوه اوږد مهاله حل‌لاره نه‌ده. دا د یوه عادلانه او مناسبې واکمنۍ ځای نه‌شي نیولی. اوسنی وضیعت د افغانانو د اړتیاوو ډېرېدو ته په کتو سخت اندېښمنونکی دی».

نصیر احمد فایق څرګنده کړه، چې طالبانو افغان ملت له انزوا سره مخ کړی او برمته کړی یې دی او وايي: «طالبانو له زده‌کړو د نجونو په محرومولو، د افغانانو او بهرنیانو د برمته کولو په پالیسیو سره، په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور په دوام سره د افغانستان، سیمې او نړۍ د نا امنیو او بې‌ثباتیو لپاره خطرناک شرایط برابر کړي دي».

هغه وویل: «طالبانو په دوحه کې د خپلو ژمنو پر خلاف په افغان خاوره کې ترهګرو ته مساعد شرایط برابر کړي او دا مو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې کمېټې په شپاړسم راپور کې هم ولیدل».

د فایق په باور، د طالبانو دغه پالیسۍ نه‌ یوازې د افغانانو لپاره جدي ګواښ دي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښ ګڼل کېږي.

هغه همداراز ټينګار وکړ، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو پر رعایتېدو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو مشروط وي.

نصیر احمد فایق په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما مشرۍ ته د یوه ځواکمن، بې‌پلوه او وړ کس پر ګومارل کېدو له ټينګار سربېره وویل: «امنیت شورا مسوولیت لري او د یوه منسجم او واحدې تګلارې له‌مخې کولی شو یوه مسوول او ټول‌ګډوني حکومت ته ورسېږو چې د افغان ښځو په ګډون د ټولو افغانانو غوښتنې پر ځای او نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي».

د یادونې وړ ده، چې طالبان په ملګرو ملتونو کې نصیر احمد فایق د افغانستان استازی نه‌ګڼي.

پوتین له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د کرملین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر سره په ټلیفوني خبرو کې له ایران سره د جګړې د چټک پای ته رسېدو لپاره یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړې دي. د دواړو مشرانو ترمنځ په دې خبرو کې د اوکراین او ونزوېلا د وضعیت په اړه هم بحث شوی دی.

نوموړي خبریالانو ته وویل، روسیې ټینګار کړی دی چې اوکراین باید د دې هېواد د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې چټکې سیاسي هوکړې پر لور ګام واخلي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر له سي‌پي‌اېس (CBS) ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران پر ضد جګړه «ډېره بشپړه» روانه ده او متحده ایالات د اسلامي جمهوریت پر ضد په پوځي عملیاتو کې «د لومړني مهالوېش څخه ډېر مخکې» تللي دي. هغه زیاته کړه، چې دا عملیات په پیل کې د څلورو تر پنځو اوونیو پورې د وخت په چوکاټ کې پلان شوي وو.

دا پر ایران د امریکا او اسرییل تر بریدونو وروسته د پوتین او ټرمپ ترمنځ لومړنۍ ټلیفوني اړیکه ده. روسیې له دې وړاندې د علي خامنه‌يي د وژل کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړې وه او د ایران د دولت مشر په توګه یې د مجتبی خامنه‌يي د ټاکل کېدو مبارکي هم ویلې وه.

امریکایي رسنۍ: قطر کې د یوه پوځي کمپ دننه افغان پناه‌غوښتونکي د «دوزخ» په څېر ژوند تېروي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۰

یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې د قطر په یوه پوځي کمپ کې بند پاتې افغان پناه‌غوښتونکي د ایران د بریدونو له کبله د «دوزخ په څېر» ژوند تېروي. د راپور له‌مخې، هره ورځ د امریکا د دغو افغان متحدینو ژوند له ګواښ سره مخ دی چې په‌کې ماشومان او ښځې هم شته.

د توغندیو د بریدونو د خطر زنګونه هر څو ساعتونه وروسته غږېږي، واړه ماشومان له وېرې چیغې وهي او د چاودنو د اور لمبې اسمان روښانه کوي. د قطر په یوه کمپ کې د امریکا تر ادارې لاندې د بند پاتې شاوخوا زرو افغان کډوالو لپاره دا حالت هغه وخت پیل شو چې امریکا او اسراییل نږدې یوه اوونۍ وړاندې له ایران سره جګړه پیل کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، دغه کسان د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې د امریکايي ځواکونو په پخوانۍ اډه «اس سیلیه» کمپ کې امریکا ته د لېږد په تمه ایسار پاتې دي.

