د راپورونو له مخې؛ دغه افغان کډوال د قطر د «اس السیلیه» په پخواني پوځي پنډغالي کې مېشت دي، چې د منځني ختیځ د امریکا تر ټولو لوی پوځي اډې «العدید» ته نږدې موقعیت لري. د دغه افغانانو تر نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
یو تنکی افغان چې په دغه پنډغالي کې ژوند کوي ویلي:« موږ د ماښام ډوډۍ خوړله، چې ناڅاپه مو د خپل پنډغالي پر سر د توغندیو د چاودنو غږ واورېد. ډېر وېرېدلی یم، بدن مې رېږدي او نه پوهېږم څه وکړم».
هغه زیاتوي، چې کورنۍ یې د تېښتې یا پټېدو لپاره هېڅ خوندي ځای نهلري؛ ځکه پنډغالی د هغو سیمو ترڅنګ پروت دی، چې د ایران د بریدونو اصلي موخې دي. د راپور له مخې؛ دغه پنډغالی په اصل کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغو افغانانو لپاره لنډمهاله تمځای ټاکل شوی و، چې د امریکا له پوځ یا ادارو سره یې کار کړی و او د وېزو د پروسې په تمه وو.
خو د ۲۰۲۵کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د کډوالو د پروګرام د ځنډولو پرېکړې وروسته زرګونه افغانان په همدې ځای کې بند پاتې شول. د پنډغالي اوسېدونکي وایي، چې له پیل راهیسې د دوی اصلي ستونزه امریکا ته د تګ د پروسې ځنډ و؛ خو اوس د جګړې له امله د ژوند او مرګ له ګواښ سره مخ دي.
یو بل اوسېدونکي ویلي:« دا ځای لکه زندان دی. موږ نهشو کولای بهر ووځو او د توغندیو له بریدونو د خوندي کېدو لپاره هېڅ پناه ځای نهلرو». د هغه په وینا؛ تېره اوونۍ د توغندي یوه ټوټه د ماشومانو د خوب خونې ته لوېدلې وه؛ خو د پېښې پرمهال هغوی په بل ځای وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه پنډغالی به د مارچ تر پایه وتړل شي؛ خو دا یې نهده روښانه کړې، چې دغه افغانان به کوم ځای ته ولېږدول شي. راپور وایي، چې د پنډغالي شاوخوا ۷۰۰ اوسېدونکي لا دمخه د امریکا د تګ لپاره بشپړ ارزول شوي او منل شوي دي.
د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان "افغان اېواک" مشر شان وانډیور وایي:«په دغه پنډغالي کې د امریکا د پوځ د فعالو سرتېرو د کورنیو شاوخوا ۱۵۰ غړي هم شته. دا ډېر دردناک حالت دی، چې سرتېري ښايي په جګړه کې وي؛ خو د هغوی کورنۍ د توغندیو تر سیوري لاندې په دغه پنډغالي کې بند پاتې دي».
د پنډغالي ډېری اوسېدونکي وایي، چې ماشومان یې ټوله شپه له وېرې خوب نهشي کولای او له خپلو مېندو پوښتي: «ایا موږ به مړه شو؟» یو شمېر کورنیو بیا هڅه کړې، چې له دغه پنډغالي ووځي؛ خو د ساتونکو لهخوا بېرته ګرځول شوې دي.
ځینو نورو ته بیا وړاندیز شوی، که په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي؛ مالي مرسته به ورکړل شي. اوس دغه افغانان چې یو ځل یې د جګړې له وېرې خپل هېواد پرېښی و، د بلې جګړې تر سیوري لاندې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.