د لبنان د روغتیا وزارت: د اسراییل په بریدونو کې تر ۷۵۰ ډېر کسان وژل شوي

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې داسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۷۷۳کسان وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې ۱۰۳ماشومان هم شامل دي.
په همدې حال کې اسراییل خبرداری ورکړی چې د لبنان ځینې بنسټیزې زیربناوې به د درنو بریدونو هدف وګرځي.
تر دې وړاندې په لبنان کې دملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر ویلي وو چې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه له ۶۶۷زرو څخه ډېر کسان د لبنان دننه بېځایه شوي دي.