يو‌اېس‌اې‌ټوډې ورځپاڼه وايي، په دغه اډه کې د مېشتو شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو ډېری برخه هغه کسان دي، چې د افغانستان په جګړه کې یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی دی. نږدې ۱۵۰ تنه یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي. دا کډوال نور افغانستان ته د ستنېدو توان نه لري، ځکه هلته د طالبانو د حکومت له لوري د ځورونې، تعقیب او ان د وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په منځني ختیځ کې تازه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ډونالډ ټرمپ حکومت او اسراییل پیل کړې، دغه کډوال په وېره او ګډوډۍ کې اچولي دي. د ایران غچ اخیستونکي توغندي د دوی له سرونو تېرېږي او د امریکا او قطر د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا شنډېږي، په داسې حال کې چې د چاودنو ټوټې پر ځمکه غورځي. د کمپ اوسېدونکو یادې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، چې د شپې ډېر خلک له خوبه بې‌برخې وي، بهر ولاړ وي او په اسمان کې د توغندیو تګ‌راتګ ګوري، په داسې حال کې چې نږدې چاودنې ماشومان سخت وېرولي دي.

په دغه کمپ کې څلورو کډوالو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یو‌اېس‌ ټوډي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، ځکه موضوع ډېره حساسه ده. د هغوی په وینا، د کمپ چارواکو او د قطر حکومت اوسېدونکو ته پیغام ورکړی چې د توغندیو له بریدونو وروسته باید د دې وضعیت په اړه په ښکاره ډول خبرې ونه‌کړي.

یوه ۱۴ کلنه افغانه نجلۍ چې په دغه کمپ کې ژوند کوي، وایي: «موږ له جګړې تښتېدلي وو، خو اوس دلته هم جګړه ده؛ توغندي راځي، توغندي ځي او هره ورځ چاودنې کېږي». هغې زیاته کړه: «موږ هېڅ جرم نه دی کړی، خو په دې کمپ کې داسې ژوند کوو لکه په زندان کې چې یو».

د افغان اېواک له لوري د ټرمپ حکومت چارواکو ته په استول شوي یوه لیک کې ویل شوي، چې د دغه کمپ شاوخوا ۸۰۰ اوسېدونکي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان څخه تښتېدلي وو، د اوږدو امنیتي څېړنو او مرکو له تېرېدو وروسته په امریکا کې د مېشتېدو لپاره منل شوي وو. خو ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل سره سم د کډوالو د انتقال پروګرام په نامحدوده توګه وځنډاوه او دې کار د دغو کسانو ژوند د ګډوډۍ او بې برخلیکۍ نوي پړاو ته داخل کړ. ډېری افغانان اوس څو کاله کېږي چې د قطر په همدې کمپ کې بند پاتې دي.

کله چې امریکا او اسراییل پر ایران لومړنی برید وکړ، تهران د سیمې پر هغو هېوادونو چې د امریکا متحدین دي، لکه قطر باندې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو یو لړ بریدونه وکړل. کډوال وايي چې له هغې راوروسته اوس هره ورځ اس سیلیه کمپ کې وېره خپروي او مرګونې شېبې ګوري. د خطر زنګونه د ورځې څو ځله غږېږي او اوسېدونکي اړ کېږي چې په کوچنیو کانټینرونو کې پناه واخلي.

په هغه ګډ لیک کې چې د کمپ اوسېدونکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کانګرس غړو ته استولی، ویل شوي: «هغه کانټینرونه چې موږ په‌کې ژوند کوو هېڅ خوندي نه دي او نور سم ځایونه هم نشته. کله چې د خطر زنګ غږېږي، ډېرې میندې او ماشومان خوندي ځای ته د تګ امکان نه لري».

په لیک کې زیاته شوې ده: «نږدې ۱۱۰۰ ملکي وګړي اوس له وېرې او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادې ورځپاڼې ته په یوه ایمیل کې ویلي: «موږ په سیمه کې د ټولو اړوندو عملیاتي اندېښنو د حل لپاره په فعاله توګه کار کوو او په ځانګړي ډول د اس سیلیه کمپ د اوسېدونکو امنیت تضمینوو چې د امریکا تر ساتنې لاندې دي».

د توغندي ټوټې د یوې افغانې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې

کډوال وایي، د جګړې په لومړۍ ورځ د توغندیو د برید خبرداری هر پنځلس دقیقې یا تر هغه هم ژر اورېدل کېده، خو اوس هر څو ساعتونه وروسته غږېږي.

د دوی په وینا، کوچني ماشومان او امیندوارې ښځې د نږدې چاودنو په اورېدو له وېرې چیغې وهي. یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وایي، د کمپ ډېری اوسېدونکو، د هغې او د هغې د مور او پلار په ګډون د سختو رواني فشارونو له امله د خپګان ضد درمل ترلاسه کړي دي. یوه بل کس هم ویلي، چې د ده مېرمنې څو ورځې وړاندې د شدید فشار له امله خپل ماشوم له وخته مخکې زېږولی دی.

که څه هم تر اوسه پورې په کمپ کې څوک په فزیکي ډول ټپي شوي نه دي، خو ځینو کډوالو راپور ورکړی چې د شنډ شوي توغندي یوه ټوټه د یوې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې ده. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې وروسته خپرې شوې، د چت په سر یو لوی سوری او لویې فلزي ټوټې ښيي چې پر ځمکه پرتې دي.

