طالبانو تایید کړې چې په اسلام اباد کې یې پر یوه نظامي مرکز د بې پیلوټه الوتکې برید کړی

د طالبانو د دفاع وزارت تایید کړه چې هوايي ځواکونو یې د جمعې په ماښام شاوخوا ۵ بجې د پاکستان د پوځ یو نظامي مرکز «حمزه»، د اسلاماباد په فیضاباد سیمه کې پر بې پیلوټه الوتکې په نښه کړې دی.
د طالبانو دفاع وزارت زیاتوي ، چې په دې برید کې یې د پاکستان د پوځ د قوماندانۍ مرکز او نور مهم تاسیسات د ډرون الوتکو په وسیله ویشتلي دي.
یاد وزارت ادعا کړی چې د برید په پایله کې د پاکستان ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې ښکاري یوه ډرون الوتکه پر شنه اسمان څرخي. چې د دوی په وینا د اسلام اباد هوایي حریم دی.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دوی ځواکونه به د هر ډول ګواښ او تېري پر وړاندې لازم او مناسب ځواب ورکوي.