یو ۵۰ کلن افغان چې له لسو کلونو څخه زیات یې د امریکا له حکومت سره کار کړی او وروسته له افغانستانه تښتېدلی، وایي چې هغه د کمپ له مسوولینو غوښتي وو چې ماشومان خوندي ځای ته انتقال کړي، خو ورته ویل شوي چې بل ځای نشته.

هغه وویل، د مارچ په دویمه شاوخوا سل تنه د کمپ اوسېدونکو خپل سامانونه ټول کړل او هڅه یې وکړه د اصلي دروازې له لارې ووځي او دوحې ته ولاړ شي تر څو د قطري چارواکو مرسته وغواړي، خو امنیتي ساتونکو بېرته وګرځول.

د ده په وینا، ساتونکو ورته ویلي وو: «حکومت بوخت دی او ستاسو لپاره څه نه‌شي کولی؛ هغوی اوس د خپلو خلکو د ژغورلو په کار بوخت دي». دغه سړی وایي، ډېر کسان چې کلونه کېږي په کمپ کې ژوند کوي، لا له مخکې هم له رواني ستونزو سره مخ وو، خو وروستیو توغندیزو بریدونو وضعیت د ډېرو لپاره د نه زغملو وړ پرېښی.

هغه وویل، اوس دا کمپ «د دوزخ په شان ځای» ګرځېدلی دی. دا افغان زیاتوي: «یوازې د خدای په مهربانۍ تر اوسه ژوندي پاتې شوي یو، خو که دا حالت همداسې دوام وکړي، وضعیت به ورځ تر بلې خراب شي».

کډوال په لویو ګودامونو ته ورته ودانیو کې ژوند کوي چې په هره یوه کې سلګونه کسان اوسېږي او په دوه پوړیزو کټونو ویده کېږي. له توغندیزو بریدونو وروسته ډېر کسان د خوب لپاره فلزي کانټینرونو ته انتقال شوي دي. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې دوی له یو‌اېس‌اې ټوډی سره شریک کړي ښيي، چې اووه یا اته کسیزې کورنۍ په یوه کوچني کانټینر کې په تنګ ډول اچول شوي او ماشومان د دېوالونو په تنګو کونجونو کې پراته دي. د اوسېدونکو په وینا، کله چې توغندي چاودېږي د کانټینرونو دېوالونه لړزېږي.

یو پلار چې له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره له یو کال څخه زیات په دغه کمپ کې ژوند کوي وایي، د هغه لس کلنه لور د توغندیو له بریدونو وروسته نور نه خواړه خوري او نه خوب کولی شي.

هغه وویل: «لور مې وېرېدلې ده، شپه او ورځ ژاړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې غواړي دغه کمپ د مارچ تر ۳۱مې وتړي، خو تر اوسه یې نه ده روښانه کړې چې اوسېدونکي به یې چېرې انتقال شي. هغو کډوالو چې له یادې امریکایي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، وایي چې دوی ته ویل شوي چې ښايي یوه نامعلوم درېیم هېواد ته واستول شي. د مارچ په درېیمه د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په غونډه کې ورته ویل شوي چې د دوی د راتلونکي ځای په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

دغه پلار په پای کې وویل: «جګړه پیل شوې ده او موږ نه پوهېږو څه به کېږي. زموږ راتلونکی به څه شي؟ زموږ د ماشومانو راتلونکی به څه وي؟».

د لېتوانیا استازې: طالبان لا تر پخوا هم ډېر سختدریځه شوي دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۰

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د لېتوانیا استازې وویل، چې طالبان د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پرتله هم لا ډېر «سختدریځه» شوي دي. هغې زیاته کړه، چې د طالبانو د بدلون په تړاو ټولې انګېرنې ناسمې ثابتې شوې او دې ډلې پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه.

د لېتوانیا د استازې‌ په خبره، د طالبانو تازه جزایي اصول‌نامه د ښځو محدودول او پر وړاندې یې تاوتریخوالي ډېرول دي. هغه زیاتوي، که د یو افغان نارینه له لوري ښځه وډبول شي او ټپي شي، نو قاضي یوازې ۱۵ورځې بند ورکوي. د لېتوانیا د استازې په خبره، دغه ډول سزا د دې ډول لویو جرمونو پر وړاندې ډېره کوچنۍ ده.

دې استازې همداراز ټینګار کړی، چې په نادولتي موسساتو کې طالبانو د ښځو د کار مخنیوی کړی او د بشري مرستو د رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی. لېتوانیا ټینګار کړی، چې طالبان باید ژر تر ژره پر ښځو او افغان نجونو لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي.

نوموړې زیاتوي، طالبانو نه یوازې دا چې د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ نه دی کړی، بلکې د دغه ډلې تر واکمنۍ لاندې نړۍوال ترهګر په افغانستان کې فعال شوي دي. د لېتوانیا استازې پر طالبانو غږ کوي، چې د سیمې او خپلو ګاونډیانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.